پوهنیار سیداصغر هاشمي

انسانه! فکر دی پياوړی کړه، چې د بدن دننني او بهرني حسونه دي سم کارونه وکړي. د ښه فکر پایله ده چې لاسونه دې د خير کارونه کوي، سترګې ګناه نه کوي، په غوږونو غیبت نه اوري، په پخو عبادتځای ته ځي، د نورو درد احساسولی شې او د عواطفو رښتینولي دې ښکاره او خیالات دې سپیڅلي دي. فکراو عقل چې بې لارې شي، ټول بدن خراب کارونه کوي، نو ځکه فکري قوت انسان ته ډېره پياوړتيا ورکوي او دغه قوت د نړۍ له ټولو قوتونو بهتره دی.

که غواړئ چې لوی او نوم وتی انسان په انسانانو کې اوسئ، نو لوی فکر ولرئ او هېڅکله ځان لکه بندي مرغه مه بندي کوئ. هغه چې د نړيوال فکر څښتن دي، ډېر ژر د خلکو زړونه نه شي تسخيرولی او د عوامو په زړونو کې  ځای نشي پيدا کولای او هغه چې ورځنۍ خبرې کوي، ډېر ژر د خلکو لخوا منل کېږي او هېريږي. هغه چې ژر د شهرت خاوند کېږي، ژر له منځه ځي او هغه چې د وخت په تېريدلو نوم پيدا کوي، د هغوی نوم تلپاتې وي.

تيز بارانونه ډېر سيلونه راوړي او ژر تر ژره مځکه خړوبوي، خو دا باران وهلې مځکې ژر وچيږي، په مقابل کې هغه بارانونه چې ورو ورو او دوامداره وريږي، د مځکې تل ته يې نم رسېږي او خطرناک وي.

هو! هغه افتخار چې په سختۍ لاس ته راځي، لزت يې ډېر وي. ډوډۍ او يخې اوبه هغه وږي ته خوند ورکوي، چې په ډېرو تکليفونو يې پيدا کړي وي او ښه ورته وږی او تږی وي، ډوډۍ او اوبه موړ ته خوند نه ورکوي. په ځينو ځايونو کې جسمي او بيروني ښکلا ته ارزښت ورکول کېږي او د بدن د ښکلا په نامه زښت زيات روزنځايونه لري او ډېر ځوانان په ډېرو مصارفو خپل بدنونه جوړوي، چې دې ته بيروني ښکلا وايي، خو دلته ضرورت بل ډول احساسېږي او د بيروني ښکلا نه داخلي ښکلا ته ډېره اړتيا ده، چې  د هغې جملې د فکر ښکلا په نامه ډېر تمرين ځايونو ته ضرورت ليدل کېږي.

که په سلګونو اثار ولولو، لوړ تحصیلي سندونه ولرو، د عمر ډېر کلونه مو تیر شوي وي، خو د خپل علمي فکر څښتن نه اوسو، د فکري تمرین صلاحیت ونه لرو، نو کله به هم کامیاب انسانان نه اوسو.

هر انسان مغز لري، خو د مغز سم پالل دي چې انسان ترې سمه ګټه اخېستلای شي. یو عالم وايي:

«تر بې مغزه انسانه

بې مغزه کدو هم ښه دی

ځکه چې

له بېمغزۍ سره سره

بیا هم

مغزو ته ګټه رسوي»

د ځینو کتابونو پرته د هر کتاب خبرې سمې نه وي او د ځینو پوهانو مبرا د هر پوهان خبره د منلو وړ نه وي، نو ځکه په صنف کې محصلانو ته وایم چې زما ټولې خبرې سمې نه دي او نه د کتابونو، نو له همدې امله کوښښ وکړئ، چې د خپل فکر څښتن اوسئ.

امام غزالي وايي:«چې فکر پوخ شي خبرې کمېږي»، د ده د وینا په تایید د یوې علمي موضوع په اړه لږ لوستل او لیکل او ډېر فکر کول پکار دی. په ځينو کورونو کې والدین خپلو اولادونو ته وايي: د فلاني په شان شه او د بېلګې په ډول د نورو کورنیو ماشومان ورته ښيي، چې دا سم عمل نه دی، د انساني توپيرونو په نظر کې نیولو سره د نړۍ انسانان سره توپير لري، نو پریږده چې ستا د کورنۍ ماشوم په خپل خوښه فکر وکړي او فکر یې و روزل شي.

په نړیوالو ادبیاتو کې هغه کسان کامیاب وو، چې د منفرد فکر څښتن وه او کله هم د نورو په فکرونو پسې تللي نه دي او نه په دې فکر کې دي چې څومره خلک به د ده فکر مني. د ځینو پوهانو په فکرونو او نظرونو رشخند وهل شوی، خو اوس نړیوال پوهان دي او له لاس ته راړونو یې ټولنه ګټه اخلي.

مولانا د فکر تفکر په اړه وايي:«ای برادر تو فقط اندیشه ی ـ ما بقی تو استخوان و ریشه ی» د انسان باطن له ظاهره خورا بهتره دی. د انسانانو حساب په ککرو نه کېږي، بلکې په ککرو کې په مغز کېږي.  د انساني سرمايي پېژندنې نوې شوي دي، نور نو سرشماري نه کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *