انسان د ضدینو مجموعه ده او د انسان د ژوند ټول واک د الله تعالی سره دی، که د ده خوښه وي او که نه وي، دې متقابلو شیانو سره به وخت تيروي.
که په نړۍ کې لومړنی انسان ادم علیه السلام نه وای، نو بي بي حوا به نه وه، ځکه چې حوا بي بي د ادم علیه السلام له پښتیو پیدا شوه، که بي بي هوا نه وای، نو نن به د نړۍ انسانان نه وه.
که زما والدین «مور و پلار» نه وای، نو نن به زه نه وای، خو که زه او زما د ژوند ملګرې نه وای، نو زموږ کورنۍ«ماشومان» به نه وه.
که په یوې ټولنې کې نارینه انسانان د ملا د تیر حیثت لري، نو همدا تیر د مور په رحم کې جوړیږي، همدا مور دا تير په پښو ودروي او تربیه یې کوي، نو په همدې اساس په قران کریم او نبوي احادیثو کې د ښځو د حقوقو په تړاو زښتې ډېرې خبرې راغلي دي. نن که نارینه په ښځو ظلم کوي او دوی ته خپل حق نه ورکوي، پوه دې شي، چې ترڅو د یوې ټولنې ښځینه قشر د ښوونې او رزونې پر ګاڼه سمبال نه شي، شونې نه ده، چې په ټولنه کې د ښوونې او روزنې کچه لوړه شي او په ټولنې کې ښه انسانان ډېر شي.
په کورنۍ کې اولادونه له ښځو پيدا کېږي. د نطفې ټاکلو ورځې«د پلاسنټا» له لارې د مور په خوړلو تغذیه کېږي او زیات و کم نهه میاشتې د مور په رحم کې وي. د مور ډېر کړه وړه اولاد ته په ارث کې پاتې کېږي، نو یوه هوښیاره مور د یوې ښې کورنۍ نماینده ګي کولای شي.
چنګیز او هلاکو د میندو نه پیدا شوي وه او همدارنګه ابو علي سینا بلخي او مولانا جلال الدین محمد بلخي هم له میندو پيدا شوي. په ټولیز ډول د دوی په شخصیت جوړونه کې مور و پلار او په ځانګړي ډول مور اساسي نقش درلود، نو د نړۍ انسانان دې په دې پوه شي، چې ټول ضدین د انسانانو د ګټې لپاره دي او په دې کې لوی حکمتونه پراته دي.
کله چې انسان د ځان پېژندنې په مفهوم پوه شي، نو بیا پوهیږي چې دی د اضدادو سره وخت تیروي او دغه ضدین د ده په خیر دي. کله چې انسان په دې پوه شي چې ضدین د ده په ګټه دي نو دغه د خودي(ځان پېژندنې) لویوالی دی.
د ژوند او مرګ د فلسفې په بیان کې انجام و اغاز، هست و نست او بودي و نابودي ضدین دي.
د ژوند سره مرګ تړلی دی. د ژوند سره، رڼا او تیاره، ګل او اغزي شته. د انسان مرګ د انسان د زېږېدلو د لومړۍ ورځې د هغه سره یو ځای پیدا کیږي او هرساکښ به یوه ورځ له مینځه ځي او مړ کېږي به. که یو انسان هر څومره قوي، عالم، فاضل او مالدار وي، بیا هم مړ کېږي. مرګ په حقیقت کې د انسان ژوند دی، انسان باید خپل مرګ ته خفه نه شي، ځکه د انسان ژوند وروسته له مرګه پیلېږي.که انسان دیندار وي او د الله تعالی په لورینې او پیرزوینې د جنت دروازې یې پر مخ خلاصې شي، نو ژوند بیا هلته ژوند دی، نه دې دنیا کې.کله چې خزان د پسـرلي ګلونه ورژوي، پسـرلی ورته وايي: ته ما وژلی نه شې، دا مرګ مې د نوي ژوند زیری دی، نو د مرګ نه پس ژوند پیلېږي. که په ژوند کې اضداد نه وي، وخت به په انسان نه تېریده، ژوند به بې خونده وه.
ځینې خلک وايي، کاشکې ځواني وای، دوی داسې فکر کوي، چې زړښت د ځواني پای دی، مرګ ته نږدې کېدل دي، بیا هم دوی فکر کوي چې مرګ نابودي او نست کېدل دي، چې حقیقت داسې نه ده، مرګ بودي او هستي ده.
د ځوانۍ په قدر زوړ پوهيږي، د خوشحالۍ احساس هغه څوک کولای شي، چې ډېر خفګانونه يې ليدلي وي، د صحت په قدر مريض پوهيږي، خو بيا هم د انسان د ژوند هره دوره بېل خوند لري او انسان بايد د ژوند په هر پړاو کې خوشحال وي. کله چې يوه ميوه داره ونه ګل وکړي، ښه ښکاري او ګلانو ته يې ټول ګوري، د همدې ونې شنه ميوه بېل خوند او پښه ميوه جدا خوند لري.
که چېرې يو کس ټول عمر ځوان وي، اولادونه يې پيدا، ځوانان، سپين ږيري او مړه شي او دی ځوان وي، د داسې ژوند نه خوند نه شي اخيستلای.
د کال له څلورو فصلونو انسانان، حيوانات او نباتات ګټې اخلي. که چېرې ژمی نه وای، بارانونه به نه وه، سيندونه او نهرونه به وچ وو او للمې به بې حاصله وې. غرونه او درې به ښکلې او شنې نه وې او ټول به وچ ډاګ وو. که چېرې اوړی او ګرمي نه وای، ميوې به نه پخيدې، ټولې غلې دانې به خامې وې، نو د هر پړاو په تېرېدو او ختميدو کې د بل پړاو د پيدایښت څرک ليدل کېږي.
کوچنی وم، ځوان شوم، په سر کې مې سپين ولږید او بلاخره مړ کېږم، خو ښه ده چې ټول عمر ځوان پاتې نه شوم!
په تقدیر ایمان درلود انسان ته د ژوند کولو هيله ورکوي او د اضدادو فلسفې مفهوم هم دی چې انسان به د متقابلو شیانو سره وخت تېروي او ټول ضدین د انسان د خیر لپاره پیدا شوي دي، چې ښه مثال یې د ژوند او مرګ فلسفه ده. دوی مرګ د انسان هستي، بودي او کامیابي ګڼي او د مسلمان انسان لپاره رښتیا همداسې ده.