تاند، سه شنبه، د سنبلې ۲۶مه: اینټرپول افغانستان ته په قتل تورن دوه فراریان وسپارل.
د فراه د امنیه قومندانۍ ویاند محب الله محب وايي، دا دوه کسان له اینټرپول سره د افغانستان د هوکړې په اساس له ایرانه کابل ته رالېږدول شوي دي.
نوموړی وايي، دغو دوه کسانو د فراه په خاک سفید ولسوالۍ کې یو کس وژلی او بیا ایران ته تښتېدلي وو.
د فراه د امنیه قومندانۍ ویاند محب زیاته کړه، دا دواړه کسان اوسمهال د جنايي جرمونو پر ضد د مبارزې مدیریت پولیسو سره دي.