سوشل میډیا ( ټولنیزې رسنۍ)

د سوشل میډیا یا تولنیزو رسنیو اصطلاح په دې وروستیو کې ډیره دود شوې ده او ښايي خلک یې بیلابیل تعریفونه وکړي . خو په معاصره معني دا اصطلاح هغه وسایل دې چې د ټولنې د خلکو ترمنځ ، د یو بل سره د اړیکو (تماس ) نیولو ، د غږ ، تصویر ، لیکنو او په نورو بڼو معلوماتو د شریکولو ، د نورو په شریکو کړیو معلوماتو د تبصرې ، رایو ورکولو ، خوښولو او نا خوښولو زمینه برابروي .

یا به بله معنی ټولنیزې رسنۍ دا مهال هغو انلاین رسنیو او ټولنیزو شبکو ته ویل کیږي چې پر مټ یې د ټولنې خلک خپله خپل معلومات له یو بل شریکوي .

صیام ادین پسرلی
صیام ادین پسرلی

د نورو رسنیو لکه ورځپاڼه ، راډیو او تلویزون سره یې توپیر دادی چې ددې ډول رسنیو چلونکي چې معمولا مسلکي کسان وي له بیلابیلو سرچینو معلومات راټولوي ، ترتیبوي یې او لوستونکیو اوریدونکیو او یا هم لیدونکیو ته یې وړاندې کوي . د معلوماتو په داسې وړاندې کولو کې د ټولنې د عامو خلکو ونډه نه وي او دوی یوازې لوستونکي ، اوریدونکي او یا لیدونکي وي .

خو په ټولنیزو رسنیو کې بیا خپله د ټولنې وګړې ، هم خپله د خپل ورځني ژوند او چاپیریال سره تړلي معلومات له نورو سره شریکوي ، او همدارنګه د نورو په خپرو کړو معلوماتو او موادو نظر څرګندولی شي ، رایه ورکولی شې او له نورو سره یې شریکولی شي .

په وروستیو لسو کلونو کې د ټولنیزو رسنیو ودې ، د نړۍ ګڼې مسلکي رسنۍ هم اړ کړي چې په خپلو خپرونو او پروګرامونو کې ټولنیزه برخه پیاوړې کړې ، د نړۍ ګڼې معتبرې ورځپاڼې ، مجلې تلویزونونه او راډیوګانې دا مهال په خپلو عادي وسایلو سربیره ، انلاین ټولنیزې شبکې هم د خپلو معلوماتو د شریکولو لپاره کاروي .

دا مهال د انلاین ټولنیزو شبکو او یا ټولنیزو رسنیو بڼۍ زیاتې دي ، انلاین ټولنیزې شبکې ، لکه فیسبوک ، ټویټر ، همدارنګه انلاین ویبلاګونه ، لکه بلاګر او نورو ، د ویډیوګانو او عکسونو دشریکولو ځانګړې پاڼې لکه یو ټیوب او فلیکر او ګڼې نورې شته چیرې چې خلک کولی شي خپل معلومات ، عکسونه ویډيوګانې ، نظرونه ، تبصرې ، لیکنې ، او رایې له نورو سره شریک کړي .

په ټولنه کې د ټولنیزې میډیا رول :

د ډيرو په اند په تیرو دوو کلونو کې د ټولنیزې میډیا وده ددې سبب شوه چې په عربي ټولنو کې پراخ پاڅونونه وشول ، په تونس ، مصر او لیبیا ، او یمن کې حکومتونه نسکور شول او په ګڼو نورو کې د حکومتونو پر ضد پاڅونونه راپورته شول . په دې ټولو پاڅونونو کې خلکو په خپلو کې د معلوماتو د شریکولو لپاره تر ډیره له ټولنیزو رسنیو لکه فیس بوک ، ټویټر ، یوټیوب او نورو څخه کار اخیسته . اوس هم د هغو هیوادونو څخه چیرې چې ازادې رسنۍ د فعالیت سمه اجازه نه لري ، لکه ایران ، سوریه او نور د همدې ټولنیزې میډیا لکه فیس بوک ، یو ټیوب او ټویټر پر مټ خبرونه راوځي .

د سوریې څخه چیرې چې پاڅونونه او کورنۍ جګړه روانه ده ، او ازاد خبریالان دی هیواد ته نه پرېښودل کیږي د ډیرو پېښو ویډیو ګانې د ټولنې د عادي وګړو له خوا لومړی یوټیوب ، فیس بوک او نورو رسنیو ته پورته کیږي او وروسته په نړۍ کې د نړیوالو رسنیو د خبرونو سرخطونه جوړوي .

د ټولنیزو رسنیو په مټ اوس په اسانه خلک او نوي ځوانان کولی شي، چې په خپله ټولنه او نړۍ کې د سیاسي تحلولاتو څخه په اسانه او ژر خبر شي او د همدې لارې د خپلو اهدافو لپاره کمپاین وکړي او خپلې ګتې لاس ته راوړي.

سیاسي څېرې او نور هغه خلک چې غواړي، خلک پر ځان رامات کړي هم کولای شي د خپلو نظریو د خپرولو لپاره ټولنیزې رسنۍ وکاروي .

همدارنګه عام خلک کولی شي، د خپلو هیوادنو د سیاسي چارو په اړه له دې لارې خپل نظرونه شریک کړي او د خپلې ټولنې له نورو وګړو سره پرې بحثونه وکړي .

د څیړونکیو په اند په یوه ټولنه کې د ټولنیزو رسنیو شتون او پر مټ یې بحث ددې سبب کیږي چې خلک د سوک او څپیړې او مردکیو پر ځای ، په خپلو کې د خبرو او بحثونو لاره خپله کړي او همدارنګه د انتقاد کولو او انتقاد منلو روحیه په یوه ټولنه کې پیاوړي کوي ، په نتیجه کې د سترو ټولنیزو انقلابونو سبب کیږي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *