انعام ټول خلګ حېران کړل چي دا څه دي ، دومره غټ انعام . پخوا خو کله هم داسي نه وو سوي . دوړي وې. د دربي ډول او د ددربي اتڼ وو.

واده وو. ناولد مېلمه ځوان داسي د خوند اتڼ وکړي چي هلته ولاړ ټول کليوال يې ګوته په غاش کړل. واه. هم يې اتڼ د کمال وو او هم ستړي کېدي نه.

پاي ډولزن او نور اتڼ کونکي ستړي سول ، خو ده بيا هم د ستړيا نوم نه اخيست او لکه کمبلۍ لا رخصېدي.

د کلي مشر دغسي خپل ګران بيه نوي لونګۍ ور په سر کړه چي تر ننه يې چاته نه ورکړي چي د زراو روپۍ بې حسابه نوټونه يې هم پکښي کښيښول.

د ځوان مخ تک سور سو او سر په وځړېدي چي دا خو دېر لوي انعام دي.

دا هيڅ نه دي. مشر وخندل. ظالمه ! لوي انعام خو قدرت تاته درکړي دي ، ستا هنر.
June
2017

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *