انفلاسيون په عمومي سطحه  دقيمتونو دلوړوالي په حيث تعريف شوى،  چې دا لوړتيا بايد دوامداره وي،خو په  يو ځل او ناڅاپي  توګه دقيمتونو لوړوالي ته انفلاسيون نشو ويلى .

دا هغه  مهمه مسله ده چې له ډېرې مودې راهيسې  ورسره وګړي لاس او ګريوان دي.

دانفلاسيون له امله ډېر عام  وګړي ځپل کېږي  ځکه  چې پدې سره دوى داجناسو داخستنې  قدرت اوتوان له لاسه ورکوي.

انفلاسيون په خاص ډول سره په قرض ورکونکو باندې ډېر بد اثر غورځوي ځکه کله چې دوى خپلې قرض پيسي بېرته ترلاسه کوي؛ نوپه هغو سره خپل لومړنى ارزښت  له لاسه ورکوي.

همدارنګه  ځيني اقتصاد پوهانو انفلاسيون په لاندې ډول تعريف  کړيدى .

1(( کرودر )) انفلاسيون داسي تعريف کړى : انفلاسيون هغه حالت  ته وايي د پيسو ارزښت پکې کم شي اويا هم  په بل عبارت  داجناسو قيمتونو لوړشي  .

د کلبورن په نظر انفلاسيون هغه حالت دى چې د ډېرو پيسو پواسطه لږ اجناس خريداري کيږي . په خلص ډول دانفلاسيون لنډ مفهوم په لاندې ډول بيانولى  شو.

١-  د قيمتونو په سطحه کې زياتوالى دانفلاسيون په نامه ياديږي که د ځينو اجناسو قيمتونه ديو ځل لپاره  لوړشي  او دالوړوالى په مسلسل ډول  سره نه وي  نوانفلاسيون  نه ګڼل کيږي .

٢-  د قيمتونو په سطحه کې مسلسل زياتوالى د مجموعي تقاضا دزياتوالي په  پايله کې رامېنځته کيږي .

٣- د قيمتونو په سطحه کې لوړوالى د عرضې دمقدار د کموالي له امله رامېنځته کيږي .

په پرمختيايي هېوادونو کې دانفلاسيون  ډولونه

١- د تقاضا د فشار په و جه انفلاسيون:

دغه انفلاسيون هغه وخت رامينځته کيږي کله چې تقاضا د عرضې څخه زياته شي  .

تقاضا دمختلفو وجوهاتو له امله  زياتيدلى شي. مثلا  دنفوسو زياتوالي په وجه تقا ضا، دحکومت دمصارفو په و جه تقا ضا، دپيسو دعرضي دزياتوالي په وجه  اوداسې نور…….

٢- د توليدي مصارفودفشار له امله انفلاسيون:

د اډول انفلاسيون دتوليددلګښت دزياتوالي له امله  رامينځته کيږي، دمثال په ډول کچېرته د تيلو بيعي لوړې شي؛ نو دټولو هغو صنعتي  فابريکو چې دتيلو له انرژۍ څخه  ګټه  اخلي دتوليد لګښت زياتيږي، چې پدې صورتکي دوي مجبوريږي، چې توليدکم او د توليداتو قيمتونه لوړکړي، چې دغه انفلاسيون درې عمده علتونه لري .

A – که چېرته دکارګرانو اتحادي منظمي وي دقيمتونو د لوړوالي په وجه لوړ مزدونه  غواړي چې ددې په نتيجه کې توليدي مصارف زيا تيږي .

B- هغه لويې تصدۍ، چې په با زاربا ندې اثر غورځولى شي  د خپلو ګټو د زياتوالي لپاره خپل مصارف  لوړوي .

C-    که په نړيواله کچه  دخامو موادو په عرضه کي زياتوالى رامينځته  شي او يا هم په قصدي ډول سره ديو  جنس عر ضه کمه  شي؛ نو پدې صورت کې دجنس قيمت لوړيږي، چې داهم دتوليدي مصارفو د لوړوالي سبب  ګرځي  .لکه  انرژي .

٣- ساختماني انفلاسيون :

1د تقاضا د زياتوالي اويامصارفو د زياتوالي د انفلاسيون څخه علاوه  ، پروفيسور چارلز  شلټرز د سا ختماني انفلاسيون نظريه هم  وړاندې کړيده ، دنوموړي د نظريي مطابق  دغه انفلاسيون هغه  وخت  مينځته  راځي کله  چې په هېواد کې  دداخلي  تقاضا په جوړښت کې تغيرات رامېنځته  شي، نوموړى عالم وايي کله  چې په هېواد کې په ځينو سکتورونو کې  اجناسو ته  تقاضا زياته شي؛  نو ددې سره سم په قيمتونو اومزد کې هم زياتوالى راځي .

ليکن برعکس په ځينو هغو سکتورونو کې چې اجناسو ته تقا ضا لږه شي نو ورسره قيمتونه او مزد نه کميږي .

د دې نظريي په اساس  انفلاسيون ددې  له امله ندى رامينځته  شوى، چې مجموعي  تقاضا لوړه شوي  بلکې  د دې  له امله  انفلاسيون رامينځته  شوى چې دمصرف کونکو په ذوق  کې ځينې تغيرات  رامېنځته  شي ، نوله دې کبله  مصرف کوونکي  ځينې صنعتي  اجناس زيات  خوښوي او بعضي  نه خوښوي .

هغه اجناس چې تقاضايې کمه شي په قيمتونو کې يې دکموالي هيڅ ميلان نه ليدل کېږي  اوهغه صنعتي اجناس  چې تقاضايې زياته شي سمدلاسه ددغو اجناسو قيمتونه اوهم يې  دتوليدي وسايلو قيمتونه  په  موازي ډول  لوړيږي  اوانفلاســـــيون رامينځته کېږي.

٤- د کرنسۍ له امله انفلاسيون:

که په يو هېواد کې دپيسو دمقدار دزياتوالي له امله په مسلسل  ډول  سره په قيمتونو کې هم زياتوالى راشي، نو دغه ډول انفلاسيون ته  دپيسو انفلاسيون ويل کيږي .

٥ – د اعتباري پيسو انفلاسيون :

1که په يوهېواد کې د بانکونو د زياتو قرضونو د ورکولو له امله انفلاسيون رامينځته شي، نو دغه ډول انفلاسيون ته د اعتباري پيسو انفلاسيون ويل کېږي.

٦ – د بويجې د کسر په وجه رامينځته کيدونکى انفلاسيون:

اکثره وختونه کله چې دحکومت په بوديجه کې کسر رامينځته شي، پدې مانا چې عوايد يې نظر مصارفو ته کم شي؛ نوپدې صورت کې حکومت دبويجي دکسر دپوره کولو لپاره نوي بانک نوټونه چاپوي ، چې پدې سره تقاضا زياتيږي اود انفلاسيون درامېنځته کيدو سبب ګرځي  .

٧ – ازاد  انفلاسيون:

که چېرته په قيمتونو کې په مسلسل ډول اضافه والى رامينځته  شي  اوددې د مخنيوي لپاره وسايل پکار وانه چول شي، نو لدې امله چې کوم انفلاسيون رامينځته  کيږي؛ دې ته  ازاد  انفلاسيون ويل کيږي .

دپروفيسور ملټن فريډمن له نظره ازاد انفلاسيون هغه وخت ښکاره کېږي، کله چې قيمتونه  بغير د کوم مانع  يا د حکومت د فشار او يا دقيمتونو دکنترول  څخه اضافه کېږي .

٨- خفيف انفلاسيون:

که په يو هېواد کې په  قيمتونو کې په ورو ورو ډول اضافوالى راشي ، نوديته خفيف انفلا سيون  ويل کېږي .

٩ – شديد انفلاسيون :

کله چې په يو هېواد کې په ډير سرعت  سره  په قيمتونه کې زياتوالى راشي؛ نو دېته  شديد انفلاسيون  ويل کېږي، چې دغه انفلاسيون  دجنګ او نورو غيرو مترقبه پېښو څخه وروسته  رامېنځته کېږي، چې ددغه  انفلاسيون په نتيجه  کې  عايد او پانګه  اچونه کميږي، چې پدې صورت کې خلک  دخپل ملک په  پولي واحد اعتبارنه کوي، احتکار اوتود بازار وده کوي، دټاکلي عايد خاوندان  سخت متاثره کېږي، د شتمنۍ  په وېش کې بې عدالتي خپلې لوړې کچې ته رسيږي ، اجتماعي جرايم لکه : غلا، رشوت او نور ډيريږي ، همدارنګه د مزدورانو او مالکانو ترمينځ هم جنجالونه  زياتيږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *