مسعود اندرابي

تاند- د افغانستان د ملي امنیت سرپرست نن /دوشنبه/ ولسي جرګې ته وویل، وسله وال طالبان به د پاکستان په بشپړ ملاتړ په سږني دوبي کې هم تاوتریخوالي ته دوام ورکړي.

ولسي جرګې د هیواد د امنیتي وضعیت په اړه د امنیتي اورګانونو چارواکي د استجواب لپاره خپلې غونډې ته وربللي وو.

مخکې تر دې چې امنیتي چارواکي د ولسي جرګې تالار ته ورسېږي، د ملي شورا پر ودانۍ یو راکټ ولګېد او څو نور یې پر شاوخوا ولګېدل.

د ملي امنیت سرپرست مسعود اندرابي وویل، د پاکستان پوځ او استخبارات د طالبانو بشپړ ملاتړ کوي او هغوی هڅوي چې د تشدد په زیاتولو سره د افغانستان نورې سیمې لاندې کړي.

اندرابي همداراز وویل:« دښمنان تېر کال زیات هیله من ول او ګومان یې کاوه چې ډېرې سیمې به ونیسي او په دې توګه به خپل سیاسي مشروعیت ډېر کړي.»

د ملي امنیت سرپرست ادعا وکړه چې افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو حملې ناکامې کړې او هغوی یې پرېنښودل چې ستراتیژیک بری ترلاسه کړي.

افغان چارواکو له یوې مودې راهیسي، په تېره بیا د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین له څلور اړخیزو غونډو را په دې خوا له طالبانو سره د پاکستان د ملاتړ موضوع نه یادوله خو اوس داسي ښکاري چې د طالبانو په وړاندې د پاکستان په دریځ کې بدلون ته نهیلي شوي وي.

One thought on “اندرابي: پاکستان طالبان د جګړې تېزولو ته هڅوي”
  1. صرف خبری دررسیدلی دی هغوی یه چی زیاتوی تاسی یه 2برابری کری افغانستان ته الله پاک خه مو قع ورکری دا خو چی استفادا تر وکری بلوچان سپورت کری پشتانه خدا افغانستان ته در ارولی دی تو لو نه باید د پاکستان په مقابل کی استفادا وکی لکه پاکستان یه چی له افغانانو نه کوی الله مو تبا که دا وخت د خبر و ندا د کار دا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *