تاند: مایکرو سافټ غواړي په یو میلیارد ډالرو د سپیس ایکس او ټیسلا کمپینو سره په ګډه د انسان مصنوعي ماغزه جوړ کړي.

مایکروسافټ د دغې پروژې لپاره یو میلیارد ډالر بودیجه ځانګړې کړې ده چې که بریالۍ شوه نو په اړه یې د اوپن ار ټي فیشل انټلیجنس پروګرام مشر ګریک بروکمن وايي، دا به مریخ نه وروسته د انسان تر ټولو لوی ساینسي ایجاد وي.

د دغه پروګرام مشر زیاتوي، دوی به له مایکروسافټ سره په ګډه یو کمپیوټري بنسټ جوړوي چې په اساس به یې د انسان د مصنوعي یاداښت یوه ډیجیټلي بڼه ایجادوي: ((موږ نه شو ویلی چې دا تجربه به څه فایده ولري، خو دا ویلی شو چې بې وزلي او ناروغۍ به ورسره ورکې شي.))

 اوپن ار ټي فیشل انټلي جنس پروګرام په ۲۰۱۵ کال پیل شی چې د مصنوعي ذهانت برخه کې یې ګڼې بریاوې ترلاسه کړې دي.

دا کمپنۍ وايي، د انسان مصنوعي ماغزه د نیک نیت له مخې جوړوي تر څو انسان د هغې په مرسته له بشپړې اقتصادي ازادۍ برخمن شي او نوي لوري ځانته پیدا کړي.

 خو د ټیسلا کمپنۍ مشر لون مسک وايي، ویره لري چې که د مصنوعي مغزو جوړولو تجربه یې کامیابه شي، نو دا به د اټومي وسلو نه هم د نړۍ بقا ته زیاته خطرناکه ثابته شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *