عکاس: کولای شم، یو عکس درڅخه واخلم؟
ماشومه: نو به څه وشي؟
عکاس: چي خلګ وویني په څومره تکلیف او څومره کم عمر په دې شنه یخ کې ناسته یې او جورابې خرڅوې…
ماشومه: ایا کولای شې مرسته مې وکړې؟!
عکاس: څرنګه مرسته؟!
ماشومه: ماښام نژدې شوی دی، کور مې ازاد دی، که چیرته مې تر یو ځایه پخپل موټر کې ورسوې…؟!
عکاس ژر یو عکس ورڅخه واخیست او په تلوار روان شو: وبخښه اوس ډیره بیړه لرم، کارونه مې دي…
……….
هر څوک کولای شي چي د انسانیت د عوه وکړي، خو هرڅوک نه شي انسان کیدلی.
عکاس له یوې ماشومې څخه چې په سخته یخني او باران کې یې د سرک په غاړه جورابې خرڅولې یو تصویر واخیست… دا تصویر د کال تر ټولو غوره تصویر وګڼل شو، او د کال د غوره تصویر جایزه یې واخیسته… د دې تصویر په اړه یو کتاب ولیکل شو… د کتاب لیکوال د غوره لیکوال جایزه وګټله… کتاب څخه فلم جوړ شو او فلم هم تر ټولو زیات لیدونکې پیدا کړل… د دې عاطفي او احساس پارونکی انځور وړاندي کوونکو هر یوه بیله بیله جایزه او مډالونه وګټل… خو هغه ماشومه اوس هم د سرک په غاړه جورابې خرڅوي.
ژباړه:حمدالله حلمیار

One thought on “انسانیت لوی شی دی/ ژباړه:حمدالله حلمیار”
  1. رښتیا هم انسانیت لوی شی دی.زموږ کورنی،ګاونډی او بهرنی د انسان په شکل کی موجودات هغه کارونه کوی چه د سوچه انسانیت په تاریخ کی سابقه نلری، حال دا چه مظلوم او محتاج انسان حق لری او یا دا چه نور مسؤلیت لری د هغی لاسنیوی وکړی او د انسانی خواخوږی تقاضا هم همدا ده چه د خپل همنوع سره خواخوږی وکړی .
    خو نن ورځ دساینس او علومو پرمختګ سره سره هر څه په معیار د مادیت او شخصی ګټو تلل کیږی او د انسانیت او سړیتوب معیارونه مخ په هیریدو دی نو ځکه مظلوم او محتاج ته څوک پام نکوی شفقت ،انسانی ورورولی او نور د سړیتوب صفات ډیر کم او یا نه تر سترګو کیږی ، امکانات او صلاحیت نه زموږ کورنی ، ګاونډی او نړیوال ښکرورغلطه ګټه اخلی د مثال په ډول کلشنکوف د دی پر ځای چه د خلکو امنیت او عزت پری وساتل شی د بد امنی او بی عزتی لپاره کارول کیږی چه یو غیر انسانی عمل دی نو هر کله چه امکانات او صلاحیت نااهلو او د سړیتوب نه سپکو ته ورکړ شی تیری ،وحشت او بد امنی ګراف به صعودی وی چه دا نقیصه په کوردننه ، ګاونډ او نړی کی غالبه ده او ځکه نړی او مظلوم ولسونو ته اور بل دی نو ځکه د حلمیار صاحب خبره انسانیت او سړیتوب لوی شی دی او که د نړیوالو کار او اداره د سړو په لاس کی وی د بشریت ژوند به آرام او سکون ولری.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *