تاند، شنبه، د حوت ۲۴مه: د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي وایي، د اورکم له مودې راهیسې افغان ځواکونه تر اوسه د جګړې په لیکو کې په دفاعي حالت کې دي.

نوموړي نن شنبه ملت ته د حساب ورکونې په غونډه کې وویل، که طالبان په هره سیمه کې د افغان ځواکونو پر اډو او پوستو بریدونه وکړي، افغان سرتیري به یې په جدي ډول ځواب ورکړي.

نوموړي همدارنګه د پولیسو د مرګ ژوبلې کمېدو خبر هم ورکړ، او زیاته یې کړه چې د تېر کال په پرتله سږ کال د پولیسو په مرګ ژوبله کې ۱۱ فیصده کموالی راغلی دی.

مسعود اندرابي زیاته کړه، چې د روان لمریز کال په اوږدو کې په هېواد کې د نشه یي توکو ۳۰ ذخیرې او ۹۸ لابراتوارونه کشف او له منځه وړل شوي دي.

د پولیسو د مرګ ژوبلې کمېدو خبر پر داسې مهال ورکول کېږي، چې تل د افغانستان په جګړه کې له همدغه ځواک ګټه اخیستل شوې، چې اصلي دنده یې نه بلل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *