د افغانستان او اندونیزیا ولسمشران

تاند- د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا دیني عالمان به راتلونکې اوونۍ په جاکارتا کې راغونډ شي چې د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو لپاره سوله ییزه حللار ومومي.

دا کنفرانس د مې په یوولسمه د اندونیزیا د ولسمشر جوکو ویدودو په وړاندیز او کوربه توب جوړېږي.

د مارچ په شپږمه نېټه اندونیزیا اعلان وکړ چې د افغانستان او پاکستان دیني عالمان به د مارچ له ۱۵ تر ۱۹ پورې د جاوا ټاپو په بوګور ښار کې راغونډ شي او د افغانستان د اوږدې جګړې د پای ته رسېدو پر لارو چارو به وږغېږي.

اندونیزیايي چارواکو په عین حال کې ویلي و چې ممکن د غونډې نېټه بدله شي.

د اندونیزیا ولسمشر د دې کنفرانس وړاندیز د جنورۍ په میاشت کې د کابل د سفر په مهال کړی و او ویلي یې و چې اندونیزیا د یوه بې پرې هیواد په توګه کېدای شي د افغانستان په سوله کې مثبت رول ولوبوي.

وسله والو طالبانو تېره میاشت په دې کنفرانس کې د خپلو استازو ګډون رد کړ.

د دې ترڅنګ سعودي عربستان هم د افغانستان د جګړې د نارواوالي په اړه د اسلام د دیني عالمانو د یوې غونډې د جوړولو اراده لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *