تاند- په ایټالیا کې ساینسپوهانو د کړکیو لپاره داسي شیشې جوړې کړي چې د لمر انرژي زېرمه کوي.

دا شیشې د ایټالیا د لاس الموس د ملي لابراتوار او د میلانوبیکوکو پوهنتون څېړونکو په ګډه جوړې کړي دي.

دوی د دغو شیشو په جوړولو کې د کوانتومي ټکو یا نقطو له خواصو کار اخیستی دی.

کوانتومي ټکي هغه نیمه هادي ذرې دي چې نور یا رڼا د څپې په یوه مشخص اوږدوالي کې جذب او بېرته نشر کړي. دا شی د دې ټکنالوژۍ اساس دی چې په هغې کې د لمر وړانګې د کوانتومي ټکو په وسیله په نورو وړانګو بدلېږي او دا ټکي پر شیشې خپرېږي.

کله چې د لمر وړانګې بیا خپرېږي، د اورسۍ په کونجونو کې جذب او زخیره کېږي او هاله په انرژۍ بدلېږي.

که څه هم تراوسه پوري څرګنده نه ده چې دا ټکنالوژي به کله عام کېږي خو له لمریزې انرژۍ څخه، چې یې ضرره او ارزانه ده، د استفادې لور ته یو بل ګام ګڼل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *