ليکوال : اېکارټ ټولې
ژباړن: منیب الرحمن رحماني
د ښځينه او نارينه ترمنځ مینه د هغو کسانو لپاره چې تراوسه یې ځان نه وي پېژندلی او ازاد نه وي،پدې وخت کې انسان تل يو ژوره نيمګړتيا حس کوي ځان پوره نه ګڼي،ژور ډار لري،ځان يوازي ګڼي او د يوې ښځې مينه ورته د نجات لاره ښکاري،په فزيکي ډول دواړه دوه ضد قطبونه لري او يو بل ته احتیاج حس کوي،ددواړو په يو ځاي والي کې خپل پوره توب ويني،ددې فزيکي يا جنسي کشونې اصلي منبع معنوي ريښې لري،دا د اضدادو( دا مختلف حسونه،صفتونه ماديات وغيره دي لکه سپين تور،وږی موړ،خفه خوشحاله،چې ديو د پوهيدو لپاره د بل شتون ته اړتيا ده) د نشتون حسرت دی چې بېرته انسان غواړی خپل لومړی مکمل توب،يووالي ته ورسېږي او انسان هغه یوالی او مکمل توب په دې کې لټوي.
ذهن د خيالونو،ډارونو او نفس مطابق يو بې کنتروله د فکر په لړی کې شپه او ورځ مصروف وي،چې همدا د ذهن تولید فکرونه انسان دې فکر ته اړ کړي لکه دا فکرونه چې دی وي يعنی هغه د ځان شناخت او پېژندګلوي جوړه کړي،دا د ذهن دهری مفکوری د قبليدو په پايله کې راځي،ذهن تل د بيرون نه تاثير اخلی او داچې انسان بيا هغه ذهن خپل ځان (زه)ګڼي نو خپل هويت (زه)له بيرون څخه اخلی،دا شناخت يا هويت (زه)انسان د بيرون نه چې د اصلي هويت او زه سره یې هیڅ اړیکه نلري اخلی لکه په ټولنه کې د خپل رول نه،د خپل مال او ملک نه،د کاميابي او ناکامی نه…
دا د ذهن تولید هويت (زه)يا نفس تل ځان بې دفاع او وږې حس کوي تل د يو څه په لټه کې وي چې ځان ثابت کړي ځان موړ کړي خو هيڅکله هم بس نلري.
وروسته په ژوند کې يوه ورځ راځي چې همدا انسان په يوه نجلی مين کېږي او د نفس هغه ټولې ستونزې او پوښتنې ډارونه ،حوسونه یې ځوابوي لږترلږه په لومړيو کې،او انسان د خپلې معشوقې په مینه کې دومره ورک شی چې ټوله دنيا ړنګه شی هم خيال يې نه وي،او تر دې د مخ یې چې نفس يا هويت ( زه)یې چې په څه تغذيه کول لکه خيال پلو،ددنيا نور کارونه هغه ورته نسبتأ ارزښت له لاسه ورکړي،نور نو د انسان د هرڅه ځاي دا مینه ونيسي او د هغه هويت(زه)يا نفس یې ځانته دا شناخت او سکون پيدا کړي،نور فکر کوی چې په دې کائناتو کې يو هېر شوی ټکی نه دی بلکې څوک شته چې هغې ته اهمیت ورکوي او هغه يادوي،دده دنيا د يو مرکز څښتنه شي او هغه یې مشعوقه وي،دا چې اوس هم دا دنيا دده څخه بهر ده او دی اوس هم هم خپل شناخت او هويت اوتذکره له بيرون څخه اخلي دا حقيقت په لومړيو کې ده ته مهم نه ښکاري،اوس ده ته مهم د زه ،هويت يا نفس د هغه حال نه موجوديت دي چې ده به ځان نيمګړي بې سکونه ګڼلو،يو کمي يو ډار يو غريبي به یې حس کوله اوس دي هغه نه حس کوي،خو دا ټول له منځه تللی نه دی يوازې د اوس لپاره یې ځای هغه مينی نيولي.
که په دې مينه کې کله جنګ وي،کله د خپلې معشوقې سره مينه لري کله ورڅخه نفرت لري دا مينه نه ده،دا د نفس يا زه د ژورې ځان غوښتنې،انانيت يو احتیاج او ضرورت دی چې مقابل طرف( معشوقه)يې د يو معلوم وخت لپاره پوره کوي.
اما له يو معلوم وخت وروسته د انسان په معشوقه باندې داسې حالت راځي يا داسې شرایط رامنځته کېږي چې هغه نشي کولی دانسان د هغه نفس،زه،ايګو او انانيت ضرورت ورپوره کړي،د نفس هغه پخواني خويونه ځان نيمګړي حس کول،کمی،نه مړېدل،ډار،غريبي ،تنهايي بيا را ژوندي کېږي،د هرې معتادی او روږديتوب غوندې کله چې لومړی ځل انسان نشه وکړي نو په هوا وی اما ورو ورو داسې وخت راځی چې نور هغه نشه په درد نه خوري او انسان نشي مړولی،او هغه درد ورکوونکي حسونه او خويونه بيا رابرسيره کېږي او دا ځل د پخوانيو څوچنده قوي وي.
اوس انسان خپله معشوقه يا خپله ښځه ددې حسونو يا دردونو سبب ګڼي او خپل هغه درد‌ چې کله بيرون کړي نو په هغه ښځه شدت وارد کوي او شدت منځته راځي،نفس يا انانيت يا ايګو نور هم يا شدت او جزا ډېروي يا نور داسې احساساتي عملونه کوي چې د مقابل طرف عمل او کار دده د خوښې دده د نفس،ايګو او انانيت سره سم تغير ومومي.
د نااميدي ،شدت‌او نيمګړتيا سبب دا د ميړه او ښځې يا مين او معشوقې ترمنځ اړيکې نه دي بلکې دا هغه دا ټول د غيري مستقل انسان دننه وي،او اړيکه کې مقابل شخص ددې قرباني کوي.
هره روږدنه او اعتياد يو وخت وروسته خپل تاثير له لاسه ورکوي او بيا دردونه د پخوا په نسبت زيات قوت سره تظاهر کوي.
حقيقي مينه احتیاج او اړتيا نلري،هيڅ شي نه غواړی او ضد هم نلري

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *