حکایت دی چې یو دروېش چې لامبو یې زده نه وه، دجلې ته ولوېد. یو چا اواز ورباندې وکړ: څوک راوبولم چې را ودې باسي؟ دروېش ځواب ورکړ: نه. هغه کس وویل: غواړې غرق شې؟ د دروېش ځواب بیا هم ( نه) و. هغه بله پوښتنه وکړه: نو څه غواړې؟ دروېش وویل: زه غوښتنه نه لرم؛ زه بس هغه څه غواړم چې خدای یې غواړي.
دغه حکایت د هجویري غزنوي ( داتا ګنج بخش) په کشف المحجوب کې چې د تصوف ډېر معتبر کتاب ګڼل کېږي، راغلی دی. د حکایت منظور دا دی چې صوفي او عارف په خدای دومره تکیه کړې وي چې خپلې ارادې او فیصلې ته ضرورت نه ویني.
د ځان د ځبلو او هیڅ ګڼلو په سلسله کې صوفیانو له نفس سره مجاهده ډېره ضروري بلله. د صوفي بزرګانو په نظر د انسان په وجود کې یو داسې شی شته چې د قهر، کبر او ریا په څېر غیراخلاقي خویونو سرچینه ده او بنیادم حسي لذتونو ته لمسوي. دغه شی نفس نومېږي. په صوفیانه ادب کې نفس له یوې خوا د حسي لذتونو او شهوتونو منبع ده او له بلې خوا د کبر و حسد و بخل په څېر اخلاقي عیبونو ځاله ده. موږ په خپلو خبرو کې نفس په همدې منفي معنا استعمالوو. مثلا وایو، د پلاني ډېر لوی نفس دی یعنې ډېر حریص یا ډېر کلانکار دی. دغه راز ، کله چې وایو د پلاني نفس په چا نه کښېني؛ مطلب مو دا وي چې ډېر کلانکار دی. صوفي شاعرانو نفس د شیطان غوندې بده بلا بللی دی. رحمان بابا فرمایي: واړه چارې دي د نفس و د شیطان. خو له ن��س سره د صوفیانو عملي مبارزه ډېر ځله له ځان سره او له خپل ژوند سره مبارزې او مقابلې ته ورته شوې ده چې دوې خبرې ورنه ښکاري: یو دا چې د نفس په باره کې واضح تعریف ورسره نه وو او د نفس او خپل وجود تر منځ د توپیر پولې ورڅخه ورکې غوندې وې ؛ بل دا چې د نفس د ځبلو طریقې یې جسمي ، روحي او نفساني مشکلات پیدا کول.
د تاریخ مرصع په قول د پښتنو لوی بزرګ شېخ رحمکار خټک به: ( په اوړي مالګه له اوبو سره کړه، په ګرمو اوبو یې ونفس ته ګوشمالي ورکوله.) او د ژمي په شپو کې به شېخ رحمکار له کوره ووت، سړو اوبو ته به یې ځان واچاوه. تاریخ مرصع لیکي: ( یخ به د اوبو د ده په مبارکه غاړه کې پرېوت.)
د تاریخ مرصع مولف افضل خان د شېخ رحمکار د سیمې سړی و. شېخ رحمکار د مولف د نیکه ، خوشحال خټک، په زمانه کې اوسېده او د همدې زماني او مکاني نږېوالي په وجه اټکل کولای شو چې د شیخ په باره کې د افضل خان رپورټ تر ډېره حده د تاریخي معلوماتو حیثیت لري. مطلب دا چې که د کشف المحجوب حکایت خیالي هم وګڼو، ډېر نور داسې معلومات شته چې له نفس سره د صوفیانو په حیرانوونکې مقابلې شاهدي وایي.
شېخ رحمکار خورا جانانه انسان و. له دې سره یې ډېره دلچسپي وه چې له څښتنانو څخه غلامان په بیه رانیسي، ازاد یې کړي. ډېر نرم خویه او مهربان بنیادم و. په تاریخ مرصع کې لولو: ( … چې که ماشی به یې په اندام لک شه ، لاس به یې ورو په نرمۍ وروړ چې دی [ ماشی] به پاڅېده، هاله به یې هغه ځای ومیښ.)
شیخ رحمکار چې خورا سخي و، یو ځل یې خپل کتابونه نورو ته وبخښل او خپل جومات یې ړنګ کړ؛ د جومات خښتې او لرګي یې په فقیرانو ووېشل. د پیرسباک زوی، شېخ شهاب الدین، احوال ورواستاوه چې که کتابونه دې بخښل، خپل دې وو، مګر جومات خو څوک نه بخښي ، هغه خو د چا خپل مال نه وي. شیخ رحمکار ځواب ورکړ: ( ما بې له دې څو کتابونو او بې له دې مسجد بل هسې څیز چې په هغې مې دلبستګي وې، نه درله. او په هر څیز چې په هغې مې دلبستګي وې، هغه مې د خپلې لارې دښمن شماره . په دا سبب مې کتابونه قسمت کړه او مسجد چې دې ما زړه پورې تړلی او نمونځ مې پکې ګزاراوه، وې مې چې نه بویه چې دا مسجد چې پرې دلبستګي لرم، نمونځ مې په ده کې بت پرستي شي. ځکه مې دا کار په عمل راوړ، معذور مې شماره.)
له حسي لذتونو ځان لرې ساتل، دنیا په لته وهل او له هر هغه څه ډډه کول چې د ځان د مهم ګڼلو یا مهم ښودلو سبب شي ، په صوفیانه اخلاقیاتو کې زیات لیدل کېږي.
روښاني شاعرانو نفس نوسک( نفسک) ، لېوه، ښامار، سپی، توره یږه او دیوث بللی دی. ارزانی خوېشکی وایي:
که دې نوس دیوث هوس کا
وایه کوَرې مه غپېږه
دا هم د ارزاني وینا ده:
دا نفسک دی توره یږه
دی بندي لره په لوږه
علي محمد مخلص وایي:
د روښان پر لار یې بیایه له شیطانه ګرګ یې پیایه
د نوسک له چاه یې ژغوره بد تاریکه د نوس چاه
د یو بل روښاني شاعر دولت لواڼی دا بیتونه هم ولولئ:
د قدیم تښتن له دره یی مخ واوښت
دل بستي په مال فرزند که په اورته
نور عالم په کار وبار د دنیا نښلي
د مولا طالبان خلاص له کاروباره
که سړی نه یې حیوان یې
ګرځه زېرمه د اکل کړه
که خدای پیژنې سړی یې
کسب پرېږده توکل کړه
د لوږې، تندې او بې خوبۍ په شمول ځان ته ډول ډول جزاګانو اکثره صوفیان سخت بې سېکه کړي وو. دوی چې د لوی عزم خاوندان وو، که یې خوب و خوراک سم وای، ممکن دېر خیر به یې رسولی وای. دنیا ته د اهمیت نه ورکولو مفکورې د وګړیو لټي او تنبلي ته اخلاقي جامه ورواغوسته او د ټولنې په وروسته پاتې والي کې یې برخه واخیسته. معزالله مومند وایي:
که پکار دې وی نکاح د حورو هورې
و دنیا ته دلې واچوه طلاق
بیهوده په شپه په ورځ د روزي غم کړې
رسوي به درته رزق خپله رزاق
عبدالقادر خټک وایي:
د دنیا په ودانۍ عبث کوښښ کړې
عمارت په سرای کې نه کار غریبان
دا هم د عبدالقادر استدلال دی:
چې اخر احوال د واړو سره یو دی
څه ناستی په تورو خاورو څه اورنګ
د دغو شاعرانو د کړوسیو په وخت څو زره انګریزانو ټول هندوستان چې د دنیا څلورمه یا پنځمه برخه نفوس پکې اوسېده، لاندې کړ او لږ وروسته یې پښتونخوا وځبله .د لویدیځ دغه لاسبري به ډېر سیاسي او نظامي دلایل لري ، خو د صوفیانو، دروېشانو او مرتاضانو د اخلاقي موقف برخه پکې هم د هېرېدو نه ده.
په جسمي لحاظ کمزوري بنیادمان نه ځان ته او نه ټولنې ته هغومره ګټه رسولای شي لکه په جسمي لحاظ پیاوړي کسان. یونانیانو چې د المپیک لوبې کولې او د خپلو اولادونو په ذهني او جسمي روزنه کې یې برخه اخیسته، د شرق لویې امپراطوري( هخامنشي امپراطوري) ته سختې ماتې ورکړې.
د ابراهام مزلو Maslow Abraham په نوم امریکایي ارواپوه ( ۱۹۰۸-۱۹۷۰) د انسان اړتیاوې په څو مرحلو وېشلې دي. مزلو د ګېډې مړول او جنسې غوښتنې ( فیزیولوژیکې اړتیاوې) د لومړۍ مرحلې اړتیاوې ګڼي چې په انسان او حیوان کې شریکې دي. د ده په اند په اجتماعی احترام پسې ګرځېدل او لوړ معنوي مقصدونه لرل، د وروستیو پوړونو غوښتنې دي. ده ویلي دي چې که د لومړیو پوړونو اړتیاوې څه نا څه پوره نه شي، د وروستیو مرحلو په اړتیاوو پسې ګرځېدل غیرطبیعي معلومېږي. هغه لاره چې صوفیانو، راهبانو او مرتاضانو د شخصیت د کمال لپاره غوره کړې وه، د ارواپوهنې له نظره ناسمه وه. په غیرطبیعي لاره کې د ماتې او د کعبې په ځای ترکستان ته د تلو امکان زیات وي. د دغه ډول ماتې یو مثال د پیرروښان د مریدانو دی چې د توی په سیمه کې د فنا په مراقبه بوخت وو، یعنې له خپلو فیزیولوژیکو غوښتنو سره یې مقابله کوله او په دې طریقه یې غوښتل چې روحي عظمت ته ورسي، خو ظاهرا دومره ذهني فشار ورباندې راغی چې د سوداګرو په یوه قافله یې چې کابل ته روانه وه، په دې وجه حمله وکړه چې د دنیا کاروبار کوي. دغه حمله د حکومت او روښانیانو تر منځ د ډېرو جګړو او قتلونو پیلامه شوه.
له فنا څخه د صوفیانو مقصد دا دی چې خپل ټول هوسونه او تکلونه هېر کړي، ختم یې کړي او د یوې بشپړې ذهني بې خبري مرحلې ته ورسېږي. د رحمان بابا دا بیت د همداسې روحي تجربې ښکلی مثال دی:
عشق په هسې رنګ مقام باندې قایم کړم
چې وصال دی که بېلتون دی نه پوهېږم
د عطار نیشاپوري په تذکرة اولیا کې راغلي دي چې بایزید بسطامي به له خپل مریده چې تل به ورسره و، هر ځل پوښتنه کوله چې څه نومېږې؟ یوه ورځ مرید ورته وویل: زه خو دا شل کاله کېږي چې یو ځای درسره اوسم، زما نوم دې ولې نه زده کېږي؟ بایزید ورته وویل: ما چې هغه نوم اورېدلی دی، نور نومونه مې په ذهن کې نه ځایېږي.
د دغه لوی صوفي په کیسو کې راغلي دي چې مور ته یې وویل چې د خدای خدمت وکړم که ستا؟ مور یې ورته وویل: د خدای. او دی له کوره ووت، دېرش کاله په شاماتو کې مسافر و.
د بایزید دغه دوه حکایتونه د ټولنې نه بلکې د فرد د ژغورنې پیغام راته لري.
هغه کسان چې په توی کې د فنا په مراقبه بوخت وو او د سوداګرو کابل ته تلونکې قافله یې لوټ کړه، د ځان لپاره د ثواب په فکر کې وو خو دا ثواب یې قافلې ته په تاوان رسولو کې، د لارو په ناامن کولو کې او د کابل خلکو ته د بیو په زیاتولو کې لټاوه. که دوی په رښتیا هم ثواب ګټلی وي ، ثواب د دوی خپل شو، نه د ټولنې . د دوی هڅه د ځان د ژغورلو لپاره وه، نه د جهان. د استاد الفت په قول:
ډېر تفاوت دی په انسان کې د معنا په لحاظ
واړه لګیا دي، ځینې ځان ، ځینې جهان جوړوي
له ځان جوړوونکو څخه د الفت صاحب منظور هغه کسان دي چې مادي امکانات یوازې ځان ته غواړي، حال دا چې صوفیان، راهبان او مرتاضان په معنوي امتیاز پسې ګرځي. د دغو دوو ډلو تر منځ تفاوت دی، مګر په دې کې سره ورته دي چې دواړه ډلې د ځان په غم کې دي.
د صوفیانو، ملنګانو، راهبانو او مرتاضانو مخالفان وایي چې دوی ټولنې ته په غیرمستقیم ډول تاوان رسوي، ځکه له یوې خوا په کار او تولید کې برخه نه اخلي او له بلې خوا په ځان دومره فشار اچوي چې کله نا کله د توی د سیمې د صوفیانو غوندې له کنټروله ووځي او د ګټې په نیت تاوان پېښ کړي.
خو هغه کسان چې د صوفیانو برعکس د ځان په پړسولو بوخت دي او د الفت صاحب په قول ځانونه جوړوي، ټولنې ته نېغ په نېغه ضرر پېښوي. ځان ته په حیثیت قایل کېدل، د دنیا له نعمتونو خوند اخیستل او په ټولنه او تاریخ کې ځای پیدا کول، د بنیادم معقولې غوښتنې دي. د دا رنګه غوښتنو څښتن باید له هغه چا بېل وګڼو چې د نورو په ځبلو کې خپله ګټه ویني.
بې رحمه دیکتاتوران د ځان پړسوونکو اعلی مثالونه او مجسم شیطانان دي. لکه عادي انسان چې د خپلې ګټې لپاره په بې غمه زړه غنم رېبي، بې رحمه زورور د قدرت د ټینګولو لپاره، بې تشویشه، د بنیادمانو سرونه رېبي.
بهاوالدین مجروح په خپل مشهور اثر ( د ځانځانۍ ښامار) کې دغه ډول کسان د یوه سمبولیک داستان په منځ کې تر بل هر چا ښه معرفي کړي دي.
د دغو کسانو یو اصلي خصوصیت دا وي چې که څه هم په ظاهره خلکو ته او بهرني واقعیت ته اهمیت ورکوي، خو په اصل کې په ځان کې لاهو وي او له بهرنۍ دنیا سره د واقعي رابطې د ټینګولو فرصت نه مومي. دوی سم قضاوت نه شي کولای، ځکه هر شي ته له خپلو عینکو ګوري. دا خبره ځکه سمه ده چې د ده خبره ده. دا پلانی قوم ځکه بد دی چې یو وخت ورنه ده ترخه خاطره لرلې وه. دغه لباس ځکه ښه دی چې د ده خوښېږي. دغه کور ځکه ښه دی چې دی پکې اوسي. د دوی دودونه په دې دلیل ښه دی چې دوی خو بد دودونه لرلای نه شي.
بې رحمه دیکتاتوران که خلکو ته معقول ښکاري، وجه یې دا ده چې زور ورسره دی او خلک د دوی په احمقانه خبرو کې هم فلسفې لټوي. دغه راز، دوی د خپل قدرت په مټ ډېر ځله ناشونې چارې شونې کړي او حماقت یې پټ پاتې شي. جوزوف ستالین بې شمېره کسان تر تېغ تېر کړل، یا یې له لوږې ووژل خو خپل هوډ یې پوره کړ او سوسیالستي ټولنه یې ورغوله. قذافي د خپل ملک په میلیاردونو ډالر په داسې پروژو ولګول چې دی یې د لوی هوډ څښتن معرفي کړ، مګر د ګټې درک یې ونه لګېد.
ځان پړسوونکي چې ورو ورو یې له چاپېریال سره واقعي رابطه شلېږي، په خیال کې ژوند کوي. قذافي تر اخره پورې ګومان کاوه چې په خلکو ډېر ګران دی. په هغه وخت کې چې ټولې دنیا د هیتلر ماتې حتمي ګڼله، هغه د بري په فکر کې و. د دغسې کسانو انانیت دومره زیات وي چې د ځان په باره کې منفي تصور ورته د منلو نه وي .که مرګ او زړبودن نه وای، دغسې کسانو به د فرعون غوندې د خدایي دعوه کړې وای. فراعنه وو ځانونو ته لویې مقبرې جوړولې او په مقبرو کې یې خواړه او د ژوند نور لوازم زېرمه کول چې په هغې دنیا کې هم تر نورو بر واوسي. ستالین یا هیتلر چې د هغې دنیا ژوند ته یې تمه نه وه، له مرګ او زړبودن سره د مقابلې لپاره ځانونه داسې ساتل چې همېشه ځوانان او په یوه حال معلوم شي. د ستالین او هیتلر د ځوانۍ او زړبودن په عکسونو کې خاص توپیر نه وینو. دیکتاتوران اکثره وخت د خپلې ناروغي خبرونه پټ ساتي.
ارواپوهان هغه چا ته نارسیسیست وایي چې ځان ته په اهمیت ورکولو کې مبالغه کوي. بې رحمه دیکتاتوران چې د ځان په پړسولو کې کمساري دي، تر ټولو څرګند نارسیسیست بللای شو. که چېرې د اخلاقو روح د ژوند خدمت وبولو نو ویلای شو چې بې رحمه دیکتاتوران او دوی ته ورته کسان تر ټولو بد اخلاقه کسان دي. هغوی چې قدرت ته په رسېدو کې او د قدرت په ټینګولو کې رحم ته اهمیت نه ورکوي، نور کسان ورته د کاڼو، بوټو په څېر وسایل ښکارٍي. روغ انسانان کاڼي ماتوي چې سړکونه ورغوي یا بوټي سوځوي چې ډوډۍ ورباندې پخه کړي. د قدرت بد اخلاقه لېوال انسانانو ته هم د کاڼو، بوټو په سترګه ګوري. دلته دې یو کله منار جوړ شي چې خلک له پلاني صاحبه ووېرېږي. هلته دې یوه چاودنه وشي چې خلک پوه شي چې زه لا کمزوری نه یم.
په معقول حد کې نارسیسیزم خو هرانسان ته پکار دی، ځکه له ځان سره مینه او ځان ته په درنه سترګه کتل د شخصیت د ودې او خیر سبب ګرځي خو کله چې انسان د ځان د غټولو لپاره په نورو تیری شروع کړي، عادتونه یې غیر اخلاقي شي. یو سندرغاړی له دې سره مینه لري چې تر هر چا ښې سندرې ووایي او مشهور شي. دا هم ځان غوښتنه ده خو په اخلاقي حدودو کې ده او په نورو باندې تېری پکې نشته. یو بل څوک به په ثروت کې خپل عزت ویني، شپه ورځ به کار کوي چې ډېرې پیسې ولري. دی چې د بل چا د شتمني د تروړلو له لارې ثروت نه پیدا کوي، په سمه لار روان دی خو که یې د نورو د ملکیت غصبولو ته مټې راونغښتې، تیریګر یې بولو. تیریګر انسان چې په غیراخلاقي لاره کې ډېر وړاندې لاړ شي، داسې پړاو ته ورسېږي چې نه یوازې د خلکو په ملکیت او په حیثیت تیری کوي، بلکې د خلکو په ژوند باندې تجاوز هم ورته بد نه ښکاري. دوی د ځان غوښتنې په انتها کې غواړي چې ان ژوند په خپل کنټرول کې راولي، تسلیم شوي انسانان د فابریکې د تولیداتو غوندې د خپلې خوښې په قالبونو کې واچوي او هغوی چې سر غړوي، سر یې ورغوڅ کړي.
دا یوازې دیکتاتوران نه دي چې غیراخلاقي فطرت لري؛ په ټولنه کې نور ځانماري، ځانپالي او ځانغواړي هم وي خو څرنګه چې د ستالین یا هیتلر غوندې قدرت نه لري نو ورباندې نه یو خبر.
هغه ټولنه چې خپل خیر غواړي هڅه یې دا وي چې غړي یې د ژوند غلیمان نه بلکې د ژوند دوستان شي. مادي او معنوي فقر له ژوند او ژوندیو سره بدبیني زیاتوي. په هغو ټولنو کې چې خلک د بېګاه ډوډۍ نه لري، چې ښوونځی پکې نه وي، چې د خوند او خوشحالۍ امکانات پکې نه وي، چې خشونت، وهل ټکول او وېرول پکې عام وي، هلته د بې رحمو کسانو شمېر زیاتېږي او د ژوند مخالفو فکرونو لمن خپرېږي. دا د ټولنې د مصلحانو، منورینو او خیرمنو کسانو دنده ده چې د ژوند پالو اخلاقو د خپراوي لپاره د لیکنو، ویناوو او لا مهمه دا چې د خپلو عملونو له لارې کار وکړي. د یوه کلاسیک استاد په قول، محبت له محبته پیدا کېږي. که په یوه کلي کې ان د یوه کس په زړه کې د مینې، رحم او لورېینې ډیوه بله وي، دا ډیوه به ورو ورو نورې ډیوې بلې کړي او ټولنه به د انسانیت په رڼا منوره شي.
د ارواپوهانو په قول د بنیادم د شخصیت بنیادونه تر پنځه کلنۍ پورې ایښودل کېږي. تجربو ثابته کړې ده چې که په دې موده کې ماشوم ونه ځورول شي او ونه وېرول شي، ډېر امکان شته چې په لوینې نېک انسان شي. اوس سوال دا دی چې زمونږ په هېواد کې له دا هومره ښوونځیو، پوهنتونونو، راډیوګانو، تلویزیونونو او تبلیغاتو سره د ماشوم د سمې روزنې په برخه کې ټولنې ته څومره معلومات ورکړه شوي دي؟
مونږ که لمانځغونډې جوړوو، اکثره وخت د هغو کسانو په ویاړ وي چې تورې یې چلولې دي، که څلورلارې نوموو، ډېر ځله د هغو کسانو په نوم وي چې جنګونه یې کړې دي او که تاریخ لیکو، لوی مقصد مو د خپلو ستاینه او د پردو غندنه وي.
هغه ماشوم چې د جبر او تشدد په کور کې دنیا ته راشي او په داسې چاپیریال کې لوی شي چې منډې او لمانځغونډې یې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د تشدد او تېري کلتور خپروي، مرګ او تخریب ته په اسانه تمایل پیدا کوي.
راځئ په خپلو زړونو کې د مینې زړي وکرو او په خپلو لاسونو د ژوند خدمت وکړو.
ډیره ښایسته موضوع ده او باید هر کس یی ولولی لږ اوږده ده که مو په دوو څپرکیو کی لیکلی وه لوستل او د موضوع نه اخذ کول به لږ څه اسانه وه.