عثمان رسولي-
زما په اند که په اوسنۍ نړۍ کې که له یوې خوا ظلمونه، وحشتونه، بې عدالتی او قتلونه انسانان د مرګ کندې ته ور ټېل وهي، له بلېخوا د بشردوستی او خواخوږی حس هم دومره غښتلی شوی چې یوه کلیواله ماشومه یې د صوات له غرونو نه په یوې فوق العاده آلوتکه کې بیرمینګم ته را ورسوله او هغه یې د طالبانو له وحشیانه مرګه وژغورله.
د کوزې پښتونخوا په ګوټ ګوټ کې طالب اورپکو ناتار جوړ کړی ؤ. په علم، هنر، کتاب او قلم پسې یې سخته را خستې وه.
نه یې ښوونکي آرامه پريښودل، نه یې زده کوونکي او نه هم عام خلک. ډېر یې لدې دنیا نه رخصت کړل او ډېر یې هم زخمیان او یا یې هم په دورو ووهل او د تل لپاره یې معیوب کړل. د علم او آدب له مرکزونو څخه شنه لوګي پورته کیدل او په بمونو آلوزول کیدل. په سل ګونو ښوونځي د طالب اورپکو د اور او بمونو خوراک شول.
په میلیونونو مسلمانان یې له خپلو کلیو او کورونو نه مهاجرت ته مجبور کړل. د دې هر څه تصویرونه یا نېغ په نېغه او یا هم په غیر مستقیم ډول په دوامداره توګه د نړیوالو تلویزیوني شبکو له لورې خپریدل او سړي ته یې د منځنیو پیړیو د جهالت اوتورتم دورې ور په یادولې. طالب اورپکو نه یوازې د نجونو، بلکې د هلکانو هیلې هم نیلې کړې.
پورتـني حــالت نه یوازې زه بلـکې هر وجدان لرونکی انسان نا امیده کولو او په شوک کې یې آچولو. یوه ورځ مې په « یوتیوب » کې ناڅاپه د تنکې ملالې یوسفزۍ په باب یوه ویډ یو تر سترګو شوه. سملاسي مې وکتله. د لومړي ځل لپاره مې ملاله یوسفزۍ وپيژنده. کله مې چې د دې زیرکتوب، هوښیارتوب، زړه ورتوب او میړانه ولېده، په زړه کې مې بیا هیلې او امیدونه را وټوکیدل.
د ملالې نورې ویډ یوګانې مې هم پرله پسې وکتې. بالاخره د تنکې ملالې په فن بدل شوم او د هغې د یوې ویډ یو لاندې مې په ډېر ویاړسره ولیکل « د لوی افغانستان راتلونکې ولسمشره ـ ملاله یوسفزۍ». څو موده وروسته مې یوه ورځ د نړیوالو رسنیو له خولې واوریدل چې طالب اورپکو د سوات په ملاله ګولۍ چلولي دي او هغه یې په سر ویشتلې ده.
سملاسي مې د هغې په باب دا لاندې لنډ مطلب ولیکلو او په ځینو پښتو سایټونو کې نشر شو چې ور نه د زړه له کومې مننه کوم: « انشاالله ملاله یوسفزۍ به خپلې خویندې او وروڼه یوازې نه پریږدي » له هرڅه نه مخکې د لوي خداي ج له دربار نه تنکې ملالۍ ته شفا غواړم. ملاله یوسفزۍ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مشهوره او پیژندل شوې څېره ده.
هغه کټ مټ د میوند د ملالې په څېر يوه ډېره زړه وره اوهمدارنګه د لوړ استعداد او پوهې لرونکي پښتنه ماشومه ده چې تر اوسه یې د ژوند مزه لا نده څکلې او اېله یې د ژوند څوارلس پسرلي ترشا پرې ایښي دي. دا ډول ویښ، با استعداده، د ژبې او قلم لرونکی ماشومان بې له شکه د لرو ا وبرو پښتنو د مستقبل لپاره یو روښانه او په زړه پورې زېرۍ له ځانه سره لری.
له یوې مودې را پدې خوا دهشتګر په نوموړې ماشومې پسې ټوپک پلاس ګرځیدل. بالاخره پرون یې په رڼا ورځ اود پولیسو له ماموریت څخه نه دومره لېرې، بې له ډاره پرهغې د سکول په بس کې ګولۍ وچلولې او خپل زړه یې پر یخ کړ. تنکې ملاله اوس د ژوندې پاته کېدو لپاره په روغتون کې لاس اوپښې وهي اوانشا الله هغه به خپل پښتانه وروڼه اوخویندې یوازې نه پریږدي.
که څه هم په ظاهرکې دا په تنکې ملالۍ باندې د دښمن یوه بې غیرته او له شرمه ډکه حمله وه خو په باطن کې دا د پښتنو پر راتلونکی یعنی مستقبل ډیر کلک ګوزار ؤ. حتی که ووایو چې دا زمونږ پر مغزونو ګوزار ؤ هم به مو تیروتنه نه وی کړي. د دې غیرانسانی اوکرغیړن عمل پر تر سره کولوسره دښمن مونږ ته په روښانه او واضح توګه اخطار راکړ چې نور به زمونږ غږ ونه زغمي، هیڅکله به یې هم اوچتیدو ته ته پرې نه ږدی او په ستوني کې به يې غلۍ کړي.
دښمن غواړي چې په هرقیمت وی پښتانه د علم او پوهي له رڼا څخه پټ په تیارو کې وساتی. ترڅو وکولای شي په اسانې سره هغوي ته ټوپک پلاس ورکړي، ځانمرګي وسکټونه ور واغوندي او د خپلو شومو او نا روا پلانونو اوعملونو د ترسره کولو لپاره يې استعمال کړي.
دا زمونږ لپاره د خطر لوي زنګ ؤ. دا زنګ که څه هم ډېر پخوا وهل شوی، خو ډيرخلک يې نه آوري او تراوسه پورې لا د پيل په غوږ کې په درانه خوب ویده دي. ځيني خلک خوخپل تنکي زامن لا تراوسه داسې مدرسو ته ليږي چې هلته د آی اېس آی کرنېلان اوجرنېلان د ملایانو په جامه کې ځانمرګي، دهشتګر اوسړي و ژونکي تربیه کوی.
ځیني نور بیا همدغو لعنتیانوته د جهاد په نوم پيسې، زکاتونه اوسرسایی ورکوي، بې لدې چې پوه شي له دوی سره خپل ځانونه پدې جرمونو او ګناهونو کې شریکوي چې هرومرو به يې په آخرت کې ځواب وایی. دا ځکه چې د اسلام پاک او مقدس دین د سولې دین دی. او د سولې په دین کې دا ډول ناجايزو او ناروا کارونو ته اجازه نشته. آیا همداسې ند��؟ که داسې وي نو د خداي د پاره د دې تورمخو لعنتیانو مخه ونیسئ دې لعنتیانو ته نورد جهاد په نوم خپلې ګاڼې، پیسي، زکاتونه اوسرسايي مه ورکوئ ! بس ده، نور لدې درانه خوبه راویښ شئ! ومن الله توفیق!
هو، دا له غمه ډک خبر نه یوازې زما لپاره له اندازې زیات خواشینوونکی ؤ، بلکې ټوله دنیا یې ولړزوله. د دنیا په ګوټ ګوټ کې خلک را ووتل او د هغې لپاره یې په دعا ګانو پیل وکړ. خو د الله په دربار کې د هغې لپاره د دعاګانو تر څنګ مې په سر کې ډول ډول فکرونه راګرځیدل. خپه پدې هم وم چې ما په « یوتیوب» کې ولې ورته لیکل چې « د لوی افغانستان راتلونکې ولسمشره ـ ملاله یوسفزۍ» او له ځانه سره به مې ویل چې کاشکې دا خبره مې پټه په زړه کې ساتلې وای. ډیر پښیمان وم، هیڅ مې هم له لاسه نه کیدل او رښتیا مې هم د هغې د یوه فن حتی ورور او یا هم پلار په څېر له سترګو نه اوښکې توییدې. هر ګړی به مې د هغې روغتیايي حالت د انترنټ له لیارې تعقیباوه. شکر چې ملالې یوسفزۍ خپل وروڼه او خویندې یوازې پرې نه ښودل او له اوږدې درملنې وروسته د لوی خدای « ج » په مرسته، د پوهو او ماهـرو ډاکترانو، پرمختللي تخنیک او همدارنګه د برتانیې د بشردوستی په مټ له مرګه وژغورل شوه او د نجونو او کوچنیانود حقونو لپاره یې په نړیواله سطحه خپلو فعالیتونو ته له خپلو زده کړو سره یو ځای د بیرمینکم په ښار کې له سره دوام ورکړ. نن چې له کاره راغلم او لېپ ټاپ مې خلاص کړ. سملاسي مې سترګې پدې خبر ولګېدې « ملالې یوسفزې د نوبل د سولې جایزه وګټله». دومره خوشحال شوم لکه ما چې دغه جایزه ګټلي وي.
ملالې یوسفزۍ ته د زړه له کومې د دې پرستیژ لرونکې نړیوالې جایزې مبارکي وایم او په لوړو بشردوستانه ارمانونو کې ورته تر دې هم لوی لوی بریالیتوبونه غواړم. د لومړي نوبل په ګټلو سره دې مونږ ته هم بې اندازې لوی ویاړ را په برخه کړ خو آیا مونږ د ستا په قدر پوهیږو؟
له بده مرغه د دې تپوس ځواب « نه» دی. ځکه خو مونږ د دې ویاړ لیاقت هم نلرو. ته نور یوازې زمونږ ملاله نه یې… بلکې اوس دې ټولې دنیا ملاله یې، ځکه چې دنیا هم ستا په قدر پوهیږي او هم در باندې ویاړي! په پاکو او سپيڅلو ارمانونو کې له لوی خدای نه تردې لا زیات توفیق اود اوږد ژوند دعا درته کوم. عثمان رسولي
سواتۍ، یوسفزۍ ملالې ، مور اوپلارته ېې، کورنۍ ، پښتونخوا، افغانستان او دنړۍ ټولو تنکیو ماشومانو او قلم او کتابچې په لاس زلمکیانو ته د دې جهاني ویاړ( دنوبل د سولې جایزې د ګټلو) او له ټولو مهم د ملالې د علم مشال کیدل د زړه له تل څخه مبارکۍ وایم.
او د ورور عثمان خان رسولي د لیکنې دسر ټکو مانا به دا واخلم : انشاءالله ملاله باید هغه پښتنې خویندې هیرې نه کړي چه د ماښام ډوډۍ د اوښکو سره خوري ، په کمپونو او خیمو کې په سل بلاګانو اخته دي : د جنګونو،فقر،بیسوادئ،ناروغیو، ا.د.ن. په ایسته کولو کې دخپلو جایزو څخه هغوی ته هم یو څو زره ډالرې په کلدارو یا افغانیو بدلې کړي او مستحقو خویندو ته یی واستوی. په درناوۍ