(internet morality)

  • انټرنیټې اخلاق.
  • الف : اخلاق څه ته وایې ؟
  • ب :    د انټرنیټې اخلاقو تعریف؟
  • ج :    د انټرنیټې اخلاقو هدف؟
  • د اجتماعې صفحو استعمال لارې او چارې.
  • الف : د فیسبوک صحې استعمال په تمامه مانا؟
  • ب  :    د ټویټر صحې استعمال په تمامه مانا؟
  • ج  :   د لینکډین صحې استعمال په تمامه مانا؟

انټرینټې اخلاق:

الف : اخلاق تعریف :

اخلاق یو محسوسه څیز چې د انسان په تصور او فکر کې د یو شي د ښو او بدو توپیر او برعکس یې عکس العمل ښودل دي، لکه پلاني سړي ډیر ښه اخلاق وکړل.

یانې دلته تا دغه برخورد محسوس کړ،چې ښه و او ستا ذهن پرې تبصره وکړله او ودې ویلې چې ددې سړي اخلاق ښه دي.

ب : د انټرنیټې اخلاقو  تعریف :

اخلاق که په تمامه مانا محسوس څیز شي هم سمه نده ، ځینې اخلاق د سترګو په لیدو هم مالومیدلای شي او مونږ پرې د ښو او بدو اطلاق کولای شو، لکه د غیرې اخلاقې ویب سایټونو لیدل چې دا د انټرینټې اخلاقو د ناوړو پیښو زیږنده ده،او یا هم د ټولنې لپاره پر اجتماعې صفحاتو پوره تدریس او د خیر کار خبر ورکول چې دا د انټرینټې اخلاقو د ښو پیښو زیږنده ده، چې شخص دې ته اړ باسي تر څو د انټرینټې اخلاقو ځان پوه شخص ټولنې ته معرفي کړي.

یا د مثبتو تصویرونو پوسټول،چې تر څنګ یې یو پیغام پورت وي او د ټولنې خیر پکې نغښتې وي،او یا هم پر تبصرو خپله نیکه مشوره د یو ملګرې او یا نا ملګرې سره شریکول او سمې لارې ته یې رابلل او فکرې استدلال ته یې لاره هواره ول.

 ج : د انټرینټې اخلاقو هدف :

د انټرینټې اخلاقو هدفونه ډیر دي،چې تر څنګ یې منفي او مثبت هم په کافي اندازه شتون لري.

خو دلته یې مونږ یو څو منفي او مثبت سره مقایسه کوو،او په اخر کې ترې یو مثبت هدف لاس ته راوړو.

منفي برخه یې څه داسې ده چې یو څوک را ولاړ شي او د بل ملګري ځینې اسناد،رمزونه یا پټ نوم غلا کړي او د هغه د ادرسه نور خلک کنځې او خلکو ته ازار او اذیت ورسوي،او یا داسې ایمیلونه یا برښنا لیکونه نورو ته واستوي چې په تمامه مانا خطرناک او د شخص ژوند ته د خطر زنګ وي، او یا هم یوې اداري ته سر دردی راولاړ کړي،لکه د ایف بې ای اداري ته په ۲۰۱۵ کال کې د یوې ۱۸ کلنې انجلې یو برښنا لیک چې د خپل ادرسه یې کړئ و او څرګنده کړی یې وه چې د امریکا په زړه کې د احتمالي انتحاري حملو خبره یې کړې وه، او خپل راوبط یې د ای ایس ای ایس سره ښودلي ول،چې هدف یې د د معتبری اداری څخه د یو څو پیسو لاس ته راوړل ول،چې بیا یې ځای څرګند کړ او ونیول شوه.

په اوسنې ورځو کې د ای بی سی ورځپاڼې خبر ورکړ چې د امریکا سترې محکمې ایف بی ای ته اجازه ورکړي ده چې په نړی کې هر قسم سیستم هیک او مالومات یې کاپې کړي او ویې ګوري،که د نړیوال جال سره وصل وی او که وصل نه وي داسې هر څه شتون لري.

د مثبتو نقطو څخه یې دا هم ده،چې خپل محرم اسناد په کامله توګه په انټرنيټې صفحو کې ورواچوی خو خپل رمز یا پټ نوم باید محفوظ کړي چې د نورو واک ته ورنشي چې ددې خپلې لاري او چاري شتون لري چې د پرویسی په نامه سره یادیږي چې نور وګړي دیته نه پریږدي چې اسنادو ته لاسرسی پیدا کړي،مثبته نقطه یې دا کیدلای شي چې د هغو اسنادو د سوزیدلو او ورکیدلو چانس زیات وي،برعکس بیا په ټیکنالوژی کې داسې څه امکان نلري او که لري یې هم ډیر بارز وي او کم کم پیښیږي،او که چېري چاته دغه محرم اسناد لاس ته ورشي نو باید دده انټرنیټې اخلاق ده ته اجازه ورنکړي چې خپاره یې کړي.

  د اجتماعې صفحو استعمال لارې او چارې :

الف : د فیسبوک صحې استعمال په تمامه مانا.

فیسبوک یوه اجتماعی صفحه ده،کوم چې خلک خپل نظریات بغیر د کوم محدوده پرې خپرولی شي،او د نظرونو تبادله کوي چې ددې تر څنګ د شخص اخلاق او د هغه د علم محتوا پرې مالومیدلای شي چې دغه شخص څومره علیمي محتوا لري.

د فیسبوک تعریف چې د زوکر برګ د خولی دی وایې چې په نړی کې د خلکو د اړیکو ټینګولو یوه اسانه وسیله ده،چې خلک خپل نظرونه،تصویرونه،پیغامونه،بحثونه ددې پرمخ اچوي او ټول ترې برخمن کېږي.

یوه خبره چې د فیسبوک اصل دی باید ته یو ریښتینې اکونټ ولری او باید په خپله یې استمال کړی او رمز یې باید پټ وساتی، چې باید نور خلک ورته لاسرسی ونلري،او د بحث او تبصرو وړاندي مخکې لومړی باید پوسټ وګوری، چې څه لیکل شوي دي او بیا که په ذهن کې مو څه ګرزی نو باید ډير سوچ وروسته یې ولیکی،او دغه پوښتنې له ځانه وکړئ چې ایا دغه تبصره پر مقابلو اشخاصو څنګه بریښي ایا اطمنانپزیره ده که نه،د چا پر حیثیت باندې به بده اغیزه نکوي؟،داسې نوري پوښتنو وروسته باید تبصره ولیکل شي.

د انټرنیټې اخلاقو یوه ستره برخه دغه اجتماعې صفحې هم دي چې باید دومره پکې محطاط ووسی تر څو ستاسې د شخصیت مثبتې اغیزي دومره قوي وی،چې نور اشخاص له تاسې متاثره وي،او که خدا ناخواسته ستاسې تبصرې منفي وی او یا مو پوسټونه غیری معقول او په منطق ولاړ نه وي نو بیا مو اغیزي کمې او د یو عادې شخص په سترګه درته لیدل کېږي،که تاسې هر څومره تعلیم کړی وي.

که ځینې اشخاص بیا هم ستاسې د شخصیت د تباه کولو لپاره هر څومره منډې ووهي او جامعې ته مو بد ښکاره کړي نو فیسبوک بیا داسې ځینې امنیتې تدابیر لري،چې د تور لیست او یا هم د ریفورټ(خبر) ورکولو په نامه یادېږي او یا خپلې پریوسیانې قوي کول دي.

الف : تور لیست.

که کوم ملګری مو ازار او اذیت درکوي د فیسبوک اسانه لاره یې همدا ده که چېري په دلالیو ولاړ خلک نه وي او یا هم جعلي اکونټونه وي،که څوک تاسې ته ریکویسټ کوي نو لومړی باید دغه موارد په نظر کې ونیسی۱- چې څه کاره دی۲-کومې صفحې یې خوخې کړي دي ایا ستاسې هم نظری دی که نه؟۳- تصویرونه یې باید وګوری چې د عکس څخه هم د شخص د اخلاقو اوعلم محتوا مالومیدلای شي.۴-دیوال یې چیک کړئ نظرونه یې وګوری چې څه یې لیکلی دي.او داسې نور…..

ب: ریفورټ (خبر ورکول د فیسبوک اداری ته )

چې دغه د فیسبوک یوه بله ډېره په زړه پورې برخه ده ،د هغه خلکو په وړاندې کوم چې د یو چا د شخصیت د خرابولو هڅه کوي،نو باید تاسې د فیسبوک اداري ته خبر ورکړی تر څو هغوی په دغه برخه کې پلټل وکړي او فیسبوک یې بند کړي.

ج : پرویسي(امنیت ټینګول)

دغه برخه یې ډیره جالبه ده،باید ددغې خوالې رسنۍ هر کارونکې ددغې برخي ډیره اګاهی ولري،تر څو نور خلک دده عکسونه،ملګري،او نور داسې اسناد ونه ګوري کوم چې یې دملګرو سره د راز په ډول پراته وي او یا نور مبهم وي چې نور خلک پرې پوه نشي.

نوره برخه یې په اینده کې….

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *