تاند، دوشنبه، د دلوې ۲۱مه: د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي د دې وزارت منسوبینو ، قومندانانو او چارواکو ته په یوه لیک کې امر کړی چې له رسنیو سره مرکې ونه کړي او یا په ټولنیزو رسنیو د رسمي دریځونو په اړه تبصره ونه کړي.
د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په یو مکتوب کې د پولیسو د قانون د ۳۰ مادې په اساس ټولو منسوبینو ته ویلي: “د وزارت معینان نشي کولی محرم سندونه، رازونه، د تقرر سندونه ترفیعات او نور ذاتي وسایل، یونیفورم، وسله، تجهیزات یا وسایط په ټولنیزو رسنیو کې خپاره کړي یا له رسنیو سره مرکې وکړي.))
د مکتوب د لیکلي امر له مخې د کورنیو چارو وزارت چارواکي نشي کولی د تفتیش، د جرمي قضیو تحقیقاتو ، لاسته راوړنو، د جرمونو پر وړاندې د عملیاتو اړوند له رسنیو سره مصاحبې وکړي.
د دې وزارت سرپرست مسعود اندرابي ویلي، چې وزارت به د ملي پولیسو ټول معلومات او لاسته راوړنې به د اطلاعاتو د رسنیو لاسرسي قانون د لارښوونو په اسلس شریکوي.
ښاغلي اندرابي زیاته کړه چې د وزارت ټول چارواکي مکلف دي چې د فرمان اطاعت وکړي او د سرغړونو په صورت کې به محاکمه شي.
ښه اقدام دی ځکه د خارجه چارو مخکینی ویاند چی خپلو ملی ګټو ته فکر وکړی د عبدالله په امر د پاکستان د سفیر او عبدالله د ناستی په اړه او همدارنګه سولی په اړه نظر وړاندی چی بیا بیچاره له دندی هم لیری شو
نو لازمه ده چی رسانیو سره زیاتره ملی محرم معلومات او اسناد خوندی وساتل شی او زیاتره خبری او معلومات رسانیز نشی
ځکه ځینی رسانی ملی ګټی ته درناوی نه کوی او د خارجیانو لپاره کار کوی لکه طلوع نیوز یا آریانا نیوز یا داسی نوری رسانی چی له ملی ګټو څخه ورته شخصی او سمتی ګټی مهمی دی
او زیاتره رسانی د ولس او سیاسیون د نفاق او جنګ اچونی لپاره کار کوی
چی ټول هیوادوال یی پیژنی