یو وخت مي په تلیفون کي په انګلېسي ژبه د قرآن کریم ترجمه او تفسیر د هر آیت سره بېل په اسانۍ د مسیج کېدلو او نور وظایف کتلي ول. په زړه کي راګرځېدلي ول چي کشکي په پښتو کي هم داسي یو اپلیکېشن موجود وای. خو نن (د قدر وړ؛ انجنیر محمد قسیم برهان) دا خبره په حقیقت بدله کړې ده. حتا دا اپلیکېشن تر انګلیسي، ځیني اضافه اسانتیاوې لري.
ما هیڅکله داسي ژر د پښتنو لپاره دا خذمت نه وو تصور کړی. معنا په پښتنو کي اوس هم د توقع خلاف خدمتګاران شته. محترم انجنیر صاحب دا پروګرام هر چا ته د مفت را ډاونلوډولو اجازه ورکړېده حال دا چي کوم بډای نه دی. خدای پاک به برهان صاحب ته حتماً د خپل شان سره برابر مکافات ورکوي. خو په پښتنو کي نسبت نورو ټولنو ته د علم قدر لږ دی، ابن سینا ویلي دي په کوم ځای کي چي علم او صنعت ته قدر نه ورکول کېږي، د هغه ځای څخه کوچ کوي. خدای دي وکړي چي پښتانه خپلو عالمانو او صنعتکارانو ته په درنه سترګه کتلو سره د علم او صنعت قدر وکړي.(م.س.ب.)
راځئ انجنیرصاحب ته غوږ ونیسو:
ښاغليو او اغليو دوستانو او ملګرو پس له شپږو میاشتو کار او هڅې وروسته مو د قرانکریم لپاره د اندرویډ ټلیفونو اپلیکېشن جوړ او په Google play store کي خپور کړ.
په اپلیکېشن کې د قرآنکریم عربي عثماني نسخه کارول سوې ده. همدارنګه د پښتو ژباړې سربېره د فارسي، اردو او انګلسي ژباړې هم په دې سافټوېر کي سته.
د قرانکریم عربي نسخه؛ فارسي، اردو او انکلیسي ژباړې د Tanzil.net اسلامي ویبسایټ څخه را نقل سوي دي. پښتو ژباړه د محترم مولوي صاحب قیام الدین کشاف ده.
د قرآنکریم تلاوت (د ږغ بڼه) د ښاغلي قاري برکت الله سلیم دی/ده او د پښتو ژباړې ږغ د ښاغلي عمر خطاب دی.
همدا راز په دې اپلکېشن کي مشهور کابلي تفسیر هم د پي ډي اېف په بڼه سته.
د دې سافټوېر بیا ځلي کتنه او د خپرېدو اجازه يې په کندهار کي د حمادیه اسلامي مدرسې د تألیف او ترجمې له څانګي څخه د تصدیق لیک په ډول اخیستل سوې ده.
زما سره د دې اپلیکېشن په جوړولو کي لاندي ښاغلو برخه اخیستې ده چي ډېر ځني منندوی یم او که مي چيري وخت ورضایع کړی وي نو بخښه ځني غواړم.
مولوي صاحب عبدالهادي حماد – د پښت�� ژباړي کتنه
ډاکټر صاحب بهیج عثماني – د فاونټونو لارښوونه او انتخاب
انجنیر صاحب محب الرحمان محرابي – د سافټوېر د پښتو برخي برابرونه
ښاغلی اجمل جلال – د تفسیر برابرونه
ښاغلی عبدالقدوس دورانی – د تفسیر برابرونه
حافظ صاحب نقیب الله – د دعاوو په برخه کي همکاري
او همدارنګه مبین احمد جان امین چي ددې کار لپاره یې ټلیفون وقف کړی ؤ ډېره ډېره مننه ځني کوم.
ملګرو د سافټوېر په جوړونه کي د ډېر احتیاط او دقت څخه کار اخیستل سوی دی، که چیري د قرانکریم یا ژباړي په کوم ځای کي نیمګړتیا یا غلطي ومومئ نو لطفاً د ایمیل یا کومي بلي لاري راسره په تماس کي سئ او د غلطي په سمونه کي راسره کومک وکړئ.
هیله ده چي ددې کار و ټولو ګډونکوو ته د خیر دعاوي وکړئ.
مننه
د ډانلوډ لینک : https://play.google.com/store/apps/details…
د فېسبوک پاڼه : https://www.facebook.com/mqbquran