تاند- د اجرايي ريیس لومړي مرستیال انجنیر محمد خان د الیکترونیکي تذکرو د وېش ملاتړ وکړ او ویې ویل باید په دې پروسه کې هیڅ راز ځنډ او خنډ پېښ نه شي.
د اجرايي ریاست د لومړي مرستیال له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې د انجنیر محمد خان له لوري ویل شوي« د الکترونیکي تذکرو ویش یوه ملي پروسه ده چې ټول قانوني مراحل یې بشپړشوي،په دې اړه هیڅ ډول قانوني خنډ او ستونزه وجود نلري.
الکترونیکي تذکرې د امنیت ، سیاسي ثبات، متوازن انکشاف او ټولنیز عدالت په راوستلو کې رغنده او اساسي رول لري، په همدې اساس د الکترونیکي تذکرو ویش دوخت جدي اړتیا او د ولس غوښتنه ده.»
دا په داسې حال کې ده چې اجرايي رييس عبدالله عبدالله د الیکترونیکي تذکرې د وېش د درېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې لومړی باید د تذکرې په اړه اجماع او عمومي توافق ترلاسه شي.
د اجرايي ريیس لومړي مرستیال د الیکترونیکي تذکرو د وېش په ملاتړ کې ویلي« موږ د دغې ملي پروسې په وړاندې د ستونزو جوړول د هیواد اوملت په زیان بولو، هیله مو دا ده چې نور دغه ملي بهیر د سیاسي معاملو ښکار نه شي او دا پروسه په چټکۍ سره بشپړه شي. »
دا لومړی ځل دی چې انجنیر محمد خان په یوه موضوع کې له اجرايي ريیس ښاغلي عبدالله سره اختلاف ښيي.
عبدالله او پلویان یې په الیکترونیکي تذکره کې د ملیت (افغان) او قومیت له درج کېدو سره مخالفت ښيي.
خو د ولسمشر غني پلوي چارواکي وايي چې عبدالله مخکې له دې سره موافقه کړې وه چې په نویو الیکترونیکي تذکرو کې دې ملیت او قومیت ذکر شي.
د کابل ځینو ورځپاڼو نن لیکلي چې د الیکترونیکي تذکرو د وېش مخالفان په اصل کې د قومیت له لیکلو سره مخالف دي ځکه چې که قومیت څرګند شي، په دولتي ادارو کې به د قومونو ونډه او په لوی سر کې په هیواد کې د قومونو تناسب معلوم شي.
افغانستان ما ورځپاڼې په دې اړه لیکلي:« ډاکټر عبدالله په ګډون یو شمیر سیاستوال په پیژند پاڼو کې د قوم د نوم د لیکلو غوښتونکي وو خو اوس یې په دریځ کې بدلون راغلی دی. ورځپاڼې د دغه بهیر د پیل په اړه د حکومت پریکړی ته په اشارې لیکلي دي چې دغه پیل باید په نیک فال ونیول شي، خو ملي اجماع هم له پامه و نه غورځولی شي.»
سرخط ورځپاڼې بیا لیکلي:« کومو ډلو چې د قوم د نوم د نه موجودیت په خاطر یې دا بهیر له ځنډ سره مخ کړی وو، اوس وایي چې نه غواړي د قوم نوم په پيژند پاڼه کې ولیکلي شي چې د ورځپاڼې په وینا دا کار په خلکو ملنډی وهل دي.»
زه په داسې حال کې چې د ښاغلي انجنیر صیب محمد خان د دې غوڅ او قاطع دريځ ملاتړ کوم ، له ټولو هېوادوالو نه هيله کوم چې د ولسي جرګې له خوا تصویب شوی قانون چې لا پخوا د افغانستان د اسلامي جمهوریت ولسمشر جلالتمآب دوکتور محمد اشرف غني له خوا توشیح شوي ، ملاتړ وکړي د خپل هېواد د سیاسي او امنیتي ثبات ، ملي منافعو او نړیوالو نورمونو مطابق ژر تر ژره نوې تذکري واخلي. له خپلو حقوقو نه ګټه واخلي او د ضرورت په وخت کې له هغو استفاده وکړي.
د تذکرو په درلودلو سره تاسې له هېواد نه د باندې د سفر اسناد یعنې پاسپورت او ویزه ، د الوتکې ټکټ اخیستلی شي، مځکه ، کور ، دکان ، فابریکه او نورو غیر منقول ملکیت اخیستلی شي، خپل ماشومان په ښوونځي ، پوهنتون او نورو درسي موسیساتو کې شاملولی شي. په همدې ترتیب سره تاسو په انتخاباتو کې شرکت کولی شي هم رایه ورکولی شي او هم ځان کاندیدولی شي .په دولتي موسساتو کې کار او دنده ترسره کولی شي …
ایله په ایله چې از کلوخ آتش پرید
انجینر صاحب آخر هم خپل افغانیت وښود مننه انجینر صاحب