انس حقاني

ذبیح الله خورشیدی –

د حقاني شبکې د موسس جلال الدین حقاني کشر زوی او د دې شبکې د اوسني مشر سراج الدین حقاني ورور انس حقاني د ۲۰۱۴ کال د اکتوبر په ۱۴ نېټه په خوست ولایت کې د ملي امنیت له خوا ونیول شو.

د انس حقاني د نیونې په تړاو داسې هم ویل کېږي چې د ۲۰۱۴ کال د اکتوبر په ۱۲مه نېټه په بحرین کې د امریکایانو له لوري نیول شوی او وروسته د افغانستان ملي امنیت ته په لاس کې ورکړل شو.

 د شمشاد ټلویزیون د راپور پر بنسټ چې بېګا خپور شو د حقاني شبکې مهم غړی انس حقاني به په کابل کې د امریکایي پوهنتون د دوو، تښتول شویو استادانو په بدل کې له بنده ازاد شي.

طالبانو په دې تړاو شمشاد تلویزون ته منلې چې له امریکایانو سره یې د انس حقاني د خوشې کېدو لپاره مخامخ تماسونه نیول دي، خو د اوس لپاره نه غواړي په دې اړه له رسنیو سره پرې خبرې وکړي.

 وسله والو طالبانو د ۲۰۱۶ کال په اګست میاشتې کې د امریکايي پوهنتون دوه استادان چې یو یې د امریکا او بل یې د اسټرالیا اوسېدونکی دی وتښتول خو له ۶ میاشتو هڅو سره سره  لاهم د دوی په خوشې کېدو کې کوم پرمختګ ونه لیدل شو او د عملیاتو پایلې هم ناکامه او د طالبانو د غوسې لامل شوې.

په یوه ویډو کې چې څه موده وړاندې طالبانو خپره کړه دواړو بهرنیو استادانو د امریکا له نوي ولسمشر غوښتي چې د دوی د ژغورلو او خوشې کېدو لپاره له طالبانو سره خبرې اترې وکړي.

د امریکا نوي حکومت تر اوسه څه نه دي ویلي خو د طالبانو له خبرو ښکاري چې خبرې روانې دي.

ټاکل شوې خو داسې وه چې انس حقاني تبادله د یو امریکایي او کاناډایي جوړې سره وشي خو طالبانو یو شرط داو چې پاکستان باید په دې سره ملا برادر هم له بند ازاد کړي ولې د ناڅرګندو دلایلو له مخې دا تبادله تر سره نه شوه.

کاناډایي او امریکایي جوړه ښځه او خاوند او ماشوم د حقاني شبکې له لوري یرغمل دي خو تر اوسه نه دي ازاد شوي دوی په ۲۰۱۲ م کال کې د وسلوالو طالبانو له لوري نیول شوي دي.

له دې وړاندې طالبانو امریکايي پوځي بریګدال د خلاصون په بدل کې  له ګوانتنامو پنځه مهم طالب مشران خوشي کړل هغه هم د حقاني شبکې سره په بند کې و.

له دې ښکاره ده چې امریکا به له حقاني شبکې سره د انس حقاني په تړاو تبادله کې کوم ځنډ ونه کړي.

له افغان حکومت او خلکو سره ګوندې دا وېره پیداشي که انس حقاني خوشې کړي دغه شبکه به غښتلې شي، خو د انس حقاني په بندیتوب کې هم دغې شبکې په کابل او ولایتونو کې خونړي بریدونه وکړل او په هېچا یې رحم ونه کړ، خو که چېرته خوشې شي ښایي حقاني شبکه سخت بریدونه ونه کړي ولې اوس د خپل مهم غړي د خوشې کېدو لپاره لوی بریدونه وکړي او خلکو ته د درنې مرګ ژوبلې لامل وګرځي د یوکس لپاره نور باید د هېڅ یو افغان وینه توی نه شي.

طالبانو هڅه کړې د انس حقاني ځای پیداکړي ولې حکومت د خپلې هوښیارۍ له امله په داسې ځای کې ساتلی چې د حکومت ډیری مهم مشران پرې خبر نه دي چې حکومت انس حقاني چېرته ساتل کېږي.

زه فکر کوم د حکومت په اډانه کې ځینې داسې کړۍ شته چې په تېر کې یې له طالبانو سره دښمني درلوده په هېواد کې سوله راشي او د دواړو خواوو بندیان هغه چې طالبانو سره په بند کې دي او یاهم افغان حکومت سره دي ازاد شي او له امله یې د زرګونو انسانانو د وژنې مخه ونیول شي.

په دې هیله چې د حکومت او طالبانو هرډول پرېکړې په هېواد کې د تلپاتې سولې لامل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *