محترم قطب الدین هلال صاحب سلامونه او نیکي هلې!

ښاغلې  هلال صاحب! په  اول قدم  کې درته  د جمهوري ریاست د نوماندي په اړوند مبارکي وایم او د متعال خدای دربار ته لاسونه لپه کوم چې  دغه خیالي خوب مو رښتیا شي،  قدرمنه ستاسو هلې ځلې او مناظرې له نږدې څارم
چې ځانونه  ډیر سپین او د وطن خواخوږي معرفي کوي،  الله دی توفیق در کړي چې په رښتیا د وطن او د خلکو د خدمت مصدر وګرځې ،محترمه مشره غواړم  ستاسو د مناظرو او هلو ځلو په اړوند یو څو یادشتونو ته اشاره وکړم  چې په ترتیب سره به یې لاندې ذکر کړم
۱.ښاغلیه تاسو  ډیر انځورنه مې تر سترګو شول  چې کوم شعار نلري ، او په
مناظرو کې هم تاسو کوم شعار نلرئ چې دلایل یې څه دی ،
۲.ښاغلیه تاسو په هره مناظره کې ډیر احساساتی یاست ، او احساسات مو دومره
پاریدلي وي، چې خپل پروګرومونه په ښه ډول خلکو ته نشئ بیانولی نو زما
هیله ده ،  چې په مناظره کې په ښه سړه سینه خبرې وکړې، او مقابل لورې ته
په سیاسي ډول ځواب وویاست
۳.  تاسو  کمپاینونه ډیر ورو روان دی، چې دغه تاسو په بې وسي دلالت
کوي،تر اوسه مو داسې لویه غونډه په نظر نه راغله چې  د نورو کاندیدنونو
سره دې سیالي وکړي
ښاغلیه اوس تاسو  ته یو څه حقایق په ګوته کوم هیله ده چې خطر مو پرې
دروند نشي، محترمه تاسو هره مناظره کې دعوه کوی، چې زما لاسونه په اداری
فساد نه دی ککړ او تر اوسه په کابل کې کور نه لرم  ښاغلیه دا درسره منوچې
په کابل کې به کور نه لري خو دا مو هم په یاد دی  چې  پیشور په حیات اباد
کې خو لوکس  کور لری
د شمشتو د کیمپ دوکانونه مو هم په یاد دي، چې هلته یې لری او دمیاشتو په
زرګونو روپی تر لاسه کوې،او هغه خبره مو هم په یاد ده چې د خپلو دوکانونو
د ګټې په خاطر مو د شاعر لطیف الله صادق دوکانونه ور بند کړل هغه یو
مجاهد وو او نن د پل چرخی په زندان کې شپې او ورځې سبا کوی، ښاغلیه که
تاسو  رښتیا په فساد کی ښکیل نه وی، نو تاسو د دومره لګشت له کومه کوی
تاسو چرته تجارت لرئ،او دغه د کور او د کمپاین لګښت له کومه کوی،
اوس مو ولې
ځان نوماند کړ دغه کار دی ولې پخوا نه کوه  اوس به هغه شهیدانو او
زندانیانو ته څه ځواب وایی چې تاسو په هدایت یې خپل ځانونه قربانی کړل،
رښتیا بلې خبرې  ته دې پام راګرځوم هغه دا چې  ستاسو کامیابی  خو ختمي نه
ده کیدي شی چې تاسو ډیره لږه فیصدی واخلی  نو ایا دا به  د حزبی اسلامی
په نظامی فعالیتونو منفي تاثر ونلری او د افغان دولت ته به د موقع په لاس
ورنکړی چې حزب اسلامي په سیاسی ډګر کې ماتې وخوړه په ملت اوخلکو کې
محوبیت نلری که زما منی نو راشه او یوه بهانه جوړه کړه او له دغې ډارمې
تیره شه او له خپلو خلکو معافی وغوړه
افغان محصل

9 thoughts on “انجینر قطب الدین هلال ته پرانستی لیک/ افغان محصل”
  1. ګرانه محصله
    دیره مننه چه ډیر ښه او نیکو شیانو ته دی اشاره کړې وه ولی دا باید ووایم چه ګلبدین او د هغه ورانکاره ډله به هیڅ کله هم په افغانستان کی کامیاب نشی ځکه چی دوی د ای اس ای سر ټړلی غلامان دې او د دوی د دروغ په وسیله زمونږ دیر بی ګناه ځوانان ځانونه مړه کړل
    لعنت دی وی په دوی منافقینو چه د جهاد له نوم د خپل ګټی واخستی او اخلی !

  2. سلامونه
    گرانه محصله گله دا د ملت قاتلين او د گران افغانستان خرسونگي په پنجاب نه پت لري نه عزت لري نه شرم لري نه حيا لري دوي د انسان په قيافه او جامه كي لوي لوي شيطانان دي،
    دوي له شيطان سر يو زاي قسم كراي چه تر سو ژوندي وي نو افغانان او د افغان خاوره به په راحت نه پريژدي تر سو چه د دوي شيطاني جسم او روح له بينه نه يي تللي دوي لاس له د كاره نه اخلي
    نو پكار ده چه افغانان يو موتي شي او خپل زان او دا هيواد له دي شيطانانو خلاص كي او يا صبر وكي چه الله ج لكه د مارشال فهيم غوندي د نورو روحونه هم واخلي، بله لار نه لرو
    په هيله د يوالي او سمسور افغانستان

  3. ټولوته سلام
    ملګرو که چیری قواری معلومیدای چی داستاسی به څه قسم قواره وی هسی نه چی په خپله هنداره کی نورو مخلصو انسانانوته هم ګوری زه خپله دهلال یا کوم بل چاپلوی نه یم هیله کوم چی کوم تور راباندی ونه لګوی او همدارنګه رانه خفه هم نشی

  4. یوه خبره زه غواړم چی دی محصل ورور څخه پاتی شوی ده هغه داده چی هلال صاحب په هره مناظره کی وای چی ما فساد ندی کړی په کابل کی کور نه لرم ته چی پیسی نه لری ولی دی ځان کاندید کاوه ځکه څوک چی ځان کاندید کوی هغه شخص لس لکه افغانی د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته د ضمانت په ډول کیږدی که چیرته بریالی شی لس لکه افغانی بیرته ورکوی که بریالی نشی هغه پیسی یی سوځی ، څومره چی ټول خلک او هلال صاحب هم په همدی ښه پوهیږی چی زه نه بریالی کیږم او همدغه پیسی می هم سوځی ولی دی ځان کاندید کاوه او همدغه پیسی د له کومه کړی ایا لس لکه افغانی ډیر شی ندی . خو زما مشهوره تاته داده چی د یو مطرح کلک پښتون نوماند څخه ملاتړ وکړه او په اینده کی ددی هیواد د خدمت مصدر وګرځه هغه نوماند ټولو هیوادوالو ته معلوم دی زه یی نوم نه اخلم
    مننه
    مصطفی له کابل څخه

  5. که هلال صاحب غواړي چي په رښتيا خدمت وکړي نو د ډاکټر اشرف غني نه د ملاتړ وکړي ځکه دده ملاتړ به افغانانو ته د ژوند په هر ډګر کي ګټورپيښ شي او ده ته به هم د خدمت کولو چانس پيدا شي . او دا ليکوال چټات وايي .ولي ددوکانونو لرل او په کرايه ورکول جرم ده ?

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *