حامد ابهر
د بشري ټولنو یو له لویو بدمرغیو څخه د یو بل وژنې تباه کونکې او ککړه غریزه ده ترڅو چی دا غریزه په انسان کی ژوندۍ وي طبیعی ده چی هم به انسانیت ګواښي او هم انسان. او داسې ښکاري هم چې د انسان تمایل به د تجاوز او جګړې پر لور تر ابده ژوندی وي له بده مرغه.
د بشر په تاریخ کی جګړه هغه غیر اخلاقي او کرغیړنه پدیده وه او ده چې آباد کلي او ښارونه یې ویجاړ او لولپه کړل، خوشحالی یی واخیستې یواځې یی غم تولید کړ، د آبادۍ په پار پيدا ځمکې یې د غم په ‌‌‌‌‌‌ډګر مالامال کړې (هدیرې) .
د هغې موجو څخه چې ارزښت یی تر هر بل څه ‌‌‌‌‌‌ډیر او لوړ دی یایې لاس ترې واخیست یا پښه او یا هم نیم او پوره وجود(انسان) تر دې چی جنګ او وژنه اوس اوس پوره د ځمکې کُره ګواښي .
د اټومي جګړې خبرې او ناندرۍ تر بل هر وخته تودې او زورورې دي که چیري د ځمکې په کُره کې څلور اټومي بمونه استعمالیږی نو ځمکه به  د خپل مدار څخه وزي او خپل تعادل به له لاسه ورکوي .
د جګړې ماهیت ته که ځیر شو په اصل کې د اقتصادي، مادي او پراختیایي ګټو خوندیتوب دی او بس.
جنګ تل منفي او د اخلاقو ضد شی دی او جنګ په هر ‌‌‌‌‌‌ډول حالت کی یو بد انتخاب دی.
 انسان د فردی ګټې په نیت حتي د ټول بشریت او ټولو ژوندیو موجوداتو پوره چاپيریال  هم ګواښلی شې.
د انسان د دا ‌‌‌‌‌‌ډول اعمالو بیلګې د تر ټولو څیرونکو او وحشي حیوانانو په منځ هم نشو موندلی.
دا د سوال نه بهر نده چی انسان ته اشرف المخلوقات ویل شوی.
اشرف د مخلوقاتو خو یا باید حیوانان وای او یا هم نور بی غرضه موجودات چې نه یی تر اوسه کومه جغرافیایي محدوده ګواښلی نه د ځمکې کُره او نه انسان او انسانیت.
تریخ حقیقت ده چې د انسان په ځناورتوب دلالت کوي؛ یو ‌‌‌‌‌‌ډیر وحشي او خطرناک حیوان که په یوه ‌‌‌‌‌‌ډله برید کوي د ‌‌‌‌‌‌ډیر زیار سره ایله د پنځو یا لسو کسانو ژوند واخلي خو انسان ته برعکس په یوه شیبه کی د لکونو او ملیونونو کسانو ژوند اخیستل کومه مشکله چاره نده.
تر دې به بل ناوړه، بد او کرکجن ناورین کوم وي چې یوه ‌‌‌‌‌‌ډله انسانان د بلې ‌‌‌‌‌‌ډلې د وژلو په نیت راپورته کیږي.
د حل لار څه ده ؟
پورته مو و ویل چې د جګړې ماهیت د اقتصادي او مادي موخو خوندیتوب او پراختیا ده. زما په ګروهه د جګړې د مخنیوي تر ټولو معقوله لار همغه د بلشویکي اصل په نظر کې نیول دي یعنې داچې د اقتصادي نا ان‌‌‌‌‌‌ډولۍ له منځه وړل یا په بل عبارت د ټولنې تر منځ اقتصادي برابرۍ ته لاره هوارول.
سوله غوښتونکي د جګړو د مخنیوي لپاره تر ټولو معقوله لار د جګړې پر ضد د مدني اعتراضونو پر لاره اچونه بولي.
اما یو شمیر نور د جګړې د مخنیوی بیا پر دو بیلو لارو کې لټوي 1 د جګړې د طرفینو ترمنځ توافق 2 زور (جنګ)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *