انس حقاني

افغان حکومت له نړیوالو همکارانو سره په مشوره او له طالبانو سره په نامستقیمو مذاکراتو کې بلاخره دې هوکړې ته ورسیدل چې انس حقاني او درې نور لوړپوړي طالبان له زندان ازاد کړي، خو دا ازادیدل په مشروط ډول دي.

یو شرط دا دی چې طالبان به تاوتریخوالی کموي او له افغان حکومت سره به د سولې مخامخ مذاکراتو ته کینی.

بل شرط دا دی چې خوشي شوي طالبان به هیڅکله د جګړو لیکو ته نه ستنیږي او نه به د جګړو رهبري کوي.

افغان حکومت ځکه انس حقاني د دوه بهرنیو استادانو په بدل کې خوشې کړ چې دا استادان افغانستان ته د خدمت لپاره راغلي و چې افغان ځوانان په لوړو زده کړو سمبال کړي.

افغان حکومت ډير کله ټينګار لري چې د سولې قیمت لوړ دی، نو د قیمت یوه برخه یې د سولې د خبرو په درشل کې پرې کړه، دا چې سوله د طالبانو د بندیانو په ازادیدو راځی، افغان حکومت تیار دی چې د باور جوړونې لپاره د زندانیانو تبادله وکړي.

ولسمشر غني د زندانیانو د تبادلې په تړاو ملت ته ښکاره پيغام درلود چې ولې او د کوم دلیل له مخې یې انس حقاني، عبدالرشید او مالي خان خوشې کړل.

ولسمشر په خپل پيغام کې ویلی، د دغو دوو بهرنیو استادانو خوشې کېدل له طالبانو سره په غیرمستقیمو مذاکراتو کې زموږ د اساسي غوښتنو یوه برخه وه، ترڅو د دې استادانو کورنیو او اړوندو هیوادونو ته دا ډاډ ورکړو چې موږ د خدمت او شرافت د قدردان ملت او دولت په توګه د هغوی چې د علم او دانش د ترویج په خاطر زموږ هیواد ته راځي، هرکلی او درناوی کوو.

ولسمشر وویل ما په کراتو ویلي دي چې باعزته او تلپاتې سولې او ثبات ته رسېدل یوه ورځ دېته هم اړتیا لري چې موږ د هغه تریخ قېمت ورکړو.

مګر دا قېمت او بیه به د جمهوریت اصل، د وګړو او ښځوحقونه او زموږ لاسته راوړنې نه وي او هیڅ ډول جوړجاړی او تفاهم به دا ارزښتونه قرباني نه کړي.

ولسمشر ملت ته په وینا کې وویل، د هیواد د جمهوررئیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان په توګه ما ټول مادي او معنوي امکانات چې دولت یې په اختیار کې لري د امنیتي او دفاعي بنسټونو په خدمت کې ورکړي او یوه لحظه هم د هیواد د صدیقو اولادونو له سرښندنو، مبارزو او کوښښونو څخه بې خبر نه وم، تل له هغوی سره یو زړه او همغږی وم او یم.

د طالبانو ډله پوهېږي چې نږدې یولس زره کسان یې چې په بېلابېلو جرایمو او جنایتونو کې یې لاس درلود او بالفعل د جرم ترسره کولو په جریان کې نیول شوي دي، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت سره بندیان دي او افغان دولت له دې ټولو زندانیانو سره د قانون، منل شویو انساني او اسلامي ارزښتونو مطابق چلند کوي.

خو په هغه صورت کې چې که طالبان د افغانانو په وژنه ټینګار وکړي او یو ځل بیا د خپلو بهرنیو او پردیو د ګټو د ملاتړ په خاطر د افغانستان خلک قرباني کړي، له همغه ځواب سره به مخامخ شي چې په ۱۳۹۸ کال کې ورسره مخ شول. هیله ده چې د مذاکراتو او دیانت لاره انتخاب کړي.

One thought on “انس حقاني په مشروط ډول خوشې شوی/ سید عبدالله پاچا”
  1. ددی پر ځای چی امریکا او نور متحدین په پاکستان پوځ او استخبارتی اداره او چارواکو فشار راوړی او د ایران د سپاه پاسدارنو په شان بندیز ولګوی په طالب چارواکو باندی فشار راوړلو ډرامی ډکوی نو داسی معلومیږی چی دوی لا تر اوسه کلاوی یا کولوی یا په بله معنا د تار سر ندی معلوم کړی
    ځکه پدی ۴۰ کالو کی افغان دولت په ډاګیزه ډول ټولو نړیوالو ته ښودلی چی ترهګرو ډلو او جنګی ډلو تربیه خانی او مالی ملاتړ کوونکی هیواد پاکستان دی نو چی اوس هم دوی شک لیری باید دوی ووایی چی آسامه بن لادن ، ملاعمر او ملامنصور او د ملاهیبت الله ورور په پاکستان کی ندی وژل شوی او دادی هم ووایی چی افغانستان کی د وسلی لوی فابریکی شته چی طالبان او نوری جنګی ډلی ترینه ګټه پورته کوی! نو
    چی داسی هم نشی ویلی او پاکستان هم فشار نشی راوړلی نو جنګی جرایمی محاکمی ته دی اجازه ورکړی چی پدی اړه پلټنه وکړی او مجرم هیوادونه ددی محکمی له لاری د رسانیو له لاری معلوم شی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *