ليکنه : ثناءالله سليم

زمونږ په ټولنه کې ددوايانو په خپل سرکارونه  بې ساري ده ، هرڅوک په خپل خپل سر درمل کاروي .
په خپل سر درمل کارونه ډېر زيات زيانونه لري او حتی کله کله دمرګ سبب هم کېږي.

په خپل سر ددرملو دکارونې عوامل په ټولنه کې دعامه پواهاوي نه شتونه ياېږي .

هيڅ ډول درمل بايد په خپل سره دډاکتر له مشورې پرته استعمال نه شي ځکه هره دوا ځانته اړخېزې اغېزې لري که ناروغي ختموي ناروغي منځته راوړي هم.

نوې څیړنې ښايي چې د انتي بیوتیکو استعمال په کولمو کې د گټورو بکتریاوو د له منځه تللو سبب کیږي او د مضرو بکتریاوو زیاتیدو ته زمینه برابروي؛ هغه بکتریاوې چې دسرطان دتوليد سبب هم کېږي.

په اوسني پير کې دډاکترانو له لورې داخبره په يو دود بدله شوې کله چې ورته ناروغ  مراجعه وکړي که انتي بيوتيکو ته اړتيا وي او کنه ناروغ ته دنورو دوايانو سره انتي بيوتيک هم ورکوي چې داکار په ځای ددې چې ناروغ ته ګټه ورسوي ناروغ ته  تاوان کوي.

نو ټول ډاکتران بايد  دغه ننګوونکی دود له منځه يوسي او کوم ناروغ چې کوم ډول درملو ته اړتيا لري بايد هغه درمل ورکړل شي تر څو  ناروغ په اقتصادي او جسمي لحاظ وژغورل شي .

د انتي بیوتیکونو د استعمال زياتوالي د سرطان ترځنګ نورې ستونزې هم رامنځته کوي لکه بې ځایه او غیر اړین تجویز د درملو په وړاندې د مقاومت ستونزه هم راولاړوي چې د جدي اندیښنې وړ ده.

کوم درمل چې دډاکتر له لوري ناروغ ته توصيه کېږي دهغې د  نوعیت او اندازې په اړه بايد ناروغ ته پوره توضيحات ورکړل شي ،ځکه اکثره وخت ددوا دتوزيع کوونکي له لورې ناروغ ته ددوا درست استعمال نه ښودل کېږي اود ناروغ درملنه له ننګوونو سره مخ کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان د انتي بیوتیکونواونورو درملو  په وړاندې مقاومت “د نړیوالې روغیتا  په وړاندې ستر گواښ” گڼلی دی.

نو بايد انتي بيوتيکونه په هغه اندازه استعمال شي چې ورته اړتيا ليدل کېږي .له اړتيا پرته بايد هيڅ ډول درمل ونه کارول شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *