تاند- د افغانستان د کرکټ ملي ټیم روزونکی په دې باور دی چې خپله لوبډله بېرته منسجمه کولی شي.
اندي مولز دا خبره وروسته له دې وکړه چې د چهارشنبې په ورځ افغان ټیم په ۲۷۵ منډو مسابقه په استرالیا وبایلله.
دا د استرالیا لپاره داسي یو ورځینۍ مسابقه وه چې تر ټولو زیاتې منډې یې پکې جوړې کړې.
د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم روزونکي اندي مولز فرانس پریس خبري اژانس ته په مرکه کې له استرالیا سره د خپل ټیم مسابقه له اورګاډي سره ټکر وباله، او ویې ویل چې د افغانستان ټیم دا وړتیا لري چې په بله مسابقه کې ښه لوبه وکړي.
سره له دې چې د چهارشنبې د ورځې په سیالۍ کې پچه افغانستان وګټله خو غوره یې وګڼله چې لومړی بیټنګ استرالیا وکړي. استرالیا چې د لوبې کوربه و، په پنځوس اورونو کې د ۶ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۴۱۷ منډې وکړې.
اندي مولز د لومړي باولینګ کولو د پرېکړې دفاع وکړه ، ویې ویل چې یوازینۍ هیله یې دې ته وه چې افغان باولران به د استرالیا لوبډله تر فشار لاندې راولي او افغان ټیم ته به د بري لار پرانستل شي.
د استرالیا په وړاندې په مسابقه کې له ماتې سره سره د افغانستان د ملي ټیم روزونکی هیله لري چې ټیم به یې په راتلونکو دوو پاتې سیالیو کې ښه لوبه وکړي.
مولز همداراز وویل، چې پر استرالیا له ماتې سره سره به افغان لوبغاړي د نیوزیلنډ او انګلنډ په وړاندې ښه لوبه وکړي.
ده همداراز وویل، د افغانستان د ملي ټیم پر تېزو باولرانو زیات حساب کېدای شي.
د ده په وینا افغان باولرانو له استرالیا سره د مسابقې په لومړیو پنځو یا شپږو اورونو کې ښه باولینګ وکړ، خو وروسته استرالیا لاسبرې شوه او د افغانستان فیلډران ونه توانېدل چې د استرالیايي لوبغاړو توپونه کنټرول کړي.
افغانستان اوس په خپل (اې) ګروپ کې د اوو ټیمونو په منځ کې شپږم ځای لري یعني یوازې تر سکاټلنډ مخکې دی.
افغانستان ته دوې پاتې مسابقې، چې له نیوزیلنډ او انګلنډ سره دي، نسبتاً سختې سیالۍ دي.
نیوزیلنډ اوس په خپل ګروپ کې لومړی مقام لري او استرالیا ته یې هم ماتې ورکړې ده.
خو انګلنډ په ښه حالت کې نه دی.
افغان لوبغاړي به راتلونکې یکشنبه د نیوزیلنډ په وړاندې میدان ته راووځي او وروستۍ مسابقه به یې له انګلنډ سره د مارچ په دیارلسمه وي.