لیکنه: حبیب الله خیبر

 تاسو به لوستي يا به مو په ياد وي، چې شوروي اتحاد په سر کې یې روسیې يوه لويه اندازه افغان پلويان په سختو حالاتو کې پرېښودل او خپله يې د ځينې فشارونه، ستونزو، جوړجاړيو او ځينې نور مواردو پر بنسټ افغانستان په بحراني او سختو شرایطو کې پرېښود؛ دا چې څه وو او روسيه له کومو مجبوريتونو سره مخ وه، بېل اړخ لري خو په ټوله کې دا چې ويې نشو کړای وضعيت کنټرول کړي، د افغانستان او افغانانو ملي ګټو خوندیتوب ترڅنګ خپلو موخو ته هم ورسيږي، د دوی پر کمزوري مدیريت او د نړۍ له سیاستونو، حالاتو او شرایطو پر ناسم درک دلالت کوي، تاريخ شاهد دی چې شوروي اتحاد خپل افغان پلويان په رڼه ميدان پرېښودل، دا چې وروسته دوی بيا له کومو حالاتو سره مخ شول ټول پوهېږو، پورتنی ناورين په داسې حال کې رامنځ ته شو، چې شوروي اتحاد په سر کې یې روسیه د افغان حکومت ترڅنګ ولاړه وه، هغه حکومت چې ټولو نړېوالو اصولو ته يې درناوی درلود او په پلي کولو يې تر نورو وړاندې ځان مکالف باله، خو بيا هم شوروي اتحاد ړنګ شو، نه یوازې شوروي اتحاد ماته وخوړه بلکې يو نسبتا غني افغانستان يې هم د ځان په برخليک اخته کړ.

 خو دا چې نن يو څو کسان چې قومي، تنظیمي یا شخصي ګټې یې په خطر کې دي او د افغانستان په پرمختګ کې خپله بربادي ګوري يو حرکت پیل کړی، يو څو تنه هغه مجبوره افغانان چې له ګڼو مالي ستونزو سره مخ دي په ځان را ټول کړي او غواړي له دې لارې د روسيې ګټې خوندي کړي، د افغانستان مشروع حکومت او په ټوله کې نظام راوپرځوي، حالات بېرته د ۹۰یمو کلونو وضعیت ته وروګرځوي او امريکا په افغانستان کې له ستونزو سره مخ کړي، په داسې حال کې چې امريکا د يوه مشروع او ټول منلي نظام ملاتړ کوي، د داسې يو نظام چې نه يوازې امريکا بلکې ګڼ هېوادونه او سازمانونه يې تر شا ولاړ دي، او په افغانستان کې امن خپل امن بولي….

نو دلته دوه پوښتنې را ولاړيږي ، لومړۍ دا چې: ايا هغه هېواد چې د يوه مشروع دولت پر مټ خپلو هيلو ته ونه رسېد، فکر کوﺉ چې د دې څو کسان په مټ به خپلو هيلو ته ورسیږي؟؟؟  هېڅکله هم نه؛ دويم دا چې: ايا دوي به بيا په خالي ميدان پرېنږدي؟؟؟ ضرور له دوی به د یوې وسیلې په توګه ګټه اخېستل کېږي، حالات به بحراني خوا ته کش کاږل کېږي او دوی به د روسیې له موخو ترلاسه کولو وروستته همداسې پر تش میدان پرېښودل کېږي. په ټوله کې زما اندېښنه دا ده، چې ځينو خوارو افغانان مو بیا هماغه غار ته مخه کړي، چې یو ځل نه بلکې د تاریخ په اوږدو کې څو، څو ځله ترې چیچل شوي، دا چې  پايله به یې څه وي، وخت به یې په اړه قضاوت وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *