یو ملا چې غوڼئ وو او په پزه کې یې خبرې کولې، یو ماشوم ته الفباء سبق ور زده کاوه. الف ته یې ګوته ونیوله او ماشوم ته یې وویل ووایه چې انف. ماشوم وویل، انف. ملا ورته وویل: انف مه وایه؛ انف ووایه. هلک وویل: انف. ملا ویل چې داسې نه. ووایه چې انف. ماشوم ویل، انف. ملا ته قهر ورغی او ماشوم یې سخت په څپیړه وواهه چې داسې مه وایه لکه زه چې یې وایم.
په افغانستان کې د طالبانو مضبوط حکومت وو. سره له دې چې پر کابل او د افغانستان پر ۹۵٪ خاوره یې پوره کنترول وو، خو امریکایانو په رسمیت ونه پیژاند. په اول سر کې یې لویه بهانه دا وه چې تاسې تاریاک کرئ. طالبانو استدلال کاوه چې د کوکنارو کرل نه د دولت پالیسي ده او نه د دولت چارواکي په انفرادي ډول تاریاک کري. خو امریکایانو به همدا تکرارول چې تاسې د مخدره موادو کښت او قاچاق تشویق کوئ او داسې به یې طالبانو ته ښوودله چې که دا لعنتي بوټی تاسې ونه کرئ، نو نړیوال به مو په رسمیت وپیژني. هغه وخت د اسامه بن لادن خبره ډیره نه وه مطرح. طالبان چې طالبان وه، فکریې وکړ چې امریکایانو د دوی په رسمیت پیژندل د کوکنارو د کښت په منع پورې تړلي دي. نو مشر ملاصاحب امر وکړ چې تاریاک بند. تاریاک بند سول؛ داسې بند چې ددوی د کنترول په سیمه کې یې چا ګل ونه لید. خو بیا هم امریکایانو د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پیژاند او بهانه به یې کوله چې دا تحریم مو د تیرو کلونو د ساتلیو تاریاکو د بیو د لوړیدو په خاطر کړیدي. طالبانو ویل چې بل کال به هم کوکنار بند کړو. امریکایانو ویل چې که راتلونکي پنځه کاله بند سي، نو بیا به ګورو. طالبانو ویل چې که زموږ په رسمیت پیژندل تاسې یقینی کوی، موږ یې پنځه کاله نه، بلکې ټول عمر بندوو. امریکایان چې پوه سول چې طالبان رشتیا تاریاک بندوي او په وس یې پوره هم دي؛ سخت نا آرام سول. د تاریاکو خبره یې بالکل پرېښوده او د اسامه بن لادن خبره یې راټینګه کړه. وروسته معلومه سوه چې د امریکا د غضب د څپیړې او د طالبانو د حکومت د سقوط یو لوی سبب همدا ددوی لخوا د کوکنارو د کښت بندول وو. دوی نه پوهیدل چې امریکایان وايي داسې مه کوئ لکه موږ چې درته وایو. انف ووایه خو داسې نه لکه زه چې یې درته وایم.
اوس چې امریکایان او ناټو په افغانستان کې نظامي حضور لري، د کوکنارو کښت په اوج کې دی. خپله امریکایان وایي چې افغانستان د نړۍ د مخدره موادو د تولید لومړی درجه هیواد دی او د ټولې نړۍ ۹۲٪ تاریاک دلته تولیدیږي. په هیلمند کې په ۲۰۱۴م کې د لسهاؤ زرو افغان امنیتی فوج تر څنګ، ۱۰ زره برتانوي او ۲۳ زره امریکایي عسکر وه. د ناټو د نورو غړیو هیوادونو هم یو شمیر مشاورینو حضور درلود چې مجموعا ۳۵ زره بهرني عسکر د مجهزو وسائطو، ټانکونو او آلوتکو سره هلته میشت وو. په همدغه ولایت کې په همغه کال ۴۶۰۰ ټنه تاریاک تولید سوی وو. عکسونه سته چې د نظامي پستو پر شاوخوا تاریاک کرلي دي او خارجي عسکر د کوکنارو د ګلانو په منځکې ګرځي او یادګاري عکسونه اخلي.
د افغانستان اوسنئ دولت ځکه نړیوال مضبوط ملاتړ لري چې د خپل ولي النعمة په هدف پوهیږي او د مافي الضمیر سره یې سم کار کوي. د کوکنارو د کښت د مخنیوي په مورد کې انف وایي، د فساد د له منځه وړلو په باره کې انف وایي، د ملي وحدت د ټینګښت، … او د سولې د راوستلو په اړه انف وایي.
طلبانو په دوه زرم کال کښي په دو دلایلو باندي په افغانستان کې دتاریاکو کرکیله بنده کړل لومړی دا چي اسلامي او غربي نړۍ ته خپل زور وښيي، دوهم دا چي امریکا خوشحاله کړي ترڅو بیرته دیُونیکال کمپنۍ سره Negotiation وکړي او دټاپې پر پروژۍ کار شروع کړي مګر هغوۍ رد کړل
سرليک ؛ شعر
متن ؛ خپه غمجن له خپګیانو نه ډک وطنه
زما له کوڼډو ایتیمانو نه ډک وطنه
د بی وظلو مایوبانو نه ډک وطنه
اشرارو بازینګرو پاهیشو چور تالا
کړی د مظلمو شهیدانو نه ډک وطنه
بی غیرتو اشرارو په ناتو امریکا وپلورلی
له زیارتوو د اولیاوو ولیانو نه ډک وطنه
په کراره د نه پریږدي تروریستان وهشي زناور
طالیبان زما له بی چاره غریبانو ډک وطنه
طالیبان وهشتګر هره ورځ بچیان دی په بی
رحمي وژني خپه غمجن له خپګیانو نه ډک وطنه
زما د ذبیح الله ستا او د افغانانو په خاتر له خدای نه
ګیله راشي موری موستامیره د کافرانو نه ډک وطنه
سرليک ؛ شعر
متن ؛ طالیبانو توروریستانو
ولی مو بی ګنا مظلوم غریب بی چاره افغانان ووژل طالیبانو توروریستانو
په د کار مو عرب ایرانیان پاکستانیان خوشحاله کړل طالیبانو توروریستانو
تاسی د افغانانو د خوارۍ غریبۍ ته وګورۍ او ستاسو ظلم سیتم ته وګورۍ
مسلمان خیدمت ګار اسکر پولیس مو په باروتو کې وسوزول طالیبانو توروریستانو
هی د کوټی د شورا ملایانو قاریانو تاسی به خدای ته څه ځواب ورکوۍ ولی
مو افغانان ناهقه د ای ایس ای په دسیسه مشوره وچیغول طالیبانو توروریستانو
دعربانو ایرانیانو پاکستانیانو په فیتوه سلا مشوره خپل ورور افغان وژی نی پریږدی
وهشي زناورو په جومات کې په لمونځ ولاړ مسلمانان دی وویستل طالیبانو توروریستانو
له تاسی مخ کې بی ایمانو وطن فرشو اشرارو د پاکستانیانو په سلا مشوره هم دا لوبی کړنی
کولی اوس هغه ده یخ ناس دي اخیر ایجڼټان غلامان د ناټو امریکا راوختل طالیبانو توروریستانو
ستاسو کوم کار د خدای د قران او انسانیت شرافت په لاره برابر دی خدای مو غرق تبا برباد
کړه ذبیح الله دا ورته ووایه ولی مو د پښتنو عالمان د سر سړي ووژل طالیبانو توروریستانو
سرليک ؛ شعر
متن ؛ طالیبه وژل لویه ګناه دی ؟
طالیبه څه یی درته ویلي د مظلومو افغانانو وژل لویه ګناه دی
ازار به درته وکړي د خوارو غریبو انسانانو وژل لویه ګناه دی
ته خو په رواني عسبي شیطاني ناروغۍ اخته شوی یی له خدای
نه وډار شه ناهقه بی ګناه د عسکرو پولیسانو وژل لویه ګناه دی
ولی د ایران د اخوندانو د ای ایس ای د عربو د شیخانو په مشوره خپل
قام تبا کوې په لمانځه ولاړ د جومات د لارویانو وژل لویه ګناه دی
تر سو به ته دا قتلی قیتال د واژنی کوی لکه وهشي زناور لږ فکر وکړه
دا د خدای لار دی انتیهاري حمله کې د ماشومانو وژل لویه ګناه دی
ته چی په بازارونو د بی ګناه خلکو منز کې بم الوځه وی دا د ذبیح الله
واوره جهانوم دوزخ دی ځای دی دپښتنو غریبانانو وژل لویه ګناه دی
سرليک ؛ شعر
متن ؛ غدار غلام طالیبه واوره ؛
ستا په لاس کې د پردیو ګټو شتمنیو لپاره ټوپک دی طالیبه
هیڅ کله نه کامیابیږی په خپل قام باندی د شک دی طالیبه
ستا هر کار عمل کړنه د خدای او رسول د انسانیت په خیلاپ
دی د قودرت چوکۍ مقام لپاره لالوانده یی لورئ درنه ورک دی طالیبه
دا هره ورځ قتلی قیتال وژنی ظلم سیتم وهشت به مو هیڅ کله درته له
یاده ونه وځي ستا له لاسه خیالي کابل جان ویر ماتم کی غرک دی طالیبه
ولی مکتبونه کیلینیکونه پلونه سرکونه د ایرانیانو عربانو پنجابیانو په مشوره
ورانوۍ هی کم عقله غلام د ای ایس ای علم تعلیم فرض په نجلی هلک دی طالیبه
تاسی طالیبان په رواني زهني فکري شیطاني ناروغیو اخته سوي یی د بی ګنا بی چاره
غریبو افغانانو وژل لویه ختا ګنا دی ستاسی له لاسه خپه غمجن ټول ملک دی طالیبه
په د پوهه شۍ چی لوی خدای تاسی سره هیڅ مرسته نه کوي نور به هم زلیل ورک سپک
شرمینده افشا به شۍ دا د ذبیح الله واورۍ د پوډرو هیرویونو کار و بار مو مسلک دی طالیبه
سرليک ؛ شعر
متن خدایه ته د کوټی د شورا ملایان قاریان غرق ورک سپک کړی ؟
د کوټی د شورا ملایان قاریان شرمینده او رسوا کړی خدایه
لکه بی غیرته اشرار مخ توري د اخریت او دنیا کړی خدایه
د کوټی د شورا ملایان قاریان په ډیر بی رحمۍ ظلم سیتم وژني
افغانان په مشوره فیتوا د ای اس ای ته زلیل او تبا کړی خدایه
د ایرانیانو عربانو پاکستانیانو په مشوره خبرو ډاډ ګیرونو دا قتلی
قیتال وژنی کوې ته دوۍ منافیقین مکار به نقابه او افشا کړی خدایه
د کوټی د شورا ملایان قاریان ټولی هلی زلی د دولت چوکۍ مقام ته د رسیدو
لپاره دي ته دا کبرجن شیشکی شیطانان بلاوې په خپلو غمو موبتلا کړی خدایه
د کوټی د شورا ملایان قاریان د خپلو مقصدو مورامو هدف ګټو شتمنیو تولت
مقام چوکیو ته د رسیدو د لاسته د راوړو لپاره نه دین نه ایمان نه قران نه انسانیت نه
شرافت نه پښتو نه افغانیت نه اخلاق نه خدای مني د ذبیح الله قبوله دغه دعا کړی خدایه
سرليک ؛ شعر
متن ؛ طالیبه پولیس اسکر هم مسلمانان دي ؟
جوړ شو ترورییست وهشتګر له طالیب نه خدایه نه پوهیږم ولی
جوړ شوئ یو قاتیل ظالم سیتمګر له طالیب نه خدایه نه پوهیږم ولی
دا فکر سوج نه کوي چی پولیس اسکر هم مسلمانان دي د ای ایس ای
یی جوړ کړئ یو وهشي زناور له طالیب نه خدایه نه پوهیږم ولی
دا فکر سوج نه کوي چی دا څوک وژني دا به هم د چا ورور ځوی
پلار بابا وي جوړ سوئ ترهرګر له طالیب نه خدایه نه پوهیږم ولی
ټول پصات امریکا ناتو کیدی پاکستان ته په زغرده نه وایی د کوټی شورا
بنده که چا جوړ کړ داسلام ټیکدار له طالیب نه خدایه نه پوهیږم ولی
که امریکا ناتو د اوسامه غوندی د کوټی د شورا د حقاني شبکې ملایان قاریان پاکستان کې
ونسی خبره حل دی خو نه کوي؟ ولی پاکستان دی هیمایت دار له طالیب نه خدایه نه پوهیږم ولی
خو ټوله مورداري چټلي په پاکستان کې روانه دی ولی امریکا ناتو حلته عملیات نه کوي ؟ زه ذبیح الله
دا وایم له یوء ماشوم نه د پاکستان په مدرسو کې جوړ وي دشدګر له طالیب نه خدایه نه پوهیږم ولی
سرليک ؛ شعر
متن ؛ د د جنګ د حیلت پوښتنه له چانه وکړم خدایه ؟
کوڼډی ایتیمان راته وایي زه می د ورک پلا جان پوښتنه له چانه وکړم خدایه
ولی داسی کیږي د شهید د سوري سوري ځان پوښتنه له چانه وکړم خدایه
طالیب او داعیش په ډیر بی رحمي افغانان وژني ته د غریبي خواري ته وګوره
د جنګ جګړو ته وګوره د ځواني مرګ ځوان پوښتنه له چانه وکړم خدایه
خدایه په د پوهیږم طالیب او داعیش ډوړاه په رواني زهني عسبي ناروغیو
اخته سوي دي ولی بی ګنا ناهقه وژنۍ د افغان پوښتنه له چانه وکړم خدایه
طالیب او داعیش د ای اس ای د ایران د اخوندانود عربي شیخانو په مشووره
دا قتلې قیتال کوي په جومات کې د شهید شوي قران پوښتنه له چانه وکړم خدایه
طالیب او داعیش نه مسلمان نه انسان دی دا وهشي زناور دوښمن د انسایت
د شرافت دي د دوۍ ظلم سیتم وهشت په افغانستان پوښتنه له چانه وکړم خدایه
خدایه ته له ما هر څه ښه وینی له هر څه ښه خبریږی ته طالیب او داعیش په خپل
قهر عذاب ګیرفتار کړه زه ذبیح الله د دغم لړي توفان پوښتنه له چانه وکړم خدایه
سرليک ؛ شعر
متن ؛ د غمجن کابل جان پوښتنه له چا وکړمه خدایه
د ویر ماتم نه ډک د غمجن کابل جان پوښتنه له چا وکړمه خدایه
یوه مور راته وایي د شهید شوي ځوان پوښتنه له چا وکړمه خدایه
د پولیس اسکر ګنا ختا دا دی چی ولس ته خیدمت کار کوي زه د
پولیس اسکر د غل بیل غل بیل ځان پوښتنه له چا وکړمه خدایه
د جګړو کې هره ورځ بی ګنا ناحقه بی چاره غریب افغانان وژلکیږي
د سولی د امن د امنیت د راوستلو پورسان پوښتنه له چا وکړمه خدایه
د طالیب او داعیش وهشي زناورو ظالیمانو له لاسه افغانان ډیر په تنګ
دي ولی کوي ظلم سیتم ناروا ګنا دا شیطانان پوښتنه له چا وکړمه خدایه
طالیب او داعیش دوښمن د بشریت او انسانیت دي زه ذبیح الله د دغو
رواني زهني ناروغو د شیطان په لار روان پوښتنه له چا وکړمه خدایه
ویناوال او لیکوال
ذبیح الله شريفي