وړمه ورځ چرخي پل زندان ته د یو خپلوان بندي لېدو ته ورغلی وم. نوموړي سره مې د ګپ پۀ دوران کې ځینې اړینې خبرې تبادله کړې. یو وار مې تر وپوښتل ، چې ایا امارت به وکولای شي ، هاغه ښځې وساتي کومې چې پۀ اوسنۍ روانه بدمرغه جګړه کې کونډې(بې سرپاله) کیږي؟
نوموړي لنډه راغبرګه کړله او راته یې وویل ، چې اسلام تر هر څۀ مهم دی ؛ ښځه او کونډه مونږ ته کومه مانا نۀ لري(یانې انسان هیڅ ارزښت نۀ لري)
د دغه لنډ ځواب پۀ اورېدو سره مې ذهن کې د پوښتنو او یو اوږد بحث طوفان جوړ شو ، خو چوپتیا ته مې پر مشاجرې او مباحثې غوراوی ورکړ او یو ظالمانه چوپتیا مې غوره کړه. نۀ پوهېږم چې زما دا چوپتیا به ظالمانه وه او کنۀ پۀ دغسې وضعیت کې معقوله او سمه وه ، خو ماته ظالمانه ځکه برېښده ؛ چې ومې نکړه چې پۀ ځینې پوښتنو یې ذهن ته ټکان ورکړم او ژور فکر ته یې راوبولم.
غواړم دا بحث دلته وغزوم او د ځینو ورونو سر ورخلاص کړم ، چې انسان مهم دی او که دین!؟
لومړۍ ډله هیومینسټان دي ، چې پۀ منځنیو پېړیو کې د کلیسا د وحشي او جابرانه چلند پۀ پایله کې پۀ اروپا کې د لومړي ځل لپاره د دوه لیکوالانو لخوا ، چې یو اراسموس او بل یې ټاپل نومېده ، سر راپورته کړ. د اراسموس یو کتاب د                 پنامه ولیکه او د لومړي ځل لپاره یې د کلیسا پر بنسټونه او ستنو سخت ګوزارونه وکړل او د انسان د ارزښت (بشرپالنې) پۀ اړه پۀ همدې اثر کې وغږېد. هماغه وو ، چې بشرپالنې یا هیومېنیزم زور واخیست او د کلیسا جابرانه نظام ته یې د پای ټکی کېښود. هومېنستان باور لري ، چې انسان لۀ ستر ارزښت څخه برخمن دی او لۀ هر څۀ باید زیات اهمیت ورکړل شي ، یانې د هیومېنیزم پۀ چلند کې انسان د دین او رب تعالی پر ځای د هر څۀ محور دی ، ګټه او تاوان د انسان پر بنسټ ټاکل کیږي او د دین ، عقېدې ، رب ، او یا نورو شیانو پر سر هیڅکله انسانوژنې ته نۀ قایلیږي او دا کار ته د یو ظلم او وحشت پۀ سترګه ګوري او همدارنګه پۀ هیڅ وخت کې یو انسان ته د عقیدې،  دین او نسل پر بنسټ پۀ ارزښت نۀ قایلیږي ، یانې دا ډله خلک د دې سوال ، چې ایا دین مهم دی او که انسان ، داسې ځواب وایي:
چې انسان تر هر څۀ مهم او ارزښتمند دی!!!
دوهمه ډله خلک بیا هاغه مذهبي افراطیان دي ، چې هغوی ځان تر بل هر چا زیات تقواداره او دینپاله بولي او پۀ دې لاره کې د خپل ځان وژنې ته داسې تیار وي ، لکه زمونږ پۀ ننۍ ټولنه کې چې یو مجرد واده ته ورخطا وي ، یانې څومره چې ژر کیږي دغسې دینپال غواړي ، د ځانوژنې له لارې ځان د جنت نعمتونو سره ملحق کړي. دغسې خلک د دنیا ژوند هسې یو عبث کار بولي او تر ټولو ارزښتمن کار ورته د شهادت لاسته راوړل ښکاري. د دنیا نعمتونه اصلن نعمتونه نۀ بولي او پۀ دې اړه سر هم نۀ خوږوي. دغه ډله خلکو ، ته چې کله د دنیا د نعمتونو ، پرمختګونو ، علمونو او تکنالوجیو خبر کوې ، بدې پرې لګیږي او ګومان کوي ، چې دغسې شیان او پۀ اړه یې فکر کول بې لۀ عبثیاتو او چټیاتو بل څۀ نۀ دي.
دغه ډله خلک بیا د دې پوښتنې پۀ ځواب کې ، چې انسان مهم دی که دین ، وایي چې دین مهم دی او د دین پۀ نسبت انسان هیڅ ارزښت نۀ لري. که لۀ دوی وپوښتې ، چې ورور تاسو کومه جګړه کوئ دا زمونږ پۀ ګټه نۀ ده. زمونږ خویندې او میندې بې سرپاله(سرپرسته) کیږي ، ماشومان مو بې پلار کیږي ، ښوونځی ، پوهنتون ، سړک او نور ټولییز ودانیز بنسټونه مو نړیږي ، لۀ چټک علمي ، صنعتي پرمختګ لا وروسته پاتې کیږو او تر ټولو یې بد لا دا ، چې همدې دین ته هم پۀ لاشعوري ډؤل ستر جټکه او ضربه ورکوئ ؛ دوی به یې لنډه درغبرګه کړي چې دا شیان مونږ ته مهم او اړین نۀ دي. مونږ د دین د ساتلو دنده پر غاړه لرو او د دې لپاره هر شی چې خنډ شي لۀ منځه یې وړو او بل دا به هم درته ووایي ، چې دنیا د کافر لپاره جنت او مسلمان لپاره دوزخ دی ، نو دا چې مونږ په سخت او عذاب کې یو د همدې حدیث ریښتنولي ترې ثابتیږي.
لنډه دا چې دا خلک دین ته له انسان نه پر زیات ارزښت قایل دي.
دریمه ډله خلک بیا منځلاری او عادل اند او نظر لري. دوی دین او انسان لازم او ملزوم بولي او باور لري چې دواړه د یو بل پۀ نشتون کې نیمګړي دي.
دا ډله خلک استدلال کوي ، چې که انسان نۀ وي ؛ دین به څۀ مانا ولري او ریښتیا هم چې دین انسانانو ته رالیږل شوی او کله چې انسان نۀ وي نو دین چاته راشي او څوک یې پۀ ځان پلي کړي او همدارنګه که چېرته انسان وي او دین نۀ وي ، نو انسان بیا انسان نشي کیدای!
دا سمه ده چې انسان به پۀ مادي بڼه شتون ولري ، ولې پۀ مانیزه بڼه به هیڅکله شتون پیدا نۀ کړي او زما پر باور د انسان مانیزه بڼه د دین پواسطه بشپړیږي.
اتیسټان(ملحدان) بیا دعوا کوی ، چې ګوندې انسانیت لۀ دین نه یو خپلواک مذهب دی او ځانته ارونه او قواعد لري ، نو پردې بنسټ انسان کولای شی بغیر لۀ دین هم انسان واوسي او انسانیت وکړي ، خو دا خبر هلته ناسمه ثابتیږي کله چې دا مالومه شي ، چې کوم ارونه دوی د انسانیت مذهب ته منسوبوي ، خپلواک نۀ بلکې لۀ دین نه اخیستل شوې دي.
لکه: غلا نۀ کول ، بې ګناه انسان نۀ وژل ، ظلم نۀ کول او داسې نور ارونه او قواعد چې دوی یې انسانیت بلي لۀ دین څخه اخیستل شوي دي ؛ نو بناء دا اند لرل ، چې لۀ دین بغیر هم انسانیت شته بشپړه ناسم او غیرې منطقي ده.
#پایله:
پۀ پای کې ویلی شو ؛ انسان او دین لازم او ملزوم دي او د یو بل پۀ نشتون کې نیمګړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *