انفلاسيون (دپيسو پړسوپ) په اقتصاد کې له مهمو او د پام وړ موضوع ګانو څخه شميرل کيږي، چې په هيواد کې د اوږد مهاله بې ثباتۍ سبب ګرځي او د پرمختګ مخه نيسي.

شته حقايق په ډاګه کوي چې د نړۍ هر هيواد اوس د انفلاسيون له رنځه کړيږي او په دې لټه کې دي چې خپل هيواد له دغه کړکيچن او ستونزمن بهير څخه وژغوري ځکه په يو هيواد کې د انفلاسيون شتون او موجوديت د سلګونو نورو ستونزو منشاء ده؛ د دغه خطرناک او وخيم مشکل په اړه د امريکې جمهور رئيس چيرلډ فورډ په ۱۹۷۴ م کال کې وويل چې: انفلاسيون د عام لمړني رقيب په څير دی يا (Public Enemy No.1)، چې د نوموړي له څرګندونې وروسته تر ننه پورې په نړۍ کې انفلاسيون د لومړني رقيب په توګه ياديږي، په دې اوس وختونو کې اقتصادي کارپوهان وړاندوينه کوي ، چې په افغانستان کې دسياسي بي ثباتۍ ، بد امنۍ او دپيسو کم عرضه کول دافغانيو ارزښت دټيټيدو او دتوکو دقيمتونو دلوړوالي سبب ګرځي، چې په خپل وار سره مو هيواد دانفلاسيون دلوړيدو په لور قدم اخلي.

اقتصادي کارپوهانو زيار ايستلی، چې د انفلاسيون لپاره کره او سوچه باوري او منل شوی تعريف انتخاب کړي، چې ددغه مفهوم ټولې خواوې احتوا کړي خو تر دې دمه نه دي توانيدلي، چې د انفلاسيون لپاره واحد او ټول منلی تعريف انتخاب کړي البته په مختلفو تعبيرونو او بڼو پيژندل شويدی، چې يو څو يې په لاندې ډول دي:

انفلاسيون دقيمتونو دکچې لوړوالی دی يا په عمومي توګه دتوکو او خدمتونو په قيمتونو کښي اضافوالی دی، انفلاسيون هغه حالت دی، چې د ملي پيسو پر وړاندې عامه اعتماد له منځه تللی وي اوخلک په دې هڅه کې وي، چې پيسې په امتعه تبديلې کړي، پرلپسې دملي پيسو دارزښت دکچې ټيټدلو او په ډيره ساده اصطلاح کې که دکاغذي او فلزي پيسو دارزښت مقدار دنورو قيمتي ګا ڼو دارزښت سره برابر وي نو دهغې دپيرودلو پياوړتوب يو شان دی او دانفلاسيون کړکيچ نه رامنځته کيږي او که دولت دخپلو لګښتونو دبشپړ کيدو لپاره داړتيا نه زياتې پيسې عرضه کوي نو دتوکو قيمتونه لوړيږي، چې دې ته پولي تورم يا انفلاسيون وايې.

دهيواد مرکزي بانک او دولت بايد هڅه وکړي چه پولي تورم ۲ يا ۳٪ سلنه باثباته وساتي، چي د هماغه هيواد په غوره سپما باندې دلالت کوي تر څو وګړي دې ته وهڅوي، چې په لوړه کچه د پير او پلور بهير ته مخه خلاصه کړي، ځکه چې په کمه اندازه انفلاسيون سود په ټيټه کچه باندې ساتي او هيواد له نورو کړکيچونو سره لاس او ګريوان کوي.

له بل اړخه په افغانستان کې دپيسو دارزښت دټيټدو له امله دلوړ انفلاسيون ويره رامنځته شوې. ديوې مستندې څيړنې له مخې که دولت دپولي ثبات او دافغانيو دټيټدو لاملونو ته جدي پاملرنه ونه کړي نو هيواد به مو دلوړ انفلاسيون سره مخ شي او په پرلپسې بڼه به دتوکو قيمتونه أوج ته ورسيږي او دثبات عايدات لرونکي وګړي به تر ټولو زيات فشار لاندې راشي.

په ټوله کې ويلی شو، چې انفلاسيون د هيواد پر اقتصاد ډير بد اغيز لري، چې دولت يې بايد د مخنيوي لپاره جدي او د پام وړ ګامونه پورته کړي د دې لپاره، چې انفلاسيون له منځه ولاړ شي او د هيواد د پراختيا، ارامۍ او ثبات لپاره لار هواره شي.

عطاءالله مظلوم
دنړيوال اسلامي پوهنتون داقتصاد دپوهنځي داووم سمستر محصل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *