تاند- د بریتانیا د نارفولک (Norfolk) په کوکلي کلې (Cockley Cley) سیمه کې دا پوڅکۍ د سړک په غاړه موندل شوي دي.

د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، د  دغو پوڅکیو شکل انسان ته ورته دی، سر، لاسونه او پښې لري.

ورځپاڼه وايي چې دا پوڅکۍ جنتن ریفیت موندلي او د پوڅکیو یو نوی ډول یا جنس دی.

ریفیت له ۴۰ کلونو راهیسې د پوڅکیو پر بېلابېلو خېلونو (انواعو) څېړنې کوي.

ده دا پوڅکۍ لابراتوار ته لېږلي چې تحقیقات پرې وشي.

 پوڅکۍ یو له هغو نباتاتو څخه دی چې په پښتو ژبه لپاره ګڼ نومونه لري؛ لکه مرخېړی، مځکنۍ غوښه، تاجیر، چترۍ…

3 thoughts on “انسان ته ورته پوڅکۍ وموندل شوه”
  1. د پوڅکۍ لپاره څومره ښایسته نومونه لرو چې دا ټول د پښتو ژبې بډایتوب ښیي.
    زمونږ په سیمه کې دې نبات ته پوڅکۍ ، مځکنۍ غوښه او چترۍ وایی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *