تاند، سه شنبه، د اسد ۸مه: کورنیو چارو وزارت وايي، د ټاکنیزو مرکزونو د امنیت د خوندیتوب لپاره به لوی شمېر پولیس وګماري.
کورنیو چارو وزارت وايي، د ټاکنو په تړاو فوق العاده تازه ناسته کې یې پرېکړه کړې چې لویه برخه پولیس به د ټاکنو امنیت ته ګماري خو دا یې نه دي ویلي چې د ټاکنو د امنیت ساتونکو پولیسو شمېر به څومره وي؟
په دې ناسته کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي ویلي، ترهګرو ډلو ته به د ټاکنو د پروسې ګډوډولو اجازه ور نه کړي.
د اندرابي په خبره ترهګرې ډلې او طالبان د جګړې په ډګر کې مات شوي او له امنیتي ځواکونو سره د سترګو اچولو توان نه لري خو اوس د ټاکنو پر پروسه بزدلانه بریدونه کوي.
نوموړي زیاته کړې، د ټاکنو د خوندیتوب لپاره به د ګمارل شویو او مرستندویه ځواکونو شمېر لا زیات کړي .
ټاکل شوې چې ولسمشریزې ټاکنې د میزان د میاشتې په ۶مه ترسره شي، خو د ۷ زره مرکزونو له ډلې د دوه زرو مرکزونو د بندښت او نورو امنیتي خوندیتوب په تړاو لا هم له خلکو سره پوښتنې دي.
همدا وړمه ورځ د ټاکنیزو کمپاینونو له پيل سره هم مهاله د دولت ساز ټیم پر لومړي مرستیال امرالله صالح ډله ییز برید کې نوموړی روغ ووت خو ۲۰ همکاران یې مړه او ۵۰ نه زیات نور ټپيان شول.