۴ برخه

انټرنیټي جرمونه

هر کله چې موږ د انټرنیټي جرایمو نوم اخلو نو د کمپیوټر نوم مو ذهن ته راځي، ځکه پرته د کمپیوټر څخه د انټرنیټي جرایمو ترسره کیدل ستونزمن کار دی. ښه به دا وي چې اول کمپیوټري جرایم معرفي کړو بیا په انټرنیټي جرایمو خبرې وکړو.

د کمپیوټري جرایمو په اړه تر اوسه پورې دقیق تعریف نه دی شوي. خو ډېری خلک په دې اتفاق دي چې ټول هغه جرایم چې د کمپیوټر په ذریعه تر سره کيږي د کمپیوټري جرایمو له جملي څخه دی لکه جعل او د معلوماتو غلا کول او نور…

انټرنیټي جرایم له هغه جرایمو څخه عبارت دی، چې انټرنیټ یې وسیله ګرځیدلی وي. چې عموماً دغه جرایم لاندې موضوعات په بر کې نیسي. د ډیټا یا موادو پر ضد جرایم ( Crimes Against Data) د سائبر فضا کې جرایم (Cyber Space) مولټي میډیا (multi Media ) جرایم او نور مشابه جرمونه د انټرنیټ په ذریعه تر سره کیږي..[1]

 د انټرنیټي جرایمو تاریخي سیر

د کمپیوټر او انټرنیټ د پیدایښت څخه را په دې خوا تر اوسه پورې کولای شو، چې کمپیوټري او انټرنیټي جرایم په دریو طبقو وویشو. لومړني جرایم چې تر ۱۹۸۰ پورې دوام کوي د کمپيوټري جرایمو (Computer Crimes) په نامه یادیږي. چې ډېره برخه یې سرقت او غیري قانوني کاپی کول و. د وخت په تیردو سره دا جرایم وسعت پیدا کړ چې بیا تر ۱۹۹۰ کالو پورې دغه جرایم د موادو یا ډیټا پر ضد جرایم (Crime Against Data) په نامه یاد شو. په دغه لسیزه کې ټول جرایم د اطلاعاتي تکنالوژي پر ضد، ارتباطي، کمپیوټري، او نور شبکي چې د موادو یا ډیټا پر ضد و په بر کې نیول.

په همدې ډول د نوي تکنالوژي د پرمختګ سره سم د ۱۹۹۰ کال وروسته د سایبر جرایمو (Cyber[2] Crime) په نامه جرایم رامنځته شو. چې دا ډول جرایم د خاص ماهیت لرونکي دي.

دا چې زموږ موضوع انټرنیټي جرایم دي نه کمپیوټري جرایم موږ هم غواړو چې یوازې په غه مواردو خبرې وکړو، چې انټرنیټ پورې اړه لري.

په ۱۹۸۹کال کې جنایی تحقیقات  دا وښوده، چې  د المان خرابکارانو  چې انګلیسي اصطلاح یې Hackers  دي، د انټرنیټ په ذریعه وکولای شول ، چې د امریکا، انګلستان او څور نور هېوادونو محرمانه اسناد او اطلاعاتو ته لاره پيدا کړي. او دا اطلاعات او معلومات بیا د روسیي استخبارتي شبکي (K.G.B[3]) باندخرڅ کړي. په همدې وخت کې د ویروس په نامه خطرناک پدیده هم کشف شو. دغه انټرنیټي ویرسونه د یو امریکایی محصل په واسطه جوړ شو، چې په لنډو ورځو کې بیا شاوخوا ۶۰۰۰ کمپیوټري سیستمونه چې له انټرنیټ سره وصل ول خراب کړي.

د انټرنیټي جرایموخصوصیات

انټرنیټي جرایم د کلاسیک جرایمو او نورو جرایمو په نسبت اسانه او ساده ده. د تکنالوژي له وجې په لږ وخت کې ډېرخسارات اړوي ډېر لږ سرمایی او ملکیت چې عبارت د یو پایه کمپیوټر، یو لین انټرنیټ او برق څخه دی ضرورت لري. ددې جرایمو بل خصوصیت دا دی چې مجرم د جرم په ساحه کې بې له فریکي موجودیت پرته د سرحداتو د محدودیت څخه تر سره کیږي.[4]

د انټرنیټي جرایمو د مرتکبیونو خصوصیات

د انټرنیټي جرایمو مرتکبین د عمر له لحاظه په مختلفو قشرونو ویشل شوي. عموماً ددغه ډول جرایمو مرتکبین د ۱۰ څخه تر ۶۰ کلونو پورې وي. ډېری برخه یې ځوانان، محصلین، ناراضي کارکوونکي، خلاف کاران او بین المللی تروریسونه تشکیلوي. ددې ډول جرایمو د ترسره کولو په موخه کله لږ کمپیوټري پوهي او کله هم ډېري  پوهي ته ضرورت وي. عموماً دوه ډوله مترکبین موجود وي، چې یو ډوله اتفاقي مجرمین وي او بله ډله یې بیا واقعي مجرمین وي. اتفاقي مجرمین هغه مجرمین دي چې اتفاقاً یو جرم تر سره کړي چې معمولاً هغه ځوانان ډېر مرتکب کیږي چې د تفریح او لوبي په انګیزه یو کار تر سره کړي. او واقعي مجرمین هغه مجرمینو ته ویل کیږي چې خطرناکه او واقعي انګیزه ولري د ځانګړي پوهی او تخصص له مخې یو مجرمانه عمل تر سره کوي.[5]

د انټرنیټي جرایمو خسارات او حجم

د انټرنیټي جرایمو حجم نسبت نورو جرایمو ته څو چنده حتی زر ځلی ډېره ده چې د یو غیري قانوني ویروسونو خپرول د انټرنیټ له لارې  چې په څو ثانیو کې په ټولنه نړۍ کې زرګونه سوه کسانو ته خسارات اړوي.

ډیجیټل جرایم په سائبر فضا کې

لکه څنګه چې مخکې موږ د کمپیوټري او انټرنیتي جرایمو په اړه په لنډ دول توضیحات ورکړ. او په دې مو خبرې وکړي، چې ۹۰ لسیزي څخه وروسته د جرایمو بل ډول د سایبر فضا یا سایبري جنګونو په نوم جرایم را منځته شو. دا ډول جرایم په ډېر سرعت سره د یو کمپیوټر په واسطه نورو سیتمونو او بین المللی شبکو ته داخلیږي. محرمو اسنادو، انځورونو، ویډیوګانو، او نورې لیکنې ته لاره پیدا کوي. غلا کوي. او یا هم نورې شبکي مختل کوي. دښمن هڅه کوي چې ځان خپل هدف ته ورسوي.[6]


[1] برومند باستاني – جرايم کامپيوتري و انترينتي جلوه نوين از بزهکاري- تهران ،مطبعه سپهر، 2003 ،صفحه14 .

[2] (مجازي)

[3] n. secret police force of the former Soviet Union

[4] Http.www.cybercrimes.net.

[5] محمد حسن دزياني – جنبه هاي قضايي امنيت و جرايم کامپيوتري آناليز تطبيقي و پيشنهاداتي براي روند بين المللي آينده- تهران ،مطبعه دولتي، 2001، صفحه 32

[6] Http.www.cybercrimes.net.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *