د اندونو شریکول، د همکاریو د زیاتوالي او نوښت د پنځولو تر ټولو غوره او ښه لاره ده. د پیاوړو مدیرانو تر ټولو ښه ځانګړنه دا ده، چې د خپلو کارکوونکو خبرو ته په ډېر دقت غوږ نیسي. پیاوړي مدیران ټينګار کوي، چې که غواړی کار و بار مو پراختیا ومومي، نو د خپلو مامورینو خبرو او سپارښتنو ته ارزښت ورکړئ. مدیران باید د خپلو کارکوونکو لپاره داسې چاپېریال برابر کړي، چې دوی په ازادانه ډول وکړای شي خپل نظرونه وړاندې کړي.
د نظرونو د شريکولو په غونډه کې د ګډونوالو شمېر باید له اوو زیات او له څلورو کم نه وي، څو وکړای شی خپل نظرونه سره شریک کړي. که یې شمېر له څلورو کم وي، دلته بیا د اندونو په شریکولو کې دا ستونزه پیدا کېږي، چې د لږو افکارو له ډلې د يوه غوره کول يو څه ستونزمن وي.
د نظرياتو د شريکولو لپاره د غونډې وخت باید له ۱۵ تر ۴۵ دقیقو پورې وي، خو ۳۰ دقیقې هم د مشورې کولو او نظر شریکولو لپاره مناسب وخت دی. هڅه دې وشي چې په ټاکلي وخت کې غونډه پای ته ورسېږي. که غونډه له ټاکلي وخت څخه ډېره وغځول شي، بیا هم ځینې ستونزې را ولاړولای شي، ځکه د ډېرو نظرونو له منځه بيا د يوه غوره کول ستونزمن کار دی.