احسان الله ارنیزی
د 2010 کال په دسمبر میاشت کې آلمان غږ DW، د افغانستان د رسنیو د یو شمیر مسوولینو او خبریالانو له پاره، د راډیو او ټلویزیون د مدیریت یا منجمنټ کورس جوړ کړی و.
کورس دوه برخې درلودې. د ټلویزیون مدیریت 15 ورځې په برلین او د راډیو مدیریت 15 ورځې په بن کې.
کله چې د برلین برخه پای ته ورسېده، زه چې په هغه وخت کې د آریانا راډیو- ټلویزیون مشر وم، له نورو ملګرو څخهیوه ورځ مخکې بن ته لاړم او هلته مو د DW له مارکټینګ دفتر څخه 100 علمي، سپورټي، معلوماتي او تفریحي ویډیوګانې واخستې چې په پښتو او دري ژبو (دب) شوې، ایدیت شوې او خپرولو ته چمتو وي.
له دې وروسته مې د DW د دري او پښتو څانګو له مشر داکتر موسی سره ولیدل چې اصلاً د کندهار د توپخانې استوګن دی؛ خو ډېره موده په جرمني کې اوسېدلې او په دري ژبه خورا ګټور څېړنیز کتابونه او مقالې لري.
ماښام ته د DW د مارکټینګ مشرې مېرمن آنژلیکا مېلمه شوم. لاړو یوه ښکلي رستورانت ته، هلته مو ماښامنی وخوړه او د افغانستان په هکله مو خبرې وکړې.
له دوو ساعتو وروسته مېرمن آنژلیکا بلنه راکړه چې لاړ شو د بن ښار وګورو او وې ویل چې تا به هغه ودانۍ ته بوځم چې د افغانستان له پاره د کال 2002 تاریخي تړون پکې لاسلیک شوی چی د (نوي افغانستان) بنسټ بلل کېږي.
له مېرمن آنژلیکا سره د خبرو په وخت کې ماته ښکاره شوه چې د افغانستان خلک پرې ګران دي او په دې یې ویاړ کاوه چې د (نوي افغانستان) د جوړېدو تړون د دوی په ښار کې لاسلیک شوی؛ خو داسې ښکارېده چې دې افغانستان سم نه پېژاند او معلومات یې د جرمني رسنیو تر خبرونو او اطلاعاتو او د جرمني حکومت تر هغه هڅو پورې محدود و، چې غوښتل یې د امریکا او نورو ملګرو هېوادونو په مرسته، په یو وروسته پاته سنتي قبیلوي هېواد کې، د داسې کسانو په مرسته لویدیځواله ولسواکي په پښو ودوري چې په ولسواکۍ یې اصلا باور نه درلود، ځینې د ولسواکۍ ایدیولوژیک مخالفین او حتی دښمنان وو؛ خو د خپلو ګټو، مناصبو، واک او چور د پاره له دې کاروان سره یو ځای شوي وو!
په هر صورت کله چې د غونډۍ په سر هغه ودانۍ ته ورسېدو چې (د نوي افغانستان) د جوړېدو تړون پکې لاسلیک شوی و، آنژلیکا لا هم د سبانی غوړېدلې، پرمختللې او ودان افغانستان خبرې کولي؛ خو زه چې په افغانستان کې اوسېدم او د انژلیکا په پرتله مې افغانستان ډېر پېژاند او د اور، لوګیو، باروتو، چاودونو او جګړو له منځه جرمني ته تللی وم، آنژلیکا ته وویل چې یوه ورځ به د افغانستان خلک له بېلونو او کلنګونو سره راځی او دا (بدمرغه ودانۍ) به نړوي!!
آنژلیکا اریانه شوه، دوه- درې ګامه په شا لاړه او ورو یې وویل چې ته رښتیا داسې فکر کوې؟
ما ورته وویل چې د وخت تېرېدل به تا هم په ډېرو هغه ترخو واقعیتونو وپوهوي چې اوس تا ته سم نه ښکاري او یا دې افغانستان سم نه دی پېژندلی!
اوس چې د کال 2019 د جولای میاشت او په افغانستان کې د امریکا او ناتو د حضور اتلسم کال دی او د امریکا په تېر 150 کلن تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه لا ښه په درز کې روانه ده، وضع داسې ده چې د اساسي قانون له مخې د دولت (اجراییه، قضاییه او مقننه) حقوقي مشروعیت ته خورا درانه زیانونه اوښتي، حتی د دولت د سقوط خبرې کېږي او ځینې سیاستوال په بدیلو لارو کار کوي.
ولسمشر اشرف غني د خلکو د رایو له مخې نه؛ بلکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د پرېکړې له مخې په واک کې دی، هغه یو اجراییه مشر لري چې په اساسي قانون کې نشته؛ خو د یوې (سیاسي هوکړې) له مخې ځان د نیم دولت مالک بولی.
د ولسمشر لومړی مرستیال په شبرغان کې دېره دی او له همهغه ځایه چره یی ډزی کوی!
د افغانستان د ولسي جرګې د ټاکنو پایلې په اوو میاشتو کې اعلان شوې او وکیلانو د رییس د ټاکلو په وخت کې یو بل ته د ښځې او مور کنځلې وکړې!
نژدې په ټول هېواد کې درنې جګړې روانې دي، اقتصادي پرمختګ ټکنی شوی، د ملي یووالي حکومت د دوو مشرانو ترمنځ اختلافي مسایلو او ستونزو خلک ناهیلي کړي، پانګوال خپلې پانګې وباسي؛ ځکه چې هره ورځ یو یا دوه سوداګرتښتول کېږي او یا وژل کېږي، په اداري او اخلاقي فساد کې په ټوله نړۍ کی لومړی یا دویم یاستو او هغه د اروپایي ټولنې د سفیر په قول جنرالي په پوهه او تجربه نه ؛ بلکې د پیسو په کڅوړه خرڅېږي!!
او داسې نورې ډېرې جدي ستونزې چې حل یې سترې هېوادپالنې، زغم، پوهې، ارادې، وس، ښه مدیریت او ظرفیت ته اړتیا لري او لنډه دا چې لویدیځواله ولسواکي له داسې ننګونو سره مخامخ ده چې کېدای شي د عربستان په ځای (ترکستان) ته لاړه شي!
زه نه پوهېږم چې مېرمن آنژلیکا به اوس څه فکر کوي؟
تر پنځو کال مخکې یې لیکل چې اوس یی د افغانستان په هکله معلومات ډېر شوي او پوهېږي چې جرمنیانو دا هېواد سم نه و پېژندلی او ستونزې تر هغه ډېرې ژورې، پراخه او خونړۍ دي چې نړیوالو په 2002- 2010 فکر پرې کاوه.
له تېرو شپږو میاشتو راهیسې امریکا په کلکه پرېکړه کړې چې دی خونړۍ غمیزې ته د حل یوه سوله ییزه لار ومومي او ځان له دې ډنډ څخه وباسي. ناتو هم سیاسي حللار ګټوره بولی، په سیمه او نړۍ کې هم داسې هڅې ګړنډۍ شوي چې د افغانستان غوټه په لاس خلاصول غواړی، په دوحه، اسلام آباد او ماسکو کې پرله پسې غونډې د دې ښکاندوی دی چې ورو- ورو د افغانستان د ستونزې د حل له پاره سیمه ییزه او نړیواله اجماع پیاوړی کېږي.
په زړه پورې خو دا ده چې اوس جرمني بیا فعاله شوې او هڅه کوي چې په دوحه کې د افغانانو تر منځ د نوي تفاهم له لارې، هغه غلطي اصلاح کاندي چې د بن په لومړني غونډه کې یې (2002) کړې وه. په هغه وخت کې امریکا، جرمني، ملګروملتونو او څو نورو هېوادونو د افغانستان برخلیک د څلورو ډلګیو په واک کې ورکړ. د پخواني پاچا پلویان چې دېرش کاله له وطنه لیرې پاته وو او نور یې دا ستونزه نه شوای غوڅولای، د جمعیت او شوری نظار ټوپکیان، د قبرس د تش په نامه ایراني ډلې استازي او د پېښور خېټور او د جهاد او د خلکو د ارمانونو درواغجن سوداګر، چې دا دی وطن یې بیا د وینو په سمندر لاهو کړی دی.
ما په دې میاشت کې ډېره هڅه وکړه چې انژلیکا بیا ومومم او پوښتنه ترې وکړم چې اوس څه فکر کوي!
د افغانستان له باره د امریکا، ناتو، UN او جرمني د (بن) غونډې ناکامه شوه. دوی افغانستان سم نه و پېژندلی او ډیر هغه کسان یې واک ته ورسول چې بیا په غلو، غاصبینو، مفسدینو، جواسیسو او خاینینو بدل شول!
جرمني د دوحې د غونډې په جوړېدو ثابته کړه چې پخوا یی غټه غلطی کړې وه. اوس د دې غلطۍ د سمون وخت دی؛ خو دېر فکر په کار دی چې تیرې خونړۍ تېروتنې بیا تکرار نه شي!!
ګران اودروند آریانزی ته سلامونه ! خواتلسو کلونویوه ګټه هم وکړه چې دچټلو اومفسدوتنظیمیانوچلوصاف له اوبو راووت ،نړیوالواوزموږ ملت ته ثابته شوه چې دا اخوان الشیاطین خپله مور هم په ډالرو پلوری. په درنښت