تاند- اوسنیو انسانانو یا مدرنو انسانانو له نن څخه ۴۵ زره کاله پخوا له خپلو تربورونو سره په منګولیا کې وکتل.

د یو شمېر لرغونپوهانو له لوري په منګولیا کې له موندل شویو ډبرینو لوښو او وسایلو څرګندېږي چې اوسني انسانان ۴۵ زره کاله پخوا د اسیا خاورې ته رسېدلي او دا تر هغه څه چې پخوا اټکل کېده ۱۰ زره کاله پخوانی وخت دی.

د ساینس ډیلي ورځپاڼې د راپور له مخې، د امریکا د کلیفورنیا پوهنتون د لرغونپوهنې اسیستانت او د دې څېړنې یوه لیکوال نیکولای زوینس ویلي چې احتمالاً اوسنیو انسانانو د لومړي ځل لپاره خپل حیرانوونکي تربورونه، یعني دنیسووانان په اوسنۍ منګولیا کې لیدلي دي.

دنیسووانانو له اوسنیو انسانانو سره توپیر درلود خو نسل یې ډېر کلونه پخوا له منځه تللی دی.

د دې ډول انسانانو په اړه ډېر معلومات نشته او یوازې د هغوی په اړه دا ویل کېږي چې دوه غاښونه او یوه کوچنۍ ګوته یې لرله.

ښاغلي زوینس د سایبریا او د منګولیا د شمال ترمنځ د هانګای د غرونو په شمال کې د کیندنو مشري په غاړه لرله.

د دوی کیندنو، چې په ۲۱۱ م کال پیل شوې وې، تر ۲۰۱۶ پورې دوام وکړ او په لړ کې یې د پخوانیو انسانانو په لاس د جوړو شویو وسیلو زرګونه نښې او نمونې وموندل شوې.

لرغونپوهان وايي، له دې داسې ښکاري چې اوسنیو انسانانو په تیت پرک ډ‌ول په درسته سیمه کې ژوند کاوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *