ټول انسانان د خداى ج مخلوقات دي او دوى ټول يو شان د الله ج بنده ګان دي او ګرد سره يو پر بل مساوي حقوق لري. په ځانګري ډول هر انسان د خپل عزت څښتن دى، که يې له چا سره ښه وکړل ښه به ويني او که يې بد وکړل بد به ويني. په پښتو کې کې متل دى، ښه وکړه اوبو ته يې واچوه اوبه يې نه وړي. همداسې د حضرت محمد ص وينا ده: په انسانانو کې تور پر سپين، سپين پر تور، عرب پر عجم او عجم پر عرب فضيلت نه لري مګر په تقوا سره. ښه او غوره انسان هغه دى چې پرهېزګار، د ښو اخلاقو څښتن، له بدو لرې او نورو ته يې د زيان پرځاى ګټه ورسوي څرنګه چې ټول انسانان په يوه ګډ چاپېريال کې ژوند کوي او د ژوند چارې پر مخ بيايي، نو دوى بايد د ژوندانه په ټولو چارو کې يو له بل سره مرستندوى واوسي او يو د بل په حال او احوالو سره خبر سي، لکه چې وايي، له يو لاس نه ټک نه خيژي. مانا دا چې په يوازېتوب سره هېڅ کار او کړه وړه پر مخ نه ځي او نه سرته رسيږي. هر څوک په کار کې يو بل ته اړتيا لري او د ژوند په ستونزو او کړاوونو کې يو له بل سره خوا خوږي ښيي، مثلا : که څوک اقتصادي ستونزې او يا ناروغي ولري، نو لازمه ده چې په داسې حالاتو کې لاس ورکړو او هغه سره د خپل توان په کچې مرسته وکړو. په همدې ډول موږ هم له ورته پېښوسره مخ کېږو او د دوستانو مرستې ته اړ کېږو، دا ټولې مرستې هر سړى د خپلې مرستې هر کس د خپلې وسې په اندازه له يو بل سره کوي. خو دا شرط نه دى چې سړى دې ناروغيو او اقتصادي ستونزو په وخت کې مرسته وکوي بلکې مرسته حد او حدود نه لري؛ کېداى شي يو څوک په فکري، روحي، ښوونې او روزنې اړوند يو چاته سمه لار وښيي، ستونزې يې له منځه يوسي او د ژوندانه نورې اړتياوې، نيمکړتياوې يې ور پوره کړي.
په دې ډول په ګاونډيتوب کې د خپلې وسې په کچه يو د بل له احوالو څخه ځان خبرول او مرسته کول او په ټولنيز ژوند کې د اقتصادي ستونزو حلول او سمې لارښوونې ډېرې د ارزښت وړ دي. څنګه چې موږ انسانان يو او د انسانيت دنده داده چې د نړۍ له ټولو انسانانو سره مينه او نژدې اړيکې ولرو او له دوى سره اجتماعي ژوند کې اقتصادي، فرهنګي او سياسي روابط ټنګ وساتو او ټول فعاليتونه بايد په انساني او اسلامي اصولو باندې ولاړ او انساني اړيکو ته پراختيا ورکړو.
زموږ په دې جنګ ځپلي هېواد کې له انسان او انسانيت نه نيولې بيا تر کلتور، فرهنګ، اسلامي ارزښتونو، اقتصادي او هرڅه رانه اخستل سوي دي. موږ په ډول ډول روحي، عصبي ستونزو باندې اخته يو، نو په دې وخت کې زيات وکړي سمې لارښوونې ته اړتيا لري او هغوى ته که نور څه نه شو ور کولاى، يو سمه لارښوونه او د زړه ډاډ خو ور کولاى شو، يعنې دوى سره بايد خواخوږي وکړو، غم شريکي وکړو او داسې چلند ور سره وکړو چې د هغوى په زخمونو د مرهم پټۍ کېږدو ، نه دا چې په زخمونو يې مالګه و دوړوو.