په موټر کې له کېناستو سره سم مې ټول ناست کسان له نظره تېر کړل، ټول د کابل مساپر وو او په سترګو کې یې وېره وه، چې څنګه به له کندهاره تر کابله ځانونه روغ ورسوي . څوکۍ ورو ورو ډکېدلې او زما له ورتګ سره نور څوک نه وو پاتې او موټر ډک شو.
په تندي مې راماتې خولې وچې کړې او څنګ ته مې وکتل ، یود پاخه عمر سړی یوه مېرمن او یوه ځوانه نجلۍ سره نږدې ناست وو، په ما کې یې سترګې ګڼډلې وې ، زر مې مخ ترې راوګرځاوه او هنداره مې له جیبه راویسته په کې ومې کتل ،سم منظم ښکارېدم ، ویښته مې پاک وو ، ږیره مې تا زه ماشین کړې وه اوبل داسې څه مې په څېره کې نه ښکارېدل چې دوی ته دې عجیبه وي
غلی کښناستم او د څنګ ملګري سره مې ستړي مه شي وکړل ، هغه هم لکه چې ستړی او ورخطا و، خوله یې جینګه کړه او په اشاره یې ځواب راکړ شېبه وروسته مو سفر پیل شو ، استاد رانارې کړې
یوه دوا (دعا ) د خیر!
د ټولو شونډې وخوځېدې او په مخ يې لاسونه راتېر کړل ، خو زما په شمول د ټولو په زړونو کې بياهم وېره وه او له دې ځایه وړاندې مو هغه سیمې او لارې په سترګو کې ګرځېدې چې وسله وال په کې د موټرونو مخ ته درېږي او د سرک غاړو ته اوښتي پوځي او ملکي موټر پراته وي ، موټر مو روان شو، بیا مې څنګ ته وکتل
د څنګ نجلۍ همغسې راپه کې سترګې خښې کړې وې، دعا هم ترېنه هېره وه او زه پوهېدم چې ترڅنګ ناستې ښځې ته زما په اړه په یوه ساه څه وايي ، شېبه په شېبه پوهېدم چې د خبرو موضوع یې زه یم ، بیا مې سوچ وکړ چې د راتلو په وخت مې کوم داسې حرکت نه وي کړی، چې دوی ته بل ډول وي .
موټروان سندره چالانه کړه ، دوطن په اړه کومه وطني سندره وه او ګڼو ناستو کسانو ورته سترګې پټې کړې ، زماسترګې هم سره ورغلې، خو کله به مې چې سترګې وغړولې نو ناستې نجلۍ به زما په لور راکتل او چې سترګې به مې ورسره مخامخ شوې، نو بل خوا به یې وکتل او ترڅنګ د ناستې ښځې سره به یې خبرې پیل کړې، چې په څېره یې د ژور خپګان نښې له ورایه ښکارېدې .
زما اندیښنه هم شېبه په شېبه زیاتېده او کله کله به مې په زړه کې یو ډول خواږه ټکانونه حس کړل ، نجلۍ پېغله او ښکلې معلومېده خو په سترګو کې یې د ویر او درد کرښې روښانه ښکارېدې ، کله کله به مې زړه راغونډ کړ چې څه ورته ووایم او هغه خبره چې دایې نه شي راته کړلی زه به یې ورته وکړم ،خو د ناستو خلکو په وړاندې دې خبرې هم پوره زړه غوښت ، ترڅنګ يې د ناستې ښحې او سړي په شتون کې بيخي يو تش خيال و.
نور نو په یو ډول خوږو خیالونو کې خوب وړی وم ، په غزني کې يو ځل ودرېدو خو زه کوز نه شوم اوهمغسې خوب وړى غوندې وم، ډېر زر مو حرکت وکړ، یو وخت شور ماشور راویښ کړم ، موټر په اډه کې ولاړ وو او مساپر ترې کوزېدل، زه هم پاڅېدم که ګورم نجلۍ بیاهم همغسې ماته ګوري له اډې نه د کوټه سنګي په خوا په څنګ روانه ده ، زړه مې درد وکړ او ځان راته په دې ملامت ښکاره شو، چې ولې اوده شوی وم ، شاید تر اوسه خو مې ورسره کومه خبره کړې وه او یا به خپله هغې دخپل زړه خبره راته کړله .
بیک مې اوچت کړ او پسې کتل مې دښکلو سترګو انځور یې زما په زړه پاتې شو غوښتل مې پسې ورشم او ددې کتو ورته ووایم ، قدمونه مې ګړندي کړل ، خو یو چا مې په اوږه لاس کېښود ، ورو مې کتل ګورم، چې همغه د پاخه عمر سړی چې د نجلۍ څنګ ته ناست وو، زما شاته ولاړ دی ، په تندي یې لاس راکېښود او د زړه له زوره یو څه موسک شو ، خبره یې وکړه .
بچیه ! زما د لور د هغې دمور په بار بار کتو به ته په تشویش کې کړی وې ، ملامت هم نه یې ، وخت خراب دی، هغه وړاندې مې مېرمن او ځوانه مې لورکۍ ده . تېره سه شنبه مې خپل یوازینۍ زلمی زوی سلیم جان دکندهار په ځانمرګي برید کې شهيد شو، د هغه څېره کټ مټ تاغوندې وه ، زره فرق یې هم درسره نه و.
لورجانې مې چې ته ولیدې په لومړي ځل لیدو حیرانه شوه ویل یې ورورجان مې راغی ، موږ هم حیران وو، خو هغه اوس نه شته په کندهار کې مو په خپله هدیره کې خښ کړ اوس بېرته کابل ته ځو، هیله ده چې زموږ له دې بار بار کتونه خپه شوی نه وی ، لورکۍ مې هره شېبه پسې ژاړي ، دسلیم جان مور ویل چې ستا اندیښنه لرې کړم او بل فکر ونه کړې. په زړه مې یخې اوبه تویې شوې او بیک مې اوږې ته کړ.