دا به مو حتمن کله اورېدلې،چې سپو انسانان داړلې وي،دا کومه نوې خبره نده ،خو دا به مو کله نه وي اورېدلې،چې انسان بل انسان داړلې وي.!؟
خو دلته همداسې وشوه تیره اونۍ په بلخ ولایت کې دبلخ دوالي لخوا دبلخ د ولایتې شورا دیوه غړې سره همداسې وشوه. دتیرې اونۍ تر ټولو توده مسله همدا وه،آصف مومند هغه څوک وه،چې دبلخ دوالي لخوا دبلخ په هوایئ ډګر کې لومړې نیول شوې او تر نیول کېدلو وروسته نوموړې د والي دساتونکو لخوا په سخته بې رحمانه ډول وهل شوې او ډبول شوې.
آصف مومند سره دبلخ دوالي لخوا د شوي چلند کیسه مومند په خپله کوله ،چې دبلخ په هوایئ ډګر کې دده دساتونکو سره لومړې جګړه وکړه ،چې دده دوه ساتونکي هم پکې ووژل شول لدې وروسته نوموړې دبلخ دوالي لخوا نه نامالوم ځای ته وړل کېږي ، او تر سختې شکنجې لاندې نیول کېږي.
دبلخ والي پخپله نومړې وهلې او ډبولې او دده زوې ترېنه د شکنجې پر وخت غوږ خوړلې .په شمال کې سیاسي کړکېچ پداسې حال کې رامنځته کېږي، چې دولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم ته هم پدغه ولایت کې دهغه الوتکې ته دکېناستلو اجازه نه وه ورکړل شوې.
ولسمشر دهغه او دهغه دساتونکو ،چې دایشچې په قضیه کې تورن وه دنیولو امر کړې وه ، ځنو نورو بیا دا پېښه دبلخ دوالي عظا محمد نور په وړاندې یو دسیسه وګنله ، چې ګوندې داسې کومه خبره نه وه هیره دي نه وي چې آصف مومند دبلخ دوالي دشریکوالو نه وه ممکن دغصب، او نورو فسادونو ډېر رازونه یې دده سره وه ، چې بلااخره د آصف مومند سره داړیکو دخړپړتیا په وجه داسې یوه پېښه رامنځته کړې.
دهېواد په شمال کې ورستیو ایتلافونو هم زور اخیستې وه دحکومت هغه ډله ،چې اپوزسیون یې بولې په ایتلاف کې سره راګډ شوې وه ، راځم دې ته چې دا شرم یو نړیوال شرم دې او دبشر دحقوقو یو خلاف کړنه ده نه دیو هېواد او سیمې په کچه، چې یو انسان دې دبل انسان پواسطه داړل کېږي اخر داهر څه دبلخ دوالي په قوت او یا هم په بذدلۍ دلالت کئ؟
ولسمشر د یادې پېښې په اړه هیڅ کوم غبرګون ندې ښودلې آیا ولسمشر به بیا هم دبلخ دوالي سره دجنرال عبدالرشید دوستم غوندې چلند وکړي او که څنګه!؟؟
او کچېرته دبلخ والي دیادې پېښې مجرم وپېژندل شي ، محاکمه به شي کنه؟؟
دابه وخت ثابته کړي په ورته وخت کې دهېواد په ډېرو ولایتونو کې خلکو ګواښ کړې کچېرته دبلخ دوالي سره دعبدالرشید دوستم دقضیې غوندې چلند وشي، نو په ټول هېواد کې به لاریونونه پیل کړي ، چې خورا خطرناک به تمام شي.
ولسمشره!په دې وروستیو کې په هېواد کې بې عدالتۍ زور اخیستې دبلخ دوالي په شان نور هم شته سرې سترګې ګرځي،که ته دوې مهار نه کړې ، نو نه یوازې داچې ستا دبدنامۍ سبب ګرځي بلکې دنړیوالو دشرم او خجالت سره به مخ شې که غواړې داسې خلک مهار کړې نو دقانون منګولو ته یې وسپاره د هېواد فرد فرد ستانه عدالت غواړو ولسمشره!
یوه کیسه کې مې لوستي ووچې کله د مدینې منورې په جنګ کې حضرتِ ابوحمزه رح په شهادت ورسید، بیا د ابوصوفیان میرمن د هِنګ په نامه( د ماویه مور) راغله او د ابوحمزه رح ینه ئې وایسته او اومه ئې ځای په ځای وخوړله۰ او ورسته بیا په ینه خوړونکې مشهوره شوه۰ راغلوافغانستان ته: کله چې په کابل کې تنظیم جنګي وه نو د میروس میدان په شاووخوا کې د حزب وحدت یو کوـ ماندان وه، کله به چې چا« قروت» ونشواې ویلاې نو ینه ترې ایسته او خوړله ئې۰چې په نامه د غوث الدین جګرکش اوجګرخورمشهوره وه او بل ئې شفیع دیوانه د محقق چوپړان وو۰ اوس دغه کارچې د عطا زوی کړئ دا په دوی کې یوه عادي خبره ده، که ئې غوږوداړي او که ئې وخوري مهمه نده (پیشه پدریست بیادرچي فرق میکنه بچه عطاست، خیراس که خطاس)۰ داګدایګرهرڅه که د افغانستان له برکته ازبکي پولاوونه ووهي بیاهم ګدا اوسترګې وږې دي او د ولس په غوښوئې داړې خښې کړې دي۰ دا ټول د امریکې او روس ګوداګیان دي۰ د افغانستان د دښمنوداسې ګیدړاوداړونکي ځناور پکاردي چې د دوی په لاس اوبه خړې اوخپل کار وکړي۰
اغلې خالده افغان زه ستاسو د خبرو سره کاملا موافق یم ممکن دا زما تنبلې وي چې له داسې نور نادودو مې ځان ندې خبر کړې خو په اوس وخت کې داسې پیښه بې سارې وحشت دې تاسو ډېرې یوې ښې پیښې ته اشاره وکړه چې داسلام په اولیو کې رامنځته شوې وه او شتون یې درولوده خو داپیښه په اوس زمان کې د زغم وړ نده .درنښت
اسلام علیکم ښاغلیه لیکوونکیه خالدحافظ صاحب ډیره مننه ستاسوله لیکنې اوبشري احساسه، په ریښتیاهم چي په دې عصرکې د انسان په وجه انسان داړل(کلیبالیزم)یوه د وحشت اوځناورتوب نښه ده۰ زما تبصره ستاسوپه لیکنه کومه نیوکه نده، خودایوه د پیغورخبره هغه چا ته ده چې داسې غیرانساني عمل ئې کړئ۰ د ابوصوفیان میرمنې چې داسې کار کړئ وه د محمدي نبوت پیل وواوهغه لا نه وه مسلمانه شوې۰ خوزمونږانسان داړونکي ځانونه د اسلام اوجهاد ټیکه داران بولي۰ دوی له دې خبرندي چې په اسلام او قضائې قانون کې د یوه انسان غړئ څومره ارزښت لري۰ ستاسو د نورو لیکنوپه هیله او په لاسوموبرکت شه۰
په درناوۍ سره