انسان د فلسفې، ارواپوهنې او ټولنپوهنې پر زمکه!
انسان په افغانستان کې لومړۍ مجله ده چې پر علمي او فلسفي مسایلو په کې بحث شوی دی.
دغه مجله چې په هرو درېو میاشتو کې یو ځل خپرېږي، لومړۍ ګڼه یې تازه له چاپه راوتلې ده.
د انسان مجلې لومړۍ ګڼه په ۶۰ مخونو کې په ښکلي ډیزاین او صحافت سره چاپ شوې ده.
په مجله کې له سرلیکنې پرته د استاد اسدالله غضنفر، نجیب منلي، استاد عبدالغفور لېوال، انور وفا سمندر، ډاکټر فیض محمد ځلاند، استاد محمد فیصل امین او نورو تکړه افغان لیکوالانو له خوا ټولې دیارلس مقالې لیکل شوي دي.
مینه وال کولای شي چې د “انسان” مجلې له علمي او فلسفي مطالبو ګټه واخلي او په نړۍ کې د انسان په رازونو ځان خبر کړي.
دا مجله د کابل د پامیر سینما په دویم پوړ د کتاب ښار کې ترلاسه کولای شئ.
د غفور لیوال صیب لیکنې لکه د ملغلرو ایمیل داسې پیل شوې او لکه الماس داسې کلکې او د سرپو په څیر درنې دي.
بختور به ېې لیکنې ترلاسه کولی شي