د بشر په تاريخ کې ډېر لږ داسې پېښ شوي چې سياست د انسانيت لپاره وسيله شي، هر وخت سياستوالو انسانيت د سياست لپاره وسيله کړی او ځان يې مقام ته پرې رسولی دی.

سياستوال د ټولنې لپاره مخکې له مقامه او وروسته له مقامه دومره توپير کوي چې انسان يې اټکل هم نه شي کولی.

نه پوهېږم چې د سياستوالو دا غولونکی عادت انساني خاصه وبولم، که انساني حرص چې ځينې يې کابو کولی شي او ځينې يې نه شي کابو کولی.

‌ډېر کلونه وشول چې زه د (انګ سان سو چي) له نامه او افکارو سره اشنا يم، په ډېرو مسايلو کې چې د انسانيت او انساني حقوقو د تر لاسه کولو لپاره چا مبارزې کړي، ما د دې مېرمنې مثال ورکړی دی.

ځکه دا هغه څوک وه چې په برما ( ميانمار) کې د ولسواکۍ لپاره کلکه وردرېده او ځان يې د ( مهاتما ګاندي) د افکارو لاروۍ بللو.

په ١٩٨٨ کال په بهر کې له زده کړو او يو شمېر دندو وروسته برما ته په دې نيت ستنه شوه، چې د ميانمار د نظامي حکومت پر وړاندې د ولسواکۍ غوښتونکو ډلو ملا وتړي.

( انګ سان سو چي) به د ګاندي له فلسفې څخه په تاثر د ولسي مبارزې شعار ورکولو، يعنې له تاوتريخوالي پرته د حقوقو مطالبه يې کوله، په هېڅ حالت کې يې د انسان د وينې بهېدو ته غاړه نه ايښوده. د ( ولسواکۍ لپاره د ملي يووالي) تر شعار لاندې خوځښت يې تاسيس کړ چې په دې کې ټول د برما مېشتي عقليتونه ورسره يو ځای شول، خو د دولت له خوا د دوى خوځښتونه غير قانوني وبلل شول او په ١٩٨٩ زيږديز کال يې ( انګ سان سو چي) په خپل کور کې نظربنده کړه.

په ١٩٩٠ زيږديز کال د ميانمار دولت د پارلماني ټاکنو لپاره زمينه برابره چې د ( انګ سان سو چي) ډلې د همدې ولسونو په مټ په کې اتيا سلنه رايې وګټلې او دا يې د هېواد لومړۍ وزيره کړه، خو پوځ بيا مداخله وکړه، ملکي دولت يې ړنګ کړ او سو چي همداسې په خپل کور کې نظربنده وساتل شوه.

( انګ سان سو چي) ته په ١٩٩١ د اکتوبر په څوارلسمه د يوې بشرپالې او د استبداد پر ضد د مبارزې په توګه د نوبل د سولې نړيواله جايزه ورکړل شوه.

کله چې ( انګ سان سو چي) په کور کې نظر بنده شوه، مېړه يې له هېواده بهر و؛ مېړ ته يې د برما دولت اجازه ور نه کړه چې هېواد ته لاړ شي او له خپلې مېرمنې سره يو ځاى ژوند وکړي، خو دولت بيا بيا تاکيد کولو چې که سو چي خپل مېړه ته ورځي دوى به ورته اجازه ورکړي، دا کار سو چي نه کولو او خپلو پلويانو ته به يې ويل چې که چېرې يو ځل له هېواده وځم بيا دا مستبد دولت اجازه نه راکوي چې بېرته راستنه شم او د خپلو مظلومو خلکو تر څنګ د ظالم په مقابل کې ودريږم؛ په ١٩٩٩ کال د سوچي مېړه مړ شو، خو له سو چي سره يې ونه ليدل.

په ٢٠١٠ کال د نومبر په مياشت کې د ميانمار حکومت د ( انګ سان سو چي) نظر بندي ختمه کړه او اجازه يې ورکړه چې په ازاد ډول وګرځي.

نن انګ سانګ سوچي د ميانمار دوه فکټوري رئيسه بلل کېږي، ځکه له يوې خوا د حاکم ګوند مشره ده، له بلې خوا د دولت لومړۍ مشاوره ده، يعنې د دوی په سيستم کې له دې لوړ پوست نه شته، خو د دوی په هېواد کې لږکي روهنګيا مسلمانان په ډېر وحشي ډول په دې جرم وژل کېږي، کورنه يې سوځول کېږي چې دوی مسلمانان دي، حتا برما پوځ له بودايي اروپکو او ترهګرو ترڅنګ ولاړ دی او غواړي دا فرقه د ټولوژنې له لارې ختمه کړي، خو ( سو چي) ورته سپينې سترګې ناسته ده.

نن چې په مقام کې ده او نه غواړي چې مقام يې د لاسه لاړ شي، نه د ګاندي فلسفه يادوي او نه د مظلوم شور او فرياد اوري.

دا يوازې سوچي نه ده، بلکې ملګري ملتونه، امريکا، اروپا او نور هغه ځواکمن چې د يوه انسان په وژنه نظامونه نسکوري او د يوه انسان په وژنه خلک نړيوالو محکمو ته راولي او په نړۍ کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم ملياردونه پيسې مصرفوي، هغه هم غلي ناست دي.

داسې ښکاري چې په ننني عصر کې انسانيت د سياست لپاره کېږي نه سياست د انسانيت لپاره.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *