تاند: د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي وايي، طالبان باید د سولې له هوکړې وروسته له تروریزم سره د اړیکو غوڅولو د ژمنې تر څنګ، مخدره توکو سره هم خپل تړاو وشکوي.
اندرابي زیاته کړې، د سولې له سیاسي هوکړې وروسته باید طالبان له حکومت سره په ګډه د دغې ناوړه پدیدې پر ضد مبارزه کې برخه واخلي.
مسعود اندرابي د سه شنبې په ورځ د مخدره توکو پر ضد د مبارزې اوونۍ په ویاړ یوې غونډې ته وویل، د مخدره توکو کښت او قاچاق هېواد کې میلیونونه کسان په نشو روږدي کړي او د هېواد ملي منافع یې له ګواښ سره مخ کړي دي.
اندرابي وايي، وروستیو دوه میاشتو کې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې نږدې ۶۰ د مخدره توکو د تولید مرکزونه کشف او تخریب کړای شوي چې د ورځې به ترې یو میلیون ډالر ګټه کېدله.
سرپرست وزیر مسعود اندرابي پر نړیوالو بنسټونو هم غږ وکړ چې افغانستان کې دې د مخدره توکو د مخنیوي لپاره په پوره همغږۍ کار وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو پر ضد د مبارزې معینیت ویلي، وو طالبان د کال په حساب ۵۰۰ میلیونه ډالر د مخدره توکو د قاچاق او سوداګرۍ له درکه ترلاسه کوي.
