انتوان پاولوویچ چیخوف د ۱۸۶۰ کال د جنورۍ په نهویشتمه د روسیې په ختیځ کې د اوزوف سیند په غاړه په تاګانروګ ښار کې نړۍ ته سترګې پرانیستلې.

نیکه یې غلام و، خو په سوداګرۍ یې ځان ازاد کړ، خپله کورنۍ یې بېرته واخیستله.

د چیخوف پلار پاول یګوروویچ چیخوف نومېده، د کلیسا د سازندوو مشر او د ارتدوکس کلیسا پلیونی و.

ځینې کرکتونکي وايي، چې زوی یې د ده له دوه ګونیوالي د ډېرو کیسو پېښې انځور کړې دي.

مور یې(یو واګنیا) ښه نکلونه اچول او له خپل ټوکر پلورنکي پلار سره په ټوله روسیه د ګرځېدلو کیسې یې بچیانو ته کولې.

ځکه به چیخوف ویل، وړتیا یې له پلار ترلاسه کړې او روح له مور.

انتوان چیخوف چې ماشوم و، په ارتودکس کلیسا کې یې سندرې ویلې.

دی وایي کله به چې زه او ورور مې د کلیسا مخ کې سندرو ویلو ته پورته شوو، هرچا به په احساساتو موږ ته، خو په غوسه زموږ پلار ته کتل، هغه مهال به موږ ځانونه محکوم احساسول.

خو چیخوف چې لوی شو د مذهب په ځای ادب او طبابت ته لاړ او له دین یي لمن ټوله کړه.

د چیخوف کورنی ژوند

د چخوف پلار انتوان پاول یګوروویچ یو وخت په سوداګري دفتر کې کارمن و، خو وروسته یې دوکانداري ته مخه کړه، 1اما له ساز سره یې ډېره مینه وه، ځکه په ۱۸۷۶ کال په خپل کاروبار کې ډوپه یا دېوالیه شو.

یو نظر دا هم دی چې کومه پټلۍ له راستوف تېرېدله، د تاګانروګ سوداګرۍ ته ېې درون ګوزار ور کړ، ځکه د نورو په څېر د انتوان پاول یګوروویچ کاروبار هم خراب شو، د بندي کېدلو له وېرې یې دغه سیمه پرېښودله او په ۱۸۷۶ کال مسکو ته کډه شو.

مسکو ته د پاول یګوروویچ له کورنۍ لېږدېدلو مخکې د هغه دوه زامن الیکساندر او نیکلای په مسکو کې د پوهنتون زدکوونکي وو، خو شپاړس کلن انتوان چیخوف چې په شپږو بچیانو کې یې له یوه مشر و، دغه مهال په تاګانروګ ښار کې درې نور کلونه د سولوویانوف په کور کې پاتې شو چې زدکړې بشپړې کړي او د خپلې کورنۍ جایداد وپلوري.

نوموړي خلکو ته په خصوصي درس ور کولو، کب نیولو او پلورلو سره پر ځان سربېره د خپلې کورنۍ لپاره مسکو ته هم مصارف برابرول.

په ۱۸۷۹ کې یې په نولس کلنۍ لېسه بشپړه کړه، د مسکو لوری یې ونیو چې د خپلې کورنۍ غېږ ته ور شي او طب پوهنځي هم پیل کړي.

د چیخوف مطالعه او لیکوالي

انتوان چیخوف د سروانتس، تور ګنیف او شوپنهاور له اثارو سره ډېر مینه درلودله، مسکو ته په تللو سره یې چې د کورنۍ اقتصاد په بدحالت کې لیده، مذاقیه مجلو او ورځپاڼو ته یې د انتوشا چیخونته په نوم پرلپسې کیسې لیکلې، چاپېدلې، خلکو لوستلې او له یوې خوا یې که دی (د روسي سړک د ژوند طنزي راوي) په نوم مشهور کړ، له بلې خوا د ده کورنۍ ته ـ چې د مسکو ښار د یوه اپارتمان په ځمکتل کې یې شپې ورځې تېرولې – د یوې مړۍ ډوډۍ وسیله وې.

د چیخوف اول کتاب په ۱۸۸۶ کې خپور شو، د راډیکالو کره کتونکو پام ور وانه وښت، خو د دوه مخورو ادیبانو لکه ناول لیکونکي ګریګورویچ او د هغه وخت د تر ټولو سترې حکومتي ورځپاڼې نوي وختونه یا(نوویه ورمیا Novoye Vremya) د مدیر سوورین پام یې خپل کړ.

له چیخوف یې همکاري وغوښتله، ان ځانګړې اونیزه خپرونه یې له ورځپاڼې سره زیاته کړه.

چیخوف هم له خندوونکو مطالبو لاس واخیست، له ځانګړی سبک او ډول سره یې جدي مسلو ته مخه کړه او په ۱۸۸۶ او ۸۷ کې یې په کیسو کې بدلون څرګند شو.

د چیخوف واده

د ۱۹۰۱ د مۍ په ۲۵ یې له ولګا کنیفر سره واده وکړ. نوموړې جرمن توکمه روسۍ هنرمنه وه، له کوزدې مخکې، کلونه وړاندې هغه وخت ور سره اشنا شوی و چې د یوې ډرامې(سمندري مرغه) لپاره یې رول ور کړل شوی و.

خو چیخوف چې په یو څلوېښت کلنۍ کې واده کاوه، ښايي یو علت یې دا هم وي چې ګډ ژوند یې د خپلو ادبي هستوونو او پنځونو په مخ کې خڼد لیده، ځکه یې یو وخت خپل ملګري او د هغه مهال یو روسي لیکوال او خبریال الکسي سوورین ته لیکلي وو:(که ستا ارمان وي زه به واده وکړم، خو په دې شرط چې هرڅه به په خپل حال وي. هغه به په مسکو کې وي، خو زه به په ټول هیواد کې یم، راځم به او هغه به وینم، داسې ښځه لکه سپوږمۍ چې زما په هسک کې هره ورځ نه ښکاري.)

د چیخوف مړینه

چیخوف چې طب پوهنځي ته لاړ، نری رنځ یا تبرکلوز یې هم ملګری شو، دا ناروغي چې هغه مهال یې ښه دارو درمل هم نه و، چیخوف یې تر اخره رنځاوه، د ۱۹۰۴ کال په مۍ کې یې تبرکلوز ډېر سخت شو.

ورور یې میخال چیخوف وايي:( چا به چې ولید، فکر یی کاوه، وخت یې ډېر پاتې نه دی، هغه به په ډېر نږدې وخت کې لاړ شي.)

د همدې کال د جون په دریمه د درملنې لپاره له خپلې مېرمنې اولګا سره د جرمني بدن ویلر ته لاړ. له هغه ځایه به یې مور او خور ته لیکل چې څنګه خواړه خوري، ماحول یې څنګه دی او دا یې هم لیکل، چې ورځ له بلې ښه کیږي، خو رښتیا بل څه و، هغه د جولای په ۱۵ مړ شو.

اولګا په ۱۹۰۸ زیږیز کال په یوه لیکنه کې د خپل خاوند او دغه ستر روسي لیکوال د ژوند وروستۍ شیبې داسې راوړې دي. (انتون د دود خلاف نېغ ناست و، په زوره او شمېرلي یې ویل مړ کېږم. ډاکټر خاموش کړ، ستن یې ور کړه او له شراب څښلو یې ورته وویل.

د شمپاین شراب یې ورته ونیول، انتون ډک ګیلاس پورته کړ، ورته ویې کتل، ماته مسک شو، ویې ویل، ډېر وخت وروسته یې څښم.

ټول یې وڅښل، په چپ اړخ خاموش څملاست، زه سملاسي ورته را تاو شوم، له بسترې سره مې یې تکیه وکړه، ورته غږ مې کړ، خو سا یې بنده وه، داسې خاموش ویده و لکه ماشوم…)

په ادب کې د چیخوف ځای

چیخوف له مرګ څو میاشتنې مخکې لیکوال ایون بونین ته وویل، فکر کووم له مرګ وروسته به مې اووه کاله خلک ولولي.

بنین وپوښت: ولې اووه کاله؟

چیخوف ځواب ور کړ: ښه دا یې اوه نیم کاله. دا بد نه دي زه به اووه نیم کاله ژوندی پاتې شم.

نوموړي فکر نه کاوه چې له مرګ وروسته دې اوڅار شهرت ولري، خو د وفات په کال یې د البالو باغ نندارې وښودله چې په ادبي کړیو کې څومره محبوب دی، اما هغه مهال له لیف تالستوی وروسته او دویم ځای یې درلود، خو وروسته د روسیې په تر ټولو مشهور لیکوال بدل شو.

چیخوف له اوو سوو ډېرې اوږدې او لنډې کیسې، همدارنګه ډرامې لیکلې دي. انګرېزان له شکسپیر وروسته د نوموړي د ډرامو ډېر مینوال دي.

اثار یې په مختلفو ژبو ژباړل کیږي. له ۹۱۲۷ تر اوسه د چیخوف له اثارو فېلمونه جوړ شوي دي. په ۲۰۰۳ او ۲۰۰۷ کلونو کې هم د نوموړي له سمندري مرغه دوه فېلمونه جوړ شول، په ۲۰۰۵ کال کې هم د هغه له درې خوندې ډرامې فېلم جوړ شو.

خو په ژوند کې ګوته په شمېر کسان و چې دی یې ستر لیکوال باله او ځینو یې مخالفت کاوه، خو اوس ټول دا مني چې لنډه کیسه یې خورا ډېره رښتوني ژوند ته نږدې کړه او اوس هم چې لیکوال په دغه برخه کې لیکل کوي، د نوموړي اصول په پام کې نیسي.

د چیخوف د نثر پر مختلفو اړخونو به په راتلونکو لیکنو کې خبرې وشي، که تاسو څه نظر او وړاندیز لرئ، په دې برېښلیک یې را لېږلی شئ. ([email protected])

2 thoughts on “انتوان پاولوویچ چیخوف/ غزانور غزا”
  1. د چخوف تر اوږدو کيسو لنډې دا بېخې کوډې کوي، له څېړونکي ډېره مننه او دبلې برخې په تمه،

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *