تاند- څېړونکي وايي، د انناس د ډي این اې په اړه تحقیقاتو ورته ښودلې چې دا مېوه د څو ډوله توتونو د یوځای کېدو په نتیجه کې رامنځته شوې ده.
دوی وايي، انناس یو (واحد) بوټی نه دی بلکې د توت راز راز ونې د دغه بوټي له ډډ سره پیوند شوي او په نتیجه کې یې دا نوې مېوه جوړه شوې ده.
په دې توپیر چې دا کار د ځینو مېوو په شان د انسان په لاس پیوند شوی نه دی بلکې په خپله پیوند شوی دی.
څېړونکي دغه راز وايي چې انناس په مېوه راشي، باید ۳ کاله ورته صبر وشي.