انډي پیک د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې سره د توپ اچونې په برخه کې د روزونکي په توګه په دنده وګومارل شو
د توپوهنې، توپ نیونې او فزیکي پیاوړتیا سربیره د افغانستان کرکټ بورډ ادارې په نړیوال جام کې د ملي لوبډلې هر سپورتي اړخ ته د ودې ورکولو په موخه د انګلستان پخوانی لوبغاړی، د انګلیستان نولس کلنې لوبډلې او د کاناډا ملي لوبډلې پخوانی روزونکی انډي پیک له افغان ملي لوبډلې سره د توپ اچونې په برخه کې د روزونکي په توګه په دنده وګوماره.
انډي پیک چې ښی مټی تیز توپ اچونکی او چپ لاسی توپوهونکی دی، په ۱۹۵ لومړۍ درجې سیالیو کې لوبیدلی دی او د روزونکي په توګه یوه اوږده مسلکي مخینه لري. نوموړی به د سکاټلنډ او ایرلنډ ملي لوبډلو پر وړاندې د یو ورځینیو نړیوالو سیالیو په ترڅ کې له افغان ملي لوبډلې سره خپل روزنیز سفر پیلوی.
د کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش د توپ اچونې په برخه کې د نوي روزونکي په دنده ګومارل یوه ستره لاسته راوړنه بولي او وایي چې د انډي پیک شتون به د نړیوال جام په لور د ملي لوبډلې په مزل کې د پیاوړي مورال رنګونه سیوا کړي.
د کرکټ بورډ اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزی وایي چې، زموږ هڅه د ملي لوبډلې لپاره د ډیرو اسانتیاو چمتو کول دي. موږ به هڅه کوو تر څو په نړیوال جام کې د ملي لوبغاړو بشپړ چمتووالي لپاره هر ډول نوي امکانات پلي کړو.
زما په نظر دا به د کرکټ لپاره یو غوره ګام وی ترڅو زمونږ ملی لوبډله کولای شی په مسلکی ډول توپوهنه زده کړي ، ددوی د لا بریاوو په هیله یو