مسعود اندرابي

تاند- (یکشنبه، د میزان ۱) د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وايي، سره له دې چې پولیس له هر لوري په فساد او بې کفایتۍ تورن کېږي خو په جګړه کې تر ټولو زیاته قرباني پولیس ورکوي.

مسعود اندرابي د یکشنبې په ورځ (سنبله ۳۱/ سپټمبر ۲۲) له اسوشیتید پریس خبري اژانس سره په مرکه کې وویل چې له وسله والو طالبانو او داعش سره په جګړه کې د ټولو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د تلفاتو په سلو کې ۷۰ پولیسو ته اوړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان پر پولیسو په دې خاطر چې تر ټولو زیات په فساد ککړ دي، تر ټولو ډېرې نیوکې کېږي.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ هم یو له هغو کسانو څخه دی چې پر افغان پولیسو انتقاد لري او وايي چې په افغانستان کې مېشتو امریکايي پوځیانو د پولیسو رول په غاړه اخیستی دی.

اسوشیتید پریس وايي، مسعود اندرابي چې په لوېدیځ کې یې زده کړې کړي او د ولسمشر غني د ځوانو رهبرانو یو غړی دی، وايي چې په پولیسو کې اصلاحات سوکه خو منظم او پر له پسې روان دي.

ده زیاته کړه«نه وایم چې دا کار اسانه دی یا به په یوه ورځ یا یوه میاشت یا یوه کال کې وشي، خو د کېدو وړ دی.»

افغان پولیس نه یوازې په جګړه کې زیات وژل کېږي بلکې په وروستیو ۱۸ کلونو کې د جګړه مارو او زورواکانو له لوري هم ډېر ځورول شوي او توهین شوي دي.

د افغانستان په کورنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو له کبله په وروستیو دوو کلونو کې د پولیسو درناوی په نسبي ډول زیات شوی دی او اوس د پخوا په شان هر زورور په اسانه پر پولیسو لاس نه شي پورته کولی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *