په یوه لمانځغونډه کې د خبرو لپاره راته وویل شول. ما وویل، پر دې موضوع مې پخوا دوه، درې مقالې لیکي دي او دوه، درې ځله په غونډو کې غږېدلی یم، نوي څه نه لرم. بلونکي مې په استدلال قانع نه شول، ویل یې ته به تر بل چا ښې خبرې ورباندې وکړې. 

زه غونډې ته ورنه غلم او وروسته چې خبر شوم، هماغو څو لیکوالو خبرې کړې وې چې په اکثرو نورو غونډو کې هم خبرې کوي.

مونږ چې کومه ادبي، کلتوري غونډه جوړوو، ولې هر ځل ګوته په شمار کسانو ته بلنه ورکوو؟ که دا ووایو چې دوی تر نورو تکړه دي نو تکړه کسان که هر چیرته، په مختلفو موضوعاتو خبرې او لیکنې کوي، تکړه توب ته یې صدمه نه رسیږي؟ ځینې کسان د شاتو د حاصل د زیاتولو لپاره د کندو په څنګ کې ګوړه ږدي چې مچۍ بې تکلیفه ډېر خواږه راټول کړي. شات زیات شي مګر کیفیت یې کم شوی وي.

زه که غواړم یو څه نوې خبره وکړم، مطالعه به ورته کوم، غور به ورته کوم او هغې شیبې ته به منتظر کښینم چې د لیکلو لپاره مې احساس پارېدلی، فکر راټول شوی او وخت موندلی وي. زه که هرې کلتوري او اجتماعي غونډې ته حاضر شم، د مطالعې وخت مې طبعا کمیږي. دغه راز که د یوې ښې لیکنې لپاره په مناسب ذهني حالت کې قلم راوانه خلم، نو که هر څومره مطالعه مې ورته کړې وي، د لیکنې مزه به نه وي. دغه مناسب ذهني حالت چندان په خپل لاس کې نه وي. هغوی چې د فرمایش په اساس په غونډو کې ویناوې اوروي یا مقالې لیکي، که یې مطالعه هم ورته کړې وي خو دا ضمانت نشته چې د خپلې مقالې د لیکلو یا د خپلو خبرو د کولو په وخت دې مناسب ذهني چاپیریال ولري.

یو محدود شمیر کسان ولې په اکثرو غونډو کې حضور لري او د وینا یا مقالې اورولو ته تیار دي؟ دا شی مختلف علتونه لرلای شي. د حضور او شهرت شوق ، د خپلې وړتیا په باره کې مبالغه آمیزه تصور لرل، د رابلونکو ټینګار او د ویناوال اخلاقي دریځ چې څوک ورنه خوابدی نه شي، ځینې هغه عوامل دي چې یو شمیر کسان بیا بیا اړباسي چې په اونۍ کې څو ځله په غونډو کې ویناوې واوروي.

استاد اصف صمیم یو داسې څوک دی چې د بل د غوښتنې ردول ورته سخته وي. دی د خپل اخلاقي دریځ په وجه ډېر ځله مجبورېږي چې په غونډو کې ویناوې وکړي. یو بل څوک شاید په تلویزیون او خبرونو کې د راتلو شوقي وي. ځینې کسان ایسار شوي غوندې وي؛ مطلب دا چې د یو چا په غونډه کې یې برخه اخیستې وي اوس که د بل چا غونډې ته نه ځي، د بل له خپه کیدو ویریږي. 

په ادبي او کلتوري غونډو کې حاضر کسان ورو ورو مشهور شي او داسې وخت راشي چې د هرې کلتوري غونډې د جوړېدو په وخت به دوی دریادېږي. د بنیادم په حافظه کې ډېرې خبرې وي خو ځينې خبرې په لومړي پوړ کې وي او سمدستي دریادېږي. هغه کسان چې نومونه یې بیا بیا اورې، د ذهن په لومړي پوړ کې وي. که ماته وویل شي چې ادبي غونډه ده او یو څوک راوښیه چې وینا پکې وکړي، زه که څه هم په دې نظر یم چې تنوع بهتره ده خو په غالب ګومان به هغه څوک ورښیم چې بې زحمته رایادیږي او بې زحمته به هغه څوک رایادیږي چې همیشه یې نوم اورم او په غونډو او تلویزیونونو کې یې بیابیا وینم. مونږ اکثره همداسې یو او د نویو کسانو د موندلو لپاره ځانونه نه په تکلیفوو.

څرنګه چې د غونډو جوړوونکي ریسک نه مني ، دوی هم ازمایل شویو کسانو ته ترجیح ورکوي. د غونډو جوړوونکي له ځان سره حساب کوي چې د تکرار شویو کسانو په خبرو کې که نوښت نه وي نو دا خطر هم نشته چې په خپلو خبرو غونډه خرابه کړي. 

مونږ که غواړو چې کلتور او فرهنګ مو وده وکړي، سټیجونو ته د راغوښتل شویو کسانو شمیر باید یو څه زیات کړو. دا کار به هم په اوسنو محدودو کسانو باندې فشار کم کړي او هم به د نویو خبرو د اورېدلو امکان زیات شي.

One thought on “انحصار/ اسدالله غضنفر”
  1. انحصار چه چیرته ګورم ماته ترټولو لومړی تنظیمی انحصار او بیا د بن انحصار چه تر ننه له شر نه یی افغانان نه خلاصیږی اولا د توسعی په حال کی دی داسلامی او ملی ګټو خلاف یو خبیث خصوصیت دی چه د اکثریت د پرمختګ مخه نیسی او ټول امتیازات یوی ډلی ته چه ته به وایی تاریخی وږی دی او د پدری میراث نه بی له انحصار،غلا او اخلال څه نلری او دا بد خصوصیت د نورو تعاون کموی او د ملت روزنی غټ دښمن او بهیمی خاصیت دی نه انسانی ،حتی هغه مسلمان چه هر څه ځان ته خوښوی او خپل مسلمان ورور ته یی نه خوښوی د کامل ایمان څښتن نه دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *