ملي هدف : پخوانى جهادي قومندان او د وردګو د قومي شورا رئيس انجنير محمد طاوس ساجد عمر د  ميدان وردګو ولايت د ملي امنيت د رئيس په توګه په دنده پيل وکړ.

 د ميدان وردګو  ولایت والي عبدالمجيد خوګياڼي دغه ټاکنه يو پر ځاى ګام وباله، په هغه غونډه کې چې د ميدان وردګو د ولايت په  مقام کې په دې اړه جوړه شوې  وه، والي عبدالمجیدخوګیاڼي نوی رئیس انجینر طاوس ساجد عمر ته د نوی دندې مبارکي ورکړه او په دنده کې  يې د نوموړي د ښه برياليتوب هیله  وکړه . په ياده غونډه کې چې د سلواغې په شپږمه نيټه د ميدان وردګو په ولايت کې جوړه شوه د میدان وردګو والي  د ملي امنيت د پخوانی رئیس بریدجنرال نظرعلی د ترسره کړې نهه میاشتنۍ دندې ستاینه وکړه .

د هغه په وینا د ملي امنیت پخوانی رئیس د ولایت مقام سره د ښې همغږۍ په ترڅ کې د تېرو نهو میاشتو په ترڅ کې ډیری لاسته راوړنې درلودې د میدان وردګو ولایت د ملي امنیت نوی رئیس انجینر طاوس ساجد عمر د خپلو خبرو به ترڅ کې د میدان وردګو والي عبدالمجید خوګیاڼی ته  ډاډ ورکړ،چې د مسؤلینو له لورې به په ورسپارل شوې دنده کې په پوره امانتدارۍ  سره کار وکړي هغه وویل: دا چې نوموړی د دغه ولایت اصلي استوګن دی،نو هڅه به وکړي، چې د ولسونو سره په همغږۍ او اړیکو سره ځیني مهمې چارې ترسره کړي.

 د يو بل جلا خبر له مخې د ملي امنيت رئيس انجنير طاوس ساجد د ميدان وردګو ولايت اداري رئيسانو ته په وينا کې ولس ته په خطا ب سره ووېل چې دى له ولس سره خوا خوږي لري او د ولس د يو ريښتيني خدمتګار په توګه په دې ولايت کې د سولې او امنيت د ټينګښت ټينګه اراده لري چې دا کار د ده په وينا د ولسونو د زړونو د ترلاسه کولو په صورت کې کيدونکى دى.

د ملي امنيت رئيس د ولسمشر د (١٠٦١ ) نمبر فرمان په اساس د بريد جنرال په رتبه د ميدان وردګو په ولايت کې د امنيتي وضعې د لا ښه کيدا په موخه  د دې ولايت د امنيت د رئيس په توګه ټاکل شوى دى، چې قاضي شريف يې د مرستيال په توګه دنده ترسره کوي.

د چارو شنونکي او ځايي استوګن د ميدان وردګو په ولايت کې د ملي امنيت د رئيس په توګه د انجنيرطاوس ټاکنه يوغوره ګام بولي ځکه چې انجنير طاوس له يوې خوا ډ��ره سياسي او علمي پوهه لري له بله پلوه د دې ولايت د ستونزو څخه د نورو په پرتله ډېر خبردى او هيله ده چې د ده راتګ به په ميدان وردګو ولايت کې شته ناخوالې او نا امنۍ له منځه يوسي او په دې ولايت کې به د امنيت په ټينګښت ډېر اغيزمن ثابت شي.

انجنير طاوس د وردګو د قومي شورا د مشر په توګه او دولتي دوايرو کې پرتجربې سربېره جهادي او نظامي تجربه لري او د ولايت په قومي جوړښتونو کې ځانګړى مهارت لري.

نوموړى د ميدان وردګو ولايت د جغتو ولسوالۍ د (ګنډه کول)  په کلي کې په يوه  متدينه  او

سياست مداره کورنۍ کې د ولسوال محمد عمر په کور کې نړۍ ته سترګې پرانستې او په کلونه کلونه د جغتو د جبهاتو جهادي قومندان پاتې شوى دى، ساجد د کابل پوهنتون د انجنيرۍ له پوهنځي څخه ديپلوم اخستى او د  اوږدې سياسي تجربې خاوند دى.

د ده  تجربه ، علمي او سياسي پوهه او د ولس په ژبه پوهيدل او له سيمې څخه پېژندنه هغه څه دي چې  د ميدان وردګو په ولايت کې د امنيت د ټينګښت او نيکمرغيو لامل کيداى شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *