انجنیر داوود او عطا محمد نور

تاند- ارګ نن /دوشنبه/ د بلخ د والي استعفا تایید کړه، ویې ویل چې ولسمشر غني د عطا محمد نور استعفا منلې ده.

د ارګ په لنډکۍ خبرپاڼه کې ویل شوي چې عطا محمد نور څه موده وړاندې استعفا لیک ولسمشر ته وړاندې کړی و چې ولسمشر ورسره موافقه وکړه. (په دې اړه مخکینی خبر)

تراوسه پورې عطا محمد نور پخپله د استعفا په اړه څه نه دي ویلي خو د ولسمشرغني له لوري د عطا محمد نور پر ځای انجنیر محمد داوود د بلخ د والي په توګه رسماً اعلان شوی دی.

په همدې حال کې د نور د پلویانو له لوري ویل شوي چې نوموړي شاوخوا یو کال وړاندې د ولسمشر د اعتماد د ترلاسه کولو لپاره استعفا لیک سپارلی و.

د نور پر ځای نوی ټاکل شوی والي، انجنیر محمد داوود په جمعیت ګوند پورې تړلی، په ۱۳۳۳ ل کال په بلخ ولایت کې زېږېدلی، ابتدايي زده کړې یې په خپل ولایت کې کړي او لوړې زده کړې یې د تېلو او ګازو د استخراج په برخه کې په بریتانیا کې کړي دي.

انجنیر محمد داوود په انګلیسي او روسي ژبو هم پوهېږي. ده د کانونو او صنایعو په وزارت کې د کار ترڅنګ د شمال په تفحصاتو کې ۶ کاله دنده اجرا کړې ده.

انجنیر داوود، سره له دې چې پوځي زده کړې نه دي کړي، یوه موده د بلخ ولایت د ملي امنیت په ریاست کې د جنرالۍ په رتبه کې کار کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *