تاند- د افغانستان کرکټ بورډ نن انډي مولز د ملي ټیم نوی روزونکي یا کوچ اعلان کړ.
مولز به د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام ته د افغانستان د ملي ټیم په چمتو کولو کې مهم رول ولوبوي.
نوموړی وروسته له دې د افغانستان د ملي ټیم روزونکی وګومارل شو چې پخواني کوچ کبیر خان روانه اوونۍ استعفا وکړه او رسنیو ته یې وویل چې دې دندې له خپلې کورنۍ ډېر لېري کړی و او نور غواړي چې له خپلې کورنۍ سره واوسي.
اندي مولز نن په کابل کې وویل:«په دې ډېر هیجاني یم چې د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم د روزونکي رول په غاړه اخلم. د افغانستان کرکټ بورډ خورا مستعد لوبغاړي لري، هیله لرم چې له دوی سره د کار کولو چلینج ته اوږه ورکړای شم او د دوی د وړتیا په زیاتولو کې مرسته وکړای شم.»
مولز پخوا د انګلیستان د وارویکشایر، او د جنوبي افریقا د ګریکوالنډ ویسټ د لومړۍ درجې کرکټ لوبغاړی و.
ده له کله چې د لوبغاړي په توګه لوبه پرې ایښې یا تقاعد شوی د روزونکي په حیث کار کړی. په ۳۰۰۳ میلادي کال د د کینیا کوچ و، په ۲۰۰۵ میلادي کال د سکاټلنډ او په ۲۰۰۸ میلادي کال د نیوزیلنډ روزونکی و.
د افغانستان د کرکټ بورډ له یوې خبرپاڼې سره سم، د افغانستان د کرکټ بورډ اجرايي رييس ډاکتر نور محمد مراد د نوي روزونکي اندي مولز د اعلانولو په مهال وویل:«ځینو رسنیو د کبیرخان استعفا یو شاتګ او د افغانستان کرکټ ته یو لوی ګوزار بللی دی. خو موږ ته داسي نه ښکاري. کوږ ته د خپل ملي ټیم او په مجموع کې د افغانستان د کرکټ د نورې ودې لپاره یو نوی فرصت برېښي.»
ده همداراز وویل:« کبیر خان د ډېرې مودې لپاره زموږ له لوبغاړو سره خپل مهارتونه شریک کړل، اندي مولز به نور او متفاوت مهارتونه وروښيي.»
ښاغلی مولز به په راتلونکو دوو- درو ورځو کې کابل ته راورسېږي او کار به پیل کړي.
افغان لوبغاړي په داسي حال کې چې د کبیرخان همکارۍ نه هېروي اندي مولز ته هرکلی وايي.
کبیرخان د افغانستان له ټیم سره لویه مرسته وکړه او دا ټیم یې د نړۍ له لومړۍ درجه ټیمونو سره د مسابقو سیال کړ.