تاند- د پاکستان د کرکټ نامتو لوبغاړی انضمام الحق به، چې د زیمبابوې د مسابقو په لړ کې یې د افغانستان د لوبډلې د روزونکي دنده په غاړه لرله، د دوو کلونو لپاره د افغان ټیم روزونکی وي.
د افغانستان د کرکټ مخکیني روزونکي کبیرخان، چې اوس د پاکستان د کرکټ د ملي ټیم د غوراوي پلاوي غړی دی، وویل چې انضمام الحق موافقه کړې چې د افغانستان له کرکټ بورډ سره قرارداد لاسلیک کړي.
کبیرخان، چې د افغان ټیم په روزلو کې یې خورا مهم رول لوبولی، د هند (پریس ترسټ اف انډیا) خبري اژانس ته وویل:«ما له انضمام سر ه خبرې وکړې. ده له افغان ټیم سره دوه کلن قرارداد منلی دی.»
«انضمام د زیمبابوې له لوبډلې سره د افغان ټیم له مسابقو راضي دی او باور لري چې افغان لوبغاړي د کرکټ ښه استعداد لري او نور پرمختګ هم کولی شي.»
انضمام، چې د پاکستان لپاره په ۱۲۰ ټست میچونو او ۳۸۸ یو ورځنیو سیالیو کې لوبېدلی، په وروستیو کې د بیټنګ په برخه کې د افغان ټیم د سلاکار په توګه له دې لوبډلې سره زیمبابوې ته تللی و.
افغانستان له زیمبابوې څخه د ۵ یو ورځنیو مسابقو لړۍ او دغه راز دوې شل اوریزې سیالۍ وګټلې. دا لومړی ځل و چې د کرکټ د نړیوالې شورا د دوهمې درجې یو ټیم د دې شورا د بشپړ غړیتوب لرونکي ټیم ته ماتې ورکوي او هغه هم په خپل کور کې.
کبیر خان وايي چې د افغانستان باولران او فیلدران ښه دي خو باید پر بیټنګ کار وکړي او د دې لپاره انضمام ایډیال دی.
د کبیرخان په وینا انضمام د افغانستان په لوبډله کې د پام وړ بدلون راوستلی شي.
انضمام الحق ته دوه کاله پخوا ورته وړاندیز د پاکستان په ملي لوبډله کې شوی و خو ده د پاکستان په کرکټ بورد کې د مالي لانجو په خاطر ونه مانه.
هو! ډېر ښه، خو د یادونې وړ ده چې دکریکټ مسوولین باید ډېره پاملرنه دې ته وکړي چې خدای مه کړه د افغانستان د کریکټ له لوبغاړو سره د پاکستاني سیاستوالو لاره خپله نه کړي، او انضمام الحق پاکستانی روزونکی په خپل وار سره د تل لپاره له ډګره وباسي چې دا به هم پاکستانیان بیا د ځان لپاره یوه لویه سیاسي بریا او لاسته راوړنه وګني.
او د رحمان بابا هغه وینا باید په یاد ولرو چې وايي: یو هغه سړی احمق بلی کیږي چې د دښمن پر سوګند خوړلو باور کوي او بل هغه څوک چې په تېر عمر د ځوانۍ خوبونه ويني. نو باید و ویل شي چې د چا د پلار دښمن په هېڅ صورت کې هم د هغه دوست او ملګرۍ نشي کېدای
په درنښت
په ډېرې بښنې سره: د لومړنۍ تبصرې اصلاح
هو! ډېر ښه، خو د یادونې وړ ده چې دکریکټ مسوولین باید ډېره پاملرنه دې ته وکړي چې خدای مه کړه چې د افغانستان د کریکټ دغه ځوانې لوبډلې پر وړاندې نوموړی روزونکی د پاکستاني سیاستوالو لاره خپله نه کړي، او انضمام الحق پاکستانی روزونکی زموږ دغه نوې راټوکېدونکې لوبډله په خپل وار سره د تل لپاره له ډګره وباسي چې دا به هم د افغانستان پر وړاندې د پاکستانیانو په تېره بیا د نوموړي روزونکي (انضمام الحق) لپاره یوه لویه سیاسي بریا او لاسته راوړنه وګنل شي.
او د رحمان بابا هغه وینا باید په یاد ولرو چې وايي: یو هغه سړی احمق بلی کیږي چې د دښمن پر سوګند خوړلو باور کوي او بل هغه څوک چې په تېر عمر د ځوانۍ خوبونه ويني. نو باید و ویل شي چې د چا د پلار دښمن په هېڅ صورت کې هم د هغه دوست او ملګرۍ نشي کېدای
په درنښت
ستا دپلار او نیکه اصلی دښمن ایرانیان اوروسان دی ورته متوجی اوسه.
هو! بلکل، خو که موږ پام وکړو یا یې ونه کړو، له وسه مو څه نه کیږي ځکه چې په کابینه او په یو شمېر نورو نظامي لوړو پوستونو باندې هم زما د پلار او نیکه دغه دښمنان کار کوي. نو دا په دې مانا ده چې دا نظام ټول د پردیو د غلامانو او تاليڅیو باندې چلیږي چې او ټول مضر دي، خو دا د انګریز زوی د اسلام په جامه کې په سیمه کې د افغانستان پر وړاندې د اسرایلو رول لوبوي، او که په رښتیا هم د اسلام غم ورسره وي، نو بیا دې هیره منډي او دې ته ورته په زرګونه نور ځایونه بند کړي. او بله دا چې دا خو واقعاً چې زما د پلار او نیکه دښمنان دي، خو تور لنګۍ (پنجابی) خو هم ولله که ستا د ادې زوی وي.